کوټه کې هزاره وګړو خپل پرلت ختم کړ

کوئٹہ د انځور حقوق Reuters
Image caption کوټه کې د جمعې ورځې ځانمرګي برید پر ضد پرلت روان دی

د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر شهریار اپریدي په بلوچستان کې د مېشتو هزاره وګړو له مشرانو سره کتلي او د دوی پر وضعیت یې اندېښنه ښودلې ده. هلته روان پرلت اوس پای ته رسېدلی.

د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر شهریار اپرېدی وایي، په بلوچستان کې مېشتو هزاره وګړو سره لوی ظلم شوی دی او حکومت دې سختو شېبو کې د دوی ترڅنګ ولاړ دی. ښاغلی اپرېدی د دوشنبې پر ورځ کوټه کې له هغو کورنیو سره خواخوږۍ ته ورغلی و چې غړي یې د تېرې جمعې پر ورځ په سبزۍ منډۍ کې ځانمرګي برید کې ووژل شول.

خو هلته راټولو هزاره مشرانو ویلي، دوی تمه درلوده چې لومړی وزیر عمران خان به پخپله د دوی لیدو ته ورشي.

د جمعې ورځې ځانمرګي برید پر ضد په کوټه کې د هزاره وګړو پرلت له درېیو ورځو راهیسې روان دی. په دې برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي وواو تر ۴۰ ډېر ټپیان وو.

د قربانیانو له کورنیو سره د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر ویلي، ځینې کړۍ غواړي چې پاکستان بې ثباته کړي، او په همدې موخه د دې هېواد وګړي د یو بل پر ضد، او ځینې وخت د حکومت او ادارو پر ضد پاروي.

د انځور حقوق EPA
Image caption شهریار اپرېدی له غمجنو کورنیو سره خواخوږۍ لپاره کوټې ته ورغلی و

د نوموړي په وینا، دا د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو برکت دی چې نن پاکستان خوندي دی، که نه نو د سوریې او نورو هېوادونو په برخلیک به اخته و. شهریار اپرېدي یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې حکومت به د هزاره وګړو امنیت خوندي کوي.

خو هلته ورټول خلک د کورنیو چارو د وزیر په ورتګ خوښ نه ښکارېدل او ګېله یې هم وکړه. د دوی مشرانو وویل، تمه یې درلوده چې د نیو زیلنډ د لومړۍ وزیرې په څېر به دلته هم عمران خان پخپله د دوی لیدو ته ورشي او د خپلو خلکو حال به یې وپوښتي.

هزاره مشرانو وویل، د ترهګرۍ پېښو کې تر دې دمه د دوی دوه نیم زره وګړي وژل شوي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو ضیاء الله لانګو هم هڅه کړې چې په کوټه کې د هزاره وګړو پرلت ختم کړي او په دې موخه یې له ګډونوالو سره خبرې هم کړې دي، خو هلته ور ټولو خلکو د پرلت له ختمولو انکار کړی دی.

د انځور حقوق .

ورته مطالب