کوټه کې د رنګارنګ ګلانو نندارتون
د بلوچستان مرکز کوټه کې د پسرلي د ګلانو نندارتون جوړ شوی، چې د ښار له مختلفو سیمو پکې ګلان اېښودل شوي او خلک ور مات دي.
د نندارتون موخه له بڼوالۍ او روغې سټې سره د خلکو لېوالتیا زیاتول دي.
دا نندارتون د ځنګلونو ادارې د دریو ورځو لپاره جوړ کړی.
د بلوچستان وزیر اعلی جام کمال خان وايي، ۹ کاله وروسته دغه سیمه کې دا ډول نندارتون د خوښۍ خبره ده.
نوموړی وایي، اداره به یې د ګلانو د کر کیلې برخه کې هڅه وکړي چې ور سره له دې لارې خلکو ته د کاروبار لار جوړه کړي.
وکیله نورین فاطمه وایي، چې دا نندارتون ډېره خوشاله کړې ده.
نوموړې وايي، وکالت ټوله ورځ بوخته او ستړې کړې وي، خو د دې ښکلو ګلانو لیدلو سره یې زړه باغ باغ شو.
نندارتون ته راغلی ماشوم د بڼوال لاس کې د خپلې خوښې ګل ته ګوري.