د سوالګرۍ لپاره له قبر د ماشوم د مړي ايستل

سوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د پنجاب صوبې لاهور کې پولیسو داسې کس نیولی چې د نوزېږي ماشوم مړی یې له قبر اېستلی. نوموړي غوښتل چې دا مړی د سړک په غاړه کېږي او ور سره خیرات ټول کړي.

د لاهور د بادامي باغ د پولیسو یو مشر سهیل کاظمي بي بي سي ته وايي، د دې سیمې د شجاع الرحمن له واده اوه کاله وروسته د هغه کور کې ماشوم وزېږېد او سملاسي مړ شو.

کله چې دا ماشوم ښخوي، کورنۍ او خپلوان یې له هدیرې ستنېږي، خو په سبا قبر ته راځي چې ګلان پرې وغوړوي، مګر ویني چې قبر سپړل شوی او مړی نشته.

کورنۍ فکر کوي چې ځنګلي ژوو به دا کار کړی وي، خو بیا هم ځايي تاڼه خبروي.

پولیس پلټنو کې داسې سړی نیسي چې په تخرګ کې ماشوم هم و رسره وي، چې ګوري ماشوم ژوندی نه بلکې مړ وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د پاکستان پنجاب کې د قبرونو سپړلو له امله ځینې کسان بندیان دي.

دا کس الیاس نومېږي او مسلکي سوالګر دی. دی وايي، کله چې خلکو دا مړی ښخاوه، دی هلته نژدې و، چې خلک له هدیرې لاړل، نو د شپې تیاره کې یې قبر وسپړه، په سهار یې غوښتل د بس تمځي ته یې یوسي او سوال وکړي.

پولیس وايي دغه ډول جرم کې ضمانت نه کېږي او که سړی مجرم ثابت شو، تر لسو کلونو بند پرې ختلی شي.

د پاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې د قبرونو سپړل او د مړو بې حرمتي کولو پېښې شته او پولیس وايي، د دا ډول جرمونو له امله یو شمېر کسان په مختلفو جېلونو کې بندیان دي.