د مومندو پېښه؛ اغېزمنه ښځه خپله کیسه کوي

  • 14 می 2019 - 24 غویی 1398
له پېښې وروسته ثنا اعجاز، بشرا ګوهر له نورو ښځو سره یو ځای د زیبا کور ته ورغلې د انځور حقوق SANA EJAZ
Image caption له پېښې وروسته ثنا اعجاز، بشرا ګوهر له نورو ښځو سره یو ځای د زیبا کور ته ورغلې

د خیبر پښتونخوا مومندو په ساپي تحصیل سیمه کې نژدې دوې اونۍ مخکې له یوې پېښې وروسته ځايي اوسېدونکو ادعا وکړه چې یوې کلیوالې ښځې د پاکستان ملېشه ځواک یو سرتېري له هغه وروسته په ډزو وواژه چې په وینا یې سرتېري په زور د دغې ښځې کور ته د ننوتو هڅه وکړه.

بل لور ته ځايي پولیس وايي، د پېښې په تړاو تحقیق کوي او تر اوسه پورې د واقعیتونو په اړه هیڅ نه شي ویلای.

هغې ښځې چې د کور مخې ته یې محمد شریف نومي سرتېری وژل شوی، له بي بي سي سره په پر دې موضوع خبرې کړې.

دغه ښځه وايي: "کوښښ کوم هغه له وېرې ترهې ډکه شپه هېره کړم، خو نه کېږي. د بد خوب غوندې مې په سترګو کې د هغې شپې حالت بیا بیا راګرځي. زوی او مېړه مې ښار کې مزدوري کوي. په هغه شپه کور کې له لور او نږور سره پاتې وم."

دا وايي "زموږ د سیمې خلک له پخوا راهیسې په مزدورۍ پسې ښارونو ته ځي. ټول کلیوال تر پلرونو او نیکونو پورې یو بل پېژني. هېڅوک د بل پت او عزت ته په سپک نظر نه ګوري، بلکې ټول یو ډول ګډ ژوند کوي او له یوه بل سره مرسته کوي."

د انځور حقوق SANA EJAZ
Image caption ښځه وايي، سرتېري هڅه کوله په زور یې کور ته ننوځي

هغه زیاتوي، 'د سیمې خلکو ته معلومه ده چې زموږ کور کې نارینه نشته او له همدې کبله نارینه د ورځې لخوا هم زموږ د کور خوا ته نه ګرځي، بلکې کلیوالې ښځې ځي راځي او که کومه اړتیا پېښه شي همدا ښځې راسره مرسته کوي، خو په هغه شپه چې څه پېښ شول، ما یې چېرې تصور هم نه و کړی. '

دغه ښځه وايي، 'د شپې ۱۲ بجې به وې چې د لاسي څراغ رڼا مې ولیده. فکر مې کاوه، څوک به پر لار تېریږي. لمونځ مې ادا کړ او د خوب لپاره څملاستم، چې کور ته مې د څه رالوېدو غږ واورید او د دروازې تر څنګ د یو چا د شتون غږ هم څرګند اورېدل کېده. په لوړ غږ مې پوښتنه وکړه، څوک؟

ځواب راغی، دروازه پرانیزه!

ورته و مې ویل، کور کې نارینه نه شته، دروازه نه پرانیزم."

ښځه وايي، 'پکار خو دا وه چې له دې وروسته دغه نارینه له دروازې مخکې تللای وای، خو هغه ګواښ وکړ چې دروازه ماتوم. '

ښځه ادعا کوي، 'له دې سره مې داسې غږونه تر غوږ شول، چې د دړې ځنځیر پرانیستلو کوښښ کوي. ما ورته وویل، وروره، د خدای لپاره داسې مه کوه، د ورځې لخوا راشه او که کوم کار دې وي، له هماغه ځایه ووایه او دې سره مې د فرصت موندلو لپاره ورته زارۍ پیل کړې. همدې شېبو کې مې لور او نږور پسې د یوې خونې دروازه وتړله او د کوټې بام ته وختم. '

د انځور حقوق SOCIAL MEDIA
Image caption د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې ښځې له ځانه د دفاع په خاطر سرتېری وژلی دی

دا وايي، 'له هغه ځایه مې د قران کریم او جرګې واسطه ورکړه، د خپلې بیوزلۍ مې ورته وویل، چې مېړه مې له خټګرو سره مزدوري کوي او زامن مې لاس ګاډۍ چلوي، نه یې د قران کریم پرواه کوله او نه یې زما زاریو ته کوم ځواب راکاوه، بلکې له بامه مې ولید چې له درشله د اوښتو کوښښ کوي.

دا وخت مې ورته وویل، چې داسې مه کوه، بیا مې ورته وویل، چې ښه، صبر وکړه، زه لاندې راځم او دروازه پرانیزم او دې سره مې مېړه ته ټیلیفون وکړ. مېړه مې د چارواکو شمېرې راکړې او هغوی ته مې ټیلیفون کې وویل چې یو حکومتي کس په زور کور ته راځي. له دې ټولو کسانو سره خبرو کې لس - پنځلس دقیقې وخت واوښت او دې کې له بامه لاندې انګړ ته ورسېدم. '

ښځه وايي، سړي پوځي یونیفورم نه و اغوستي، خو یوه خبره یې تکراروله چې د 'حکومت کس ' دی. دا وايي 'دغه وخت هغه بیا د دروازې له دیواله د اوښتو هڅه پیل کړه او زاریو یې پرې هیڅ اثر نه کاوه. '

دا وايي، 'پوهېدم چې اوس نو له دیواله را اوړي. د مور، خور او خدای، قران هېڅ واسطه او زارۍ نه مني، دا نو زما لپاره د پرېکړې وخت و او ما پرېکړه کړې وه.

زه ډېره ښه پوهېدم او راته معلومه وه، چې که د کور له دروازې دننه شو او د دروازې دې خوا ته وموندل شو، نو د دې معنا به څه وي؟ موږ ته به یې پایلې څنګه وي، او که له دروازې بهر وموندل شو، له دې به بیا څه ډول مفهوم اخیستل کېږي. '

دا وايي، 'که دا سړی له دروازې بهر موندل کېده، هر څوک پرې پوهېدل چې ګرم هغه دی او موږ مظلومان یو، خو که له دروازې دننه موندل شوی وای، بیا به زموږ خبره هیچا نه وه منلې. '

ښځه ادعا کوي، 'سړی جنون اخیستی و. لور او نږور مې له بهره لوره د خونې تړلې دروازه ډبوله. چیغې یې وهلې. زارۍ یې کولې چې بهر ته یې پرېږدم او په شریکه د بهر ولاړ سړي مخه ونیسو، خو داسې شونې نه وه. '

رپوټونو کې ویل شوي، نژدې دوې اونۍ مخکې په هغه شپه سړی د ټوپک په ډزو وژل شوی، خو د عدلي طب رپوټ تر اوسه نه دی راغلی.

له پېښې وروسته د سیمې خلکو څو ساعته احتجاج کاوه. دوی ویل د فرنټیر کور نومي امنیتي ځواک دغه سرتېری یوه کور ته ننوتی، د پېښې پر مهال کور کې نارینه نه وو او ښځې پر سرتېري ډزې کړې چې له کبله یې هغه وژل شوی دی.

د مومندو ضلع یوه افسر عبدالرشید له لوري د پولیسو په لومړني رپوټ کې ویل شوي، چې د مومند ضلعې په مامد ګټ سیدخان کور سیمه کې د سې شنبې او چارشنبې تر منځ شپه کې یوه بجه دغه پېښه شوې او درې نیمې بجې یې رپوټ ثبت شوی دی.

د بي بي سي یوې پوښتنې ته ځواب کې چې دغه رپوټ کې نه د ښځې یادونه شوې او نه هم دا ویل شوي چې سرتېري یوه کور ته د ننوتو هڅه کوله، دغه چارواکی وايي:

'څېړنه روانه ده، له موبایل ټیلیفونه به معلومات وشي، اوس هڅه کوو معلومه کړو چې ایا رښتیا یوه ښځه د ډزو کولو زړه کولای شي او یا څه بله کیسه ده، کېدای شي نور څوک هم په کې ښکېل وي. '

د انځور حقوق SOCIAL MEDIA
Image caption د سیمې اوسېدونکو له پېښې وروسته احتجاجي مظاهره وکړه

نوموړی افسر وايي، "د ښځې او احتجاج کوونکو د خبرو تر منځ تضاد دی. ښځه وايي چې د کور مخې ته یې چا امنیتي سرتېری وژلی دی."

چارواکي وايي، تر اوسه دې قضیه کې څوک نیول شوي نه دي.

د سیمې چارواکو بي بي سي ته ویلي، د پېښې پر شپه سیمه کې کوم پوځي عملیات نه وو او نه هم دوی بې اجازې کورونو ته ننوځي. د سرچینو په خبره له غوښتنې سره سم د وژنې اله بېرته نه ده سپارل شوې، خو د ښځې موبایل ټیلیفون بېرته ورکړل شوی دی.

د سیمې چارواکي پر خواله رسنیو هغه ادعا هم ناسمه بولي چې ګواکې د پېښې ځای کې دوه سرتېري وو چې یو یې په ټپي حالت کې تښتېدلی دی.

د ښځې کورنۍ ادعا کوي چې ټولو حکومتي چارواکو ورسره لیدلي دي او ډاډ یې ورکړی چې محاکمه کېږي به نه او سیمه کې به د دغسې نورو پېښو مخه نیسي.

دوی وايي، پر حکومتي ژمنو ډاډه دي، ځکه دغه ژمنې د سیمې مخورو جرګې په مخکې شوې دي.

اړونده مطالب