پېښور کې د ګوزن ضد واکسین خلاف 'دسیسه'

د سې شنبې پر ورځ خېبر ټيچینګ هسپتال یوه اعلامیه کې وویل، چې دوی ته ۷۰۰۰ ماشومان ورغلي چې له لومړنۍ طبي مرستې وروسته کورونو ته استول شوي دي. د انځور حقوق EPA
Image caption د سې شنبې پر ورځ خېبر ټيچینګ هسپتال یوه اعلامیه کې وویل، چې دوی ته ۷۰۰۰ ماشومان ورغلي چې له لومړنۍ طبي مرستې وروسته کورونو ته استول شوي دي.

د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور پولیسو د هغو ۱۲ کسانو خلاف دوسیه ثبت کړې او یو کس یې نیولی چې د دوی په وینا د ګوزڼ (پولیو) کمپاین خلاف یې ګنګوسې خپرې کړې او پر دولتي تجهیزاتو یې برید کړی. پاکستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین اړوند بابر عطا وايي، تورن کسان به ژر ونیول شي.

پېښور ښار ته څېرمه بډا بېر سیمه کې د دوشنبې پر ورځ سلګونو کسانو د پولیو واکسین کمپاین کې د ماشومانو وژل کېدو یا بې هوښه کېدو له ګنګوسو وروسته پر یوه روغتیايي مرکز برید کړی، هلته یې ورانکاري کړې او د مرکز یوې برخې ته یې اور اچولی و.

د بي بي سي خبریال رفعت الله اورکزی وايي، وروسته په ښار کې هم داسې ګنګوسه خپره شوه چې ګواکې ماشومانو ته تاریخ تېر واکسین ورکړل شوي دي او له هغه وروسته هغو کسانو له ۲۰۰۰ ډېر ماشومان روغتونونو ته ولېږدول چې د واکسین څاڅکې ورکړل شوي وو.

د ښار سړکونه روغتونونو ته د ګڼو روانو کسانو له کبله تر ساعتونو پورې له خلکو او ګاډو ډک وو. د چارواکو په وینا سیمه کې له ځینې جوماتونو په دې تړاو اعلان وشو چې وېره یې نوره هم ډېره کړه.

وروسته د سې شنبې پر ورځ خېبر ټيچینګ هسپتال یوه اعلامیه کې وویل، چې دوی ته ۷۰۰۰ ماشومان ورغلي چې له لومړنۍ طبي مرستې وروسته کورونو ته استول شوي دي. د روغتون اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه ټول ماشومان روغ رمټ وو او مېندو پلرونو د ګنګوسو اورېدو له کبله روغتون ته بیولي وو.

وروسته په اسلام اباد کې د پلازمېنې اسلام اباد مرستیال کمشنر پر خواله رسنیو یوه پیغام کې وویل، د پېښور پېښې په ټول هېواد کې پر ګوزڼ مخنیوي پر کمپاین اغېز کړی. په پیغام کې دا داسې یوه هڅه وبلله چې (غواړي پاکستان ۲۰ کاله پخواني حالت ته وګرځوي.)

د دې تر څنګ پر خواله رسنیو داسې ویډیويي کلیپونه هم لاس پر لاس کېدل چې پکې د ګوزڼ مخنیوي واکسین له اخیستو وروسته د ماشومانو ناورغ کېدو ادعا کېده. په یوه ویډیو کې بیا یو سړی داسې حال کې لیدل کېږي، چې روغو ماشومانو ته د ناروغۍ تمثیل کولو لارښوونه کوي.

د دوشنبې پر ورځ ښاغلي عطا پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې دغه سړی نذر خان نومېږي چې نیول شوی دی او د نورو ګنګوسه خپروونکو نیولو هڅه کېږي. نوموړي له خلکو وغوښتل چې په دغو ګنګوسو پسې و نه ګرځي او دا چې د ګوزڼ واکسین خوندي درمل دي.

ګنګوسه څنګه خپره شوه؟

د ځايي پولیسو په وینا د بډا بېر په ماشوخېلو کې د دریو څلورو کلیو اوسېدونکو د روغتیا پر ځايي مرکز ورغلل. د بډا بېر پولیسو مشر ګران الله خان بي بي سي ته وویل، د سیمې یوه خصوصي ښوونځي له لس کلنۍ پورته ماشومانو ته واکسین ورکول کېدل چې ناڅاپه ګنګوسه خپره شوه چې د واکسین اخیستونکو ماشومانو روغتیايي وضعیت خراب شوی او درې ماشومان مړه شوي دي.

نوموړی وايي، ډېر ژر ګنګوسه په سیمه کې خپره شوه او کلیوال له سوټیو او څوباړو سره پر روغتیايي مرکز ورغلل. د عیني شاهدانو په خبره کلیوالو لومړي د مرکز کړکۍ ماتې کړې، ځینې دیوالونه یې ړنګ کړل او وروسته یې یوې برخې ته اور ورته کړ.

د انځور حقوق TWITTER/@BABARBINATTA

د چارواکو په وینا وروسته پولیس سیمې ته ورغلل او خلک یې وشړل.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمود خان تېره ورځ د پېښې په تړاو د سملاسي تحقیقاتو امر کړی. د روغتیا ایالتي وزیر هشام خان وايي د تحقیق لپاره یوه لس کسیزه کمېټه ټاکل شوې ده. د نوموړي په خبره د یوې دسیسې له مخې په ښار او شاوخوا کې دروغ ګنګوسه خپره شوې.

بل لور ته پېښور کې د بېړنیزو عملیاتو مدیر کامران اپریدی وايي، واکسین تاریخ تېر نه و، بلکې په وینا یې دا له هره پلوه خوندي درمل دي. نوموړی وايي د هغه ښوونځي انتظامیه چې ګنګوسه ترې خپره شوې، له مخکې د واکسین خلاف وو او له دوی سره یې مخکې هم شخړه کړې.

اړونده مطالب