جنرال غفور: د پښتون ژغورنې غورځنګ وخت پوره دی

غفور د انځور حقوق General Ghafoor Facebook
Image caption جنرال غفور پر پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ تورونه لګولي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر تورن جنرال اصف غفور ویلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ له بهرنیو استخباراتو سره اړیکي لري او نور به دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې خلک د پاکستان او د پاکستان د پوځ پر ضد وپاروي. جنرال غفور وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ وخت نور پوره دی.

خو نوموړي ټینګار وکړ چې د دې غورځنګ پر ضد به هېڅ ناقانونه ګام نه اخیستل کېږي او هر څه چې کېږي، د قانون په دایره کې به کېږي.

جنرال غفور د دوشنبې پر ورځ راولپنډۍ کې په یوه خبري ناسته کې کابو پنخلس دقیقې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه خبرې وکړې او پر دې غورځنګ یې بېلابېل تورونه ولګول.

نوموړي خبریالانو ته وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د خپلو جلسو لپاره د افغانستان ملي امنیت له ادارې او د همدا راز د هند د استخباراتو له ادارې (را) نه پیسې اخلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان پوځ ویاند وایي، غورځنګ له بهرنیو استخباراتو پیسې اخلي

ده ده په وینا، د پاکستان امنیتي ادارې له ډېرې مودې راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه څاري، او غواړي پوه شي چې له غورځنګ سره څومره پیسې دي او له کومه یې ترلاسه کړې دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بي بي سي سره خبرو کې د جنرال غفور دا ادعا رد کړه او ټینګار یې وکړ چې غورځنګ له هېڅ هېواده مالي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

د ښاغلي پښتین په وینا، د غورځنګ پر جلسو ډېر کم لګښت راځي او پلویان یې د چندې له لارې پخپله پوره کوي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چېرته د پاکستان پوځ د غورځنګ پر ضد کوم ګام پورته کوي نو د دوی غبرګون به څه وي، منظور پښتین وویل:

"موږ امن خوښوونکي خلک یو او هېڅ به هم نه کوو. خو ملګرو ملتونو ته دا وایو چې موږ د بشري حقونو خبره کوو. د پاکستان پوځ موږ سره د ترهګرو په لهجه خبرې کوي. باید دې لهجې ته یې پام وشي. خو موږ به هېڅ کله هم په تاوتریخوالي لاس پورې نکړو ".

ښاغلي پښتین زیاته کړه، پیسې پخپله د پاکستان پوځ له تولنې دنیا نه اخیتسې دي او د پښتنو پر خاوره یې په هماغو پیسو جنګونه پیل کړي، د ترهګرو د روزنې کمپونه یې جوړ کړي او پښتانه یې له خپلو سیمو بېځایه کړي دي.

Image caption د غورځنګ په جلسو کې ګڼ شمېر کسان ګډون کوي

جنرال غفور دوشنبه خبري غونډې ته وویل، له غورځنګ سره چې څومره نرمي کېدلی شوه هغه شوې ده، خو نور به ورسره نرمي نه کېږي.

نوموړي تور پورې کړ چې د غورځنګ د مشر منظور پښتین یو خپلوان په ۲۰۱۸ کال کې په کندهار کې د هند کونسلګرۍ ته ورغلی و او هلته یې له هندي چارواکو پیسې اخیستې وې.

نوموړي د غورځنګ د مشرانو د پوښتنې په توګه خبریالانو ته وویل:

"د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر ۲۲مه نېټه د افغانستان ملي امنیت ادارې تاسې ته د خپل پرلت د غځولو لپاره څومره روپۍ درکړې"؟

د جنرال غفور په وینا، د پښتون ژغورنې غورځنګ تېر کال په اسلام اباد کې خپل لومړنی پرلت هم د هندي استخباراتو په پیسو ترسره کړ. هغه پوښتنه وکړه چې د هندي استخباراتو پیسې په کومو لارو د غورځنګ جېبونو ته ورسېدې.

د انځور حقوق SENATE OF PAKISTAN
Image caption منظور پښتین څه موده وړاندې د پاکستان د سنا ځانګړې کومیټې سره کتلي وو

جنرال غفور دا ادعا هم وکړه چې په قندهار او جلال اباد ښارونو کې د هند کونسلګرۍ مشکوک فعالیتونه کوي، او تور یې پورې کړ چې د ۲۰۱۸ کال د می میاشتې پر ۸ نېټه جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ پر تورخم پوله د احتجاج لپاره پیسې ورکړې وې.

نوموړي راولپنډۍ کې خبریالانو ته وویل، د پاکستان پوځي چارواکو د غورځنګ په لومړیو ورځو کې ورسره خبرو ته کېناست، او د پوځ مشر نه غوښتل چې له غورځنګوالو سره سختي وشي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې پر غورځنګ دا ډول تورونه لګوي، خو غورځنګ بیا بیا د پوځ دا ادعاوې رد کړې دي.

ورته مطالب