''قبایلي سیمو کې ځینې ماشومان په دولتي دندو ګومارل شوي وو''

  • 15 می 2019 - 25 غویی 1398
خیبر د انځور حقوق AFP

پاکستاني چارواکي وايي، پخوانیو قبایلي سیمو کې داسې زرګونه کسان شته چې عمرونه یې د دریو او لسو کلونو تر منځ دي، خو په دولتي دندو ګومارل شوي دي.

چارواکي وايي، د دغې سیمې لومړنیو او منځنیو دولتي ښوونځیو کې د حکومتي دندو لرونکو کسانو شمېر ۱۰ زره کسانو ته رسېږي، چې تر ۲۰ سلنې پورې یانې نژدې دوه زره کسان په کم عمرۍ کې پر دندو ګومارل شوي دی.

د ښوونې او روزنې ادارې یوه چارواکي په وینا له خیبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو له یو ځای کېدو مخکې پر دندو د دې کسانو ګومارلو لپاره جعلي اسناد چمتو شوي وو.

دغه چارواکی وايي، هلته داسې سلګونه دولتي پوستونه هم شته چې هېڅوک پرې کار نه کوي، خو معاشونه یې اخیستل کېږي.

ویل کېږي په اسنادو کې د ځینې دغسې کسانو عمر تقاعد ته رسېدلی، چې معاشونه یې په مستعارو نومونو اخیستل کېدل، خو اوس یې د تقاعد پیسو اخیستو لپاره څوک نه راځي.

د پاکستان اسمبلیو کې د پخوانیو قبایلي سیمو څوکۍ زیاتېږي

پاکستانۍ محکمې ته د قبایلي سیمې اوسېدونکې ښځې عریضه

د قبایلي سیمې ښځو ته به د رایې ورکولو زمېنه برابره شي؟

له خیبر پښتونخوا ایالت سره له یو ځای کېدو مخکې د قبایلي سیمو هغو ملکانو د خوښې یوه کس ته په هغو ښوونځیو کې دنده ورکول کېده چې د دوی پر شخصي ځمکه جوړېدل.

ویل کېږي په دې کې یو شمېر دندې د جعلي اسنادو له مخې ورکړل شوې دي.

د خیبر سیمې یوه ملک فیض الله جان بي بي سي ته وویل، هغه وخت دا یو حق ګڼل کېده:

''د ساتنې او څوکیدارۍ مسوولیت به هم د هغو کسانو و او د خلکو ګټې لپاره به یې یو نوکر هم ورسره ساتلو او هغه پخوانۍ ډېره ښه طریقه وه. ''

ځايي خبریال دلاور وزیر وايي، په پخوانیو قبایلي سیمو کې ځینې خلکو دوې پېژندپاڼې یا شناختي کارډونه هم ساتلي چې د جعلي دندو موندلو لپاره یې کارووي او ماشومان یې هم د همدې جعلي اسنادو پر مټ په دندو ګومارل شوي دي.

نوموړی وايي، په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو له شاملېدو سره د صوبايي حکومت لپاره د دې مسایلو په تړاو پلټنې کول هم یوه لویه ننګونه ده.

بل لور ته د خیبر سیمې یو خبریال فرهاد شینواری وايي، اوس حالت بدل شوی دی:

''اوس چې وړتیا لرونکي کسان ډېر شوي، ځینې قضیې په محکمو کې دي، شناختي کارډونه ډیجیټلي شوي، د ټولو دولتي ادارو کارکوونکو ته معاشونه د بانکونو له لارې ورکول کېږي، نو اوس به ممکنه نه وي، چې په جعلي اسنادو ماشومان په دندو وګومارل شي. ''

د تېر کال مې په میاشت کې د پاکستان اساسي قانون کې د یوه بدلون پر بنسټ قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا ایالت سره یو ځای شوې او هلته د انګریزانو د واکمنۍ مهال قانون ایف سي ار له منځه لاړ.

د نوي بدلون له مخې اوس دې سیمو ته د خیبر پښتونخوا ضلعې ویل کېږي او پاکستانیو محکمو او پولیسو فعالیت پیل کړی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب