پاکستان کې یو قیدي؛ عمر بند پوره کړی، خو لا هم بندي دی

د پښتونخوا د خیبر اوسېدونکی د وژلو په جرم ټول عمر بند سزا پوره کړې، خو بیا هم له بند خوشی شوی نه دی. وجه هم دا ښودل کېږي چې څوک له دغه بندي جرمانې اخیستلو ته تیار نه دي.

شاه فیصل ته د خیبر ایجنسۍ په باړه کې د قبایلي سیمو د قانون له مخې شپږ لکه روپۍ جرمانه او عمر بند سزا اورول شوې وه.

نوموړي نږدې کال مخکې بند پوره کړی او اوس جرمانه ور کوي، خو څوک یې نه ترې اخلي لامل یې هم له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو تړل بلل کېږي.

له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د تړلو له امله که ډېره ګټه شوې، خو په فردي ډول ځینې خلک له ستونزو سره مخ دي.

که دا د تړل کېدو پرېکړه څو میاشتې وروسته کېدی، له شاه فیصل به جرمانه اخیستل شوې او اوس به هغه ازاده فضا کې سا اخیستله.

* د کباب په مینه له اسلام اباد تر تورخم مزل

* مومند ایجنسۍ کې پوځ ۵۵ سلنه پوستې ختمې کړې

د شاه فیصل د مرستې لپاره اوس ځینې کسان لاس په کار شوي دي.

دوی کې وکیل خورشید خان هم دی. دا ډول هریپور جېل کې د مرګ او نشه يي توکو په جرم دوه بندیان هم د شاه فیصل مرسته کوي او له وکیل سره یې اړیکه نیسي.

یوه بله دیني مرستندویه اداره هم د انساني همدرۍ له مخې د جرمانې پیسې ور کوي، او اوس خبره د پېښور سترې محکمې ته رسېدلې ده.

له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو تر یوځایولو وروسته اوس اېف سي ار او قبایلي نظام ختم دی، خو نوموړي ته ۱۴ کاله بامشقته بند او شپږ لکه روپیو جرمانه د دې قانون له مخې ور کړل شوې وه.

شاه فیصل ته په داسې مهال دا سزه اورول شوې وه، چې شپاړس نیم کلن و، د خپل ژوند خورا مهم کلونه یې هریپور جېل کې تېر کړل او اوس نږدې دوه دېرش کلن دی.

Image caption شاه فیصل د خیبر اوسېدونکی دی او د قبایلي نظام له مخې سزا ور کړل شوې وه.

هیښوونکې دا ده چې له ټاکلې مودې یې ډېر بند تېر کړی، مګر جرمانې اخیستلو ته یې چارواکي تیار نه دي.

د شاه فیصل خان وکیل خورشید خان بي بي سي سره خبرو کې وايي، د پېښور ستره محکمه کې یې عریضه کړې چې دا جرمانه څنګه وسپاري.

د شاه فیصل پلار چې ملیشه کې خاصه دار و، څه مهال مخکې مړ شوی او ویل کېږي کوم ورور یا بل خپلوان نه لري چې خوشی یې کړي.

وېره ده چې د نوموړي د پیسو پرې کولو والا دیني مرستندویه اداره د جرمانې ځنډېدو له امله ممکن دا پیسې ور نه کړي، ځکه د هریپور څو بندیان د شاه فیصل سره همکاري کوي.

دوی کې یوه ته د مرګ سزا اورول شوې او اوس د مرګ په انتظار دی او بل هم د نشه يي توکو په جرمه نیول شوی، خو دواړو د شاه فیصل اړیکه له وکیل خورشید خان سره جوړه کړه او هغه هم اوس د پېښور محکمه کې منډې ترړې وهي.