بلوچستان: د سمندري ځواکونو په ګډون ۱۴ مسافر وژل شوي

د کراچۍ او ګوادر ترمنځ یوه سیمه د انځور حقوق AFP
Image caption د کراچۍ او ګوادر ترمنځ یوه سیمه

له پاکستانه خبرونه وايي، د بلوچستان ایلات ګوادر سیمې اړوند اورماړه کې نا مالومو وسله والو له کوټې نه کراچۍ ته د تلونکو مسافرو بسونه درولي او ۱۴ کسان یې ترې بېولي او وژلي دي.

د پاکستان سمندري ځواکونو ویاند ویلي، په وژل شویو کې د سمندري ځواکونو سرېري هم دي. اټکل دی چې دغه کسان په رخصتۍ وو.

د اورماړې سیمې یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، پېښه د پنجشنبې په شپه د هنګول سیمې اړوند بزي پاس سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په دې سیمه کې نامالومو وسله والو څلور- پنځه بسونه درولي دي، مسافر یې ترې راکوز کړي او د دوی د شناختي کارډونو له کتلو وروسته یې هغوی لیرې بېولي دي.

ځینې رپوټونه وايي، بریدګرو د امنیتي کسانو جامې اغوستې وې او مسافرو ته یې ویل چې ګني دوی امنیتي ځواکونه دي.

د ټولو وژل شویو مړي د اورمړې سیمه ییز روغتون ته وړل شوي.

رپوټونه وايي، له برید وروسته، بریدګر غرنۍ سیمې ته تښتېدلي او هلته اوس د امنیتي ځواکونو له خوا د دوی پراخ لټون روان دی.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤولیت کومې ډلې یا چا نه دی منلی، خو وړاندې د ځینو ورته پېښو مسؤولیت د بلوڅ بېلتونپالو وسله والو ډلو منلی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له برید وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې د بریدګرو لټون پیل کړی، خو بریدګر غرنۍ سیمې ته تښتېدلي

اورماړه کراچۍ ته څېرمه د بلوچستان ساحلي ګوادر سیمې اړوند ولسوالي ده. د سمندرغاړې پر دې لویه لار د کراچۍ او ګوادر ترمنځ هلته موټر چلول کېږي.

د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال د اورمړې دا پېښه غندلې ده، چې په وینا یې په پېښه کې ځینې بهرنۍ کړۍ ښکېلې دي.

ورته مطالب