عمران خان: د پاکستان او پوځ پر ضد د خلکو پارول ګټه نه لري

عمران خان او منظور پښتین د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، د قبایلي سیمو په مسایلو پوهېږي او په وینا یې حل یې یې یوه ننګونه ده. نوموړي د جمعې پر ورځ اورکزی ضلعې کې د سیمې خلکو ته وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یادونه وکړه.

لومړي وزیر عمران خان وویل:

"پي ټي ایم د پښتنو د ستونزو خبرې کوي، دوی د قبایلو د مشکلاتو خبره کوي، دوی سمه خبره کوي او دا هغه خبرې دي، چې زه یې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې کوم. ''

خو عمران خان زیاته کړه چې غورځنګ په کومه لهجه خبره کوي، 'هغه د پاکستان لپاره ښه نه ده. ' نوموړي وویل، 'د خپل پوځ پر ضد د هغو خلکو پارول چې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، ښه چاره نه ده. '

عمران خان وايي، 'زه پوښتنه کوم چې د پاکستان او پوځ پر ضد د خلکو پارول څه ګټه لري؟ '

پښتون ژغورنې غورځنګ میرانشاه کې احتجاجي جلسه وکړه

پاکستان پوځ ولې 'خپل زلمی' د نورو لاسپوڅی بولي

لومړي وزیر زیاته کړه، 'اصل ننګونه د خلکو ځای پر ځای کول دي، نه د خلکو پر زخمونو مالګې شیندل او د حل نه وړاندې کول. '

ښاغلي خان ژمنه وکړه، چې د خیبر پښتونخوا حکومت به د قبایلي سیمو ستونزو په هوارولو کې بشپړه مرسته وکړي او د دوی کاروبارونو او ژوند چارو په بیا پیل کې به ورسره همکاري وکړي.

عمران خان ویلي، له نن نه ۲۰ کاله مخکې هم قبایلي سیمو ته د دې لپاره تللی و، چې کتاب پرې ولیکي. نوموړي ویلي:

"زه په ټوله سیمه کې وګرځېدم او کله چې دلته د ترهګرۍ پر ضد مبارزه پیل شوه، زه لومړنی سیاستوال وم چې د سیمې په اړه مې معلومات درلودل او ویل مې چې د امریکا په وینا باید پاکستانی پوځیان قبایلي سیمو ته و نه لېږل شي."

ښاغلي خان ولسي غونډې ته وویل، 'ما ځکه داسې ویل چې د قبایلي سیمو خلک زموږ پوځیان بلل، خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې د هغه وخت واکمنو قبایلي سیمې په اړه معلومات نه درلودل، نه د سیمې له دود، دستور سره بلد وو، ځکه د بهر خلک له هغې ورانۍ ویجاړۍ خبر نه شول، چې دلته رامنځته شوه. '

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمران خان وايي، د پي ټي ایم خبرې سمې خو لهجه یې سمه نه ده

نوموړی وايي:

''ما پرلپسې دا خبره کوله. دې کې د پاکستان پوځ لاس نه و، بلکې د هغه واکمن لاس و، چې د امریکا په خبره یې دلته پوځیان واستول."

هغه زیاته کړه:

"زه پوهېږم خلک له دې ځایه کډوال شول، له ستونزو سره لاس او ګریوان شول، زه قبایلي سیمو ته ځم ځکه د پاکستان هیڅ لومړي وزیر ته زما غوندې د قبایلي سیمو معلومات نه شته. زه تاسې ته ډاډ درکوم چې پاکستان به ستاسې قربانۍ هیرې نه کړي او تاسې سره به مرسته وکړي."

اړونده مطالب