''حیات اباد نښته کې پنځه وسله وال وژل شوي، چاودنه کې کور نړېدلی''

Image caption چارواکي وايي، د باروتو چاودنې له کبله هغه کور نړېدلی چې وسله وال پکې پټ وو.

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې چارواکي وايي، حیات اباد سیمه کې د امنیتي ځواکونو هغه عملیات ۱۱ ساعته وروسته پای ته رسېدلي، چې یوه کور کې د پټ شویو وسله والو خلاف تېره شپه پیل شوي وو.

چارواکي وايي، د پولیس یو سرتېری هم نښته کې وژل شوی دی. د پاکستان پوځ له لوري یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه کور کې پنځه وسله وال وژل شوي، چې پر امنیتي ځواکونو یې ډزې کولې.

د ځايي پولیسو په وینا وژل شوي وسله وال د خیبر ضلعې تخته بېګ اوسېدونکي دي. د بي بي سي خبریال عزیزالله خان وايي، کور کې له باروتو ډک موټر سایکل هم و چې د شنډولو پر مهال یې چاودنه کړې او ټول کور نړېدلی دی.

Image caption د کور پر دیوالونو د مرمیو نښې له ورایه ښکاري او دروازې، کړکۍ یې له چوکاټه وتلي دي

چارواکي وایي چې وسله والو په نښه شوی کور له تېرې میاشتې راهیسې کرایه کړی و. دې عملیاتو کې د یوه پولیس د وژل کېدو او د دوو پولیسو د ټپي کېدو خبره هم کېږي.

امنیتی ځواکونو له بېګا راهیسې د حیات اباد فېز ۷ سیمه کې په یوه کور کې شکمن وسلوال کلابند کړی وو.

د بي بي سي خبریال عزیزالله خان وایي، پر پولیسو سربېره ملېشه او پوځ هم دې عملیاتو کې برخه درلوده. پولیس وايي، کله چې په دې کور کې یې د وسله والو د شتون رپوټ ترلاسه کړ نو سملاسي یې سرتېري سیمې ته واستول.

د انځور حقوق UMAR FAROOQ
Image caption پولیسو د کور شاوخوا درې کوڅې هم کلابند کړې دي.

د چارواکو په وینا، کله چې تېره شپه امنیتي ځواکونه دې کور ته نږدې شول، وسله والو پرې ډزې وکړې، چې له امله یې یو پولیس ووژل شو.

له دوه اړخه ډزو وروسته نور امنیتی سرتېري هم سیمې ته ورسېدل او دا کور یې کلابند کړ.

پېښور کې یو ځايي خبریال له بي بي سي سره خبرو کې وايي، چې پولیسو د حیات اباد فېز ۷ کې د دې کور شاوخوا درې نورې کوڅې هم کلابند کړې وې.

د پولیسو د عملیاتو له امله د شاوخوا کورونو شیشې هم ماتې شوې دي.

د انځور حقوق Aftab Ahmed Khan

تر دې دمه د وسله والو په اړه څه نه دي ویل شوي چې څوک دي او په کومه ډله پورې اړه لري.

د سیمې خلکو پر خواله رسنیو لیکلي چې ټوله شپه د نښتې له ځایه د ډزو غږونه اورېدل کېدل او وضعیت نا څرګند و. د حیات اباد فېز ۷ سیمه د خیبر قبایلي سیمې سره پر پوله پرته ده.

حیات اباد د پېښور نسبتاً امنه او شتمنه سیمه بلل کېږي، چې د پښتونخوا د ګڼ شمېر سیمو خلک او همدا رنګ زرګونه افغان کډوال هم پکې مېشت دي.