نړۍ کې اول ځل په درې ګوټي چاپګر سره انساني زړه جوړول

اسراییلي پوهان وايي، د نړۍ لومړی بیالوجیک درې ګوټی( 3D) زړه یې جوړ کړی، چې تراوسه نه و جوړ شوی.

د تل ابیب پوهنتون د ساینسپوهانو دا ډله وايي، چې په درې ګوټي چاپګر سره یې نه یوازې دا زړه بلکې د هغه لپاره ژونکې یا حجرې او رګونه هم جوړ کړي دي.

دا زړه د سوی د زړه په اندازه وزن لري.

اسراییلي پوهان دا زړه طبي برخه کې داسې اوڅار پرمختګ بولي چې د زړه عملیاتو راتلونکي ته بدلون ور کولی شي.

* مینتوب کې پر زړه او مغز څه تېرېږي؟

* د زړه عمر او د زړه روغتیا تر منځ تړاو

د دې څېړنډلې مشر تال دویر وايي، دا مینیاتوري زړه په نړۍ کې د خپل ډول اولنی زړه دی:

"د درې ګوټي چاپګر لپاره داسې غوړو ژونکو سره جوهر جوړ شو، چې د ناروغانو له بدن د ژونکو د تولید لپاره، د خېټې او زړه دهلیز د وینې رګونو نه اخیستل شوي و."

د ښاغلي دویر په خبره، له دې مخکې هم د زړه درې ګوټی چاپ شوی، خو انساني ژونکې او رګونه یې نه لرل.

د انځور حقوق AFP

که څه هم اوس خوب بلل کېږي، خو پوهان هیله من دي چې یوه ورځ داسې زړه جوړوي چې له انسان سره به پیوندېدلی شي.

خو د کارپوهانو په خبره، په درې ګوټې ټیکالوجۍ سره د پیوند لپاره د کار وړ درې ګوټي زړه د جوړولو په لار کې ډېر خنډونه او ننګونې شته.

خو د کارپوهانو په خبره، د داسې درې ګوټي زړه د جوړولو په لار کې ډېر خنډونه او ننګونې شته په درې ګوټې ټیکالوجۍ سره پیوند شي او کار وکړي.

د اپرېل پر ۱۵ درې ګوټي چاپګر سره د زړه جوړولو خبر د پوښښ لپاره خبریالان هم تل ابیب پوهنتون ته بلل شوي وو.

د پوهانو بل ګام د داسې لارو چارو موندل دي چې دا جوړ شوي زړونه داسې وروزي ترڅو د ریښتوني زړه په څېر حرکت یا خوځښت ولري.

د انځور حقوق AFP

د تل ابیب پوهنتون د پوهانو دا زړه داسې ژونکې یا حجرې لري چې انقباض کوی شي، خو وینه نشي رسولی.

تال دویر وایي، راتلونکي پړاو کې چې ممکن یو کال وخت وغواړي هڅه کوي دا درې ګوټي زړونه په ژوو یا حیواناتو کې پیوند کړي.

هغه زیاتوي، ممکن راتلونکو لسو کلونو کې د بدن دغړو چاپګر د نړۍ غوره روغتونونو کې ولګول شي او د زړه د تولید او پیوند بهیر په دودیز ډول وشي.