منظور پښتین د پاکستان د سنا ځانګړې کومیټې سره وکتل

منظور پښتین د انځور حقوق SENAT OF PAKISTAN

د پاکستان د سنا یوې ځانګړې کومېټۍ د سه شنبې پر ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپښتین او ملګري یې د کومېټۍ غونډې ته ور بللي وو او د دوی غوښتنې يې اورېدلې دي.

د غورځنګ مشر منظورپښتین تر دې غونډې وروسته له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دا لیدل يې د خبرو اترو برخه نه وه، بلکې یواځې يې د پاکستان د سنا له یادې کومېټۍ سره خپلې غوښتنې شریکي کړې.

''د سناتورې ستاره ایاز او د سنا کومېټۍ په بلنه موږ دې غونډې ته ورغلو او هلته مو د غورځنګ غوښتنې د دوی مخې ته کښېښودې. ''

ایا منظور پښتین سره عکس اخیستل جرم دی؟

منظور پښتین: د پښتنو وطن د ترهګرۍ په پلمه لوټل شوی

منظور پښتین: زموږ یوه غوښتنه هم تر اوسه نه ده منل شوې

دا لومړی ځل دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان پارلمان ودانۍ ته ورغلی او هلته يې د سنا د دغې ځانګړې کومېټۍ په غونډه کې ګډون کړی.

د پاکستان د سنا له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د یادې کومېټۍ د مشر بېرسټر سیف له خولې ویل شوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو د هواري لپاره به جدي ګامونه اخلي او یاده غونډه يې یو تاریخي ګام بللی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، دې غونډې درې ساعته دوام درلود، چې په کې د کومېټۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو خپل نظرونه وړاندې کړل. له منظورپښتین سره په دې غونډه کې د پاکستان د ملي اسمبلۍ او غورځنګ غړي محسن دوړ، خان زمان کاکړ او کاکا شفیع ترین هم ګډون کړی و.

خبرپاڼه د سناتور بېرسټر سیف له خولې مخکې لیکي، چې د پښتنو په کلتور کې د ډېرو لویو ستونزو حل د جرګې یا خبرو اترو له لارې کېږي او د یادې کومېټۍ غونډه به هم د غورځنګ او حکومت ترمنځ د یوه پله کردار ولوبوي او د غورځنګ ستونزې به هوارې کړي.

د انځور حقوق ALI WAZIR
Image caption تېره یکشنبه پښتون ژغورنې غورځنګ میرانشاه کې احتجاجي غونډه وکړه

د پاکستان د سنا د یادې ځانګړې کومېټۍ غونډې خبر یو شمېر پاکستانیو رسنیو هم خپور کړی او ډېری و لومړی ځل د منظورپښتین نوم او عکس خپور کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپښتین او ملګري يې په داسې حال کې د پاکستان د سنا دې کومېټۍ ته ور بلل شوي، چې تېره یکشنبه يې د شمالي وزیرستان به مرکز میران شاه کې لویه ولسي غونډه کړې وه.

که څه هم د پاکستان د حکومت له لوري بیا بیا ویل شوي، چې دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرتابه سره خبرې کوي او د دوی غوښتنې هوارول غواړي، خو ددې په ځواب کې غورځنګ بیا بیا ویلي، دوی به خبرې اترې له هغو خلکو سره کوي، چې د پاکستان اصل واکمن دي.

اړونده مطالب