د قصه خوانۍ د وژل شویو پوښتنه به له چا کېږي؟

د انځور حقوق INP
Image caption میټکاف د مظاهره کوونکو مخنیوي لپاره زرهپوشونه وغوښتل چې یوه یې په لاره کې ۱۴ کسان لاندې کړل

د اپریل پر ۱۳ مه نېټه د هندوستان جلیانواله باغ سیمه کې د پخوانیو انګریز واکمنو په لاس د ځايي اوسېدونکو ډلې ییزې وژنې پېښه سل کلنه شوه.

په همدې مناسبت دغه خونړۍ پېښه ډېره یاده شوه، له برتانیا د بښنې غوښتنه هم وشوه او د هغه وخت انګریز افسر جنرال ډایر دغه اقدام سخت وغندل شو.

له جلیانواله باغ پېښې وروسته جنرال ډایر جبراً تقاعد شو، خو له جلیانواله پېښې ۱۱ کاله وروسته انګرېزانو یو ځل بیا د پېښور په قصه خوانۍ کې پر ملکي کسانو د ټوپکو باړونه وچلول.

د قصه خوانۍ ډله ییزې وژنې امر ورکونکی اوبرای مېټکاف نه یوازې دا چې له هغې پېښې وروسته هم واکمن برتانوي حکومت کې دنده درلوده، بلکې ۱۹۳۹ کال کې د بلوچستان عالي کمشنر وګومارل شو او د (سر) په ګډون ځینې القابات هم ورکړل شول.

پېښه داسې وه چې د ۱۹۳۰ کال د اپریل پر ۲۳ مه انګریزانو د عدم تشدد تحریک سر لاری او له انګریزانو د هند ازادۍ غوښتونکی مبارز خان عبدالغفار خان چې په باچا خان مشهور و، ونیو.

هغه وخت له نیول کېدو یوازې یوه میاشت مخکې باچا خان د خدايي خدمتګار تنظیم بنسټ ایښی و. خدايي خدمتګاران د پېښور په قصه خوانۍ کې باچان ته منتظر وو، چې د نیول کېدو خبر یې خپور شو او پلویان یې هملته سره یو ځای شول.

د انځور حقوق SOCIAL MEDIA
Image caption د ۱۹۳۰ کال د اپریل پر ۲۳ مه انګریز واکمنو د عدم تشدد سر لاری باچا خان نیولی و

د پېښور مرستیال کمشنر په توګه میټکاف له مظاهره کوونکو خدايي خدمتګارو وغوښتل چې سیمه پرېږدي، خو هغوی یې خبره و نه منله او میټکاف زرهپوشونه سیمې ته وغوښتل.

په سرعت سره د ښار پر لور روانو دغو ګاډو کې یوه ۱۴ کسان لاندې کړل او پاریدلو مظاهره کوونکو ګاډي ته داسې حال کې اور ورته کړ چې انګریزان پکې ناست وو.

سر میټکاف سرتېرو ته پر مظاهره کوونکو د ډزو امر وکړ. د انګریز پوځ 'ګړهوال رایفلز' نومې ډلګۍ له ډزو کولو انکار وکړ، خو سر میټکاف نور پوځیان رامخکي کړل.

د هغې پېښې عیني شاهدان وايي، انګریزانو فکر کاوه، د یو څو کسانو له ویشتلو وروسته به نور مظاهره کوونکي وتښتي، خو چې د مخې کتار خدايي خدمتګار د مرمیو له لګېدو وروسته پر ځمکه غورځیدل، نورو یې ځای نیو او رامخکې کېدل.

ویل کېږي، هغه کرۍ ورځ مرمۍ ورېدې.

هغه وخت اولف کېرو د پېښور عالي کمشنر و چې پېښور به یې خپل کور او ځان یې د پښتنو تر ټولو لوی خواخوږی باله. وروسته کېرو د صوبې ګورنر شو، له باچا خان سره یې دوستي وکړه او (د پټهانز) په نامه یې مشهور کتاب ولیکه، خو ۷۰ مه لسیزه کې له بي بي سي سره خبرو کې کېرو د قصه خوانۍ د پېښې په اړه یوازې دومره وتوانید ووايي:

''هغه عملیات په سمه توګه مدیریت نه شول.''

کېرو په هغه مرکه کې وویل، چې کله دی له دفتره ووت مظاهره کوونکي یې د ښار په لارو کوڅو کې ولیدل او نژدې ۱۵ کسان وژل شوي وو، خو د ورستیو دولتي شمېرو له مخې په هغه پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي وو، چې ځايي سرچینو بیا هغه وخت ویل چې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي.

د انځور حقوق Inp
Image caption ویل کېږي د رایل ګړهوال په نامه د پوځي ډلګۍ سرتېرو پر خدايي خدمتګارو له ډزو ډډه وکړه، خو میټکاف نور پوځیان رامخکې کړل

د کېرو نیمګړي معلومات ځکه د حیرانۍ وړ دي چې له وارخطایۍ وروسته یې خپله مړي په ګاډو کې د خښولو لپاره لېږلي وو. د 'پټهان ان ارمډ' لیکواله موکولیکا بینر جي وايي:

"ښکېلاک ګر نظام د وژل شویو خلکو شمېر کې خورا لوی دروغ ویلي، خو دوی د داسې حالت لپاره چمتو نه وو او د پښتنو غونډې ته په کتو سره انګریزانو ګومان کاوه، چې تشدد به هرو مرو رامنځته کېږي، البته دا ډېره مهمه خبره ده، چې تر دې حده له پاروول کېدو وروسته هم خدای خدمتګارو د عدم تشدد لاره نه پرېښوده.''

۱۹۹۰ کال کې د باچا خان زوی او مشهور شاعر خان عبدالغني خان له بي بي سي سره مرکه کې د هغې پېښې په تړاو وویل چې دوو خدايي خدمتګارو په پټه زندان کې له باچا خان سره لیدلي وو. باچا خان هغوی له غچ اخیستو منع کړل او دوی ته یې وویل چې د هند په لر او بر کې له مسلمانو مشرانو مرسته وغواړي. غني خان وايي:

''هیچا مرسته و نه کړه، یوازینی سیاسي مشر ګاندهي جي و، چې زموږ تر څنګ ودرېد. ''

Image caption د قصه خوانۍ کوڅو کې د وینو ډنډونه ولاړ و، چې د انسانانو مړي پکې پراته وو

د قصه خوانۍ پېښې په تړاو د هندي مسلمان سیاسي مشرانو بې غوري د دې لامل شوه چې خدايي خدمتګار او د دوی سیاسي تنظیمونه د مسلم لیګ ګوند پر ځای د هند کانګریس سیاسي ملګرتیا وکړي.

د عوامي نېشنل ګوند پخوانی سناتور او د پښتنو حقونو فعال افراسیاب خټک وايي، د خدايي خدمتګار تحریک بنسټ د ټولنیزو اصلاحاتو رامنځته کولو لپاره ایښوول شوی و، خو د قصه خوانۍ له پېښې وروسته د پښتنو قام پرستۍ سیاسي بڼه خپله کړه او دوی په ټول قوت سره د خپلواکۍ جګړې ته ووتل. افراسیاب خټک وايي:

''انګریزانو هڅه وکړه هغې پېښې ته د ترهګرۍ او بغاوت رنګ ورکړي، خو وروسته چې حقیقت څرګند شو، خلکو ته معلومه شوه چې انګریزانو د خپلې واکمنۍ ټینګښت لپاره څومره ظلم کړی دی.''

د باچا خان کتاب 'زما ژوند او جدوجهد' کې راغلي چې له دې پېښې یوازې یوه میاشت وروسته د مردان ټکر سیمه کې برتانوي افسرانو د خپل یوه ملګري افسر وژنې غچ اخیستو لپاره ۷۰ خدايي خدمتګار ووژل.

د ۱۹۳۱ کال اګست کې د بنو اتي خېلو کې د انګریزانو حکم خلاف خلکو یوه میدان کې غونډه وکړه او لږ تر لږه ۷۰ کارکوونکي د حکم نه منلو سزا په توګه ووژل شول.

Image caption د پېښور مرکزي برخه کې چوک یادګار د قصه خوانۍ پېښې قربانیانو ته منصوب دی

مورخه عایشه جلال وايي، که برتانیا بښنه هم وغواړي د ماضي شوي ظلمونه نه اصلاح کېږي. له بي بي سي سره خبرو کې نوموړې وايي:

''نړیوال باید ومني چې د بشریت پر ضد جنایتونه د زغم وړ نه دي او ژمنه به کوي چې دا به نه تکراریږي.''

عایشه جلال وايي، په سامراجي تاریخ کې د دغسې پېښو هېرول معمول دی:

''دغه پېښه د هند خپلواکۍ مبارزه کې مهمه او د پښتنو قام پرستۍ په تاریخ کې پرېکنده ده، خو په نړیواله کچه د قصه خوانۍ یا جلیانواله باغ غوندې پېښو ته هغسې اهمیت نه ورکول کېږي، چې باید ورکړل شي.''

البته افراسیاب خټک بیا وايي چې ''بشریت د خپل اخلاقي ریکارډ سمولو لپاره ځینې اقدامات کوي او زه فکر کوم برتانیا باید د دغسې جرمونو په تړاو بښنه وغواړي.''

اړونده مطالب