پېښور: د ټولو روغتونونو ډاکټرانو ولې اعتصاب کړی؟

د پنجشنبې پر ورځ ټولو دولتي او شخصي روغتونونو کې ډاکټرانو اعتصاب کړی و د انځور حقوق DR. RIZWAN, PRESIDENT YDA
Image caption د پنجشنبې پر ورځ ټولو دولتي او شخصي روغتونونو کې ډاکټرانو اعتصاب کړی و

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د ډاکټرانو او حکومت تر منځ ناندریو زور اخیستی. د پنجشنبې پر ورځ ځايي ډاکټرانو ټولو دولتي او شخصي روغتونونو کې اعتصاب کړی و او حکومت بیا وايي 'اصلاحات ' به په هر حالت کې کوي.

یوه لوی ځايي روغتون کې د احتجاج پر مهال د روغتیا ایالتي وزیر او هغه د ساتونکو لخوا د یوه ډاکټر سره د زور زیاتي په اړه دواړو لوریو پولیسو ته رسمي شکایت کړی دی.

په دولتي روغتون لیډ‌ي ریډینګ هسپتال کې احتجاجي ډاکټران وايي، تر هغې یې چې ټولې غوښتنې نه وي منل شوې، دندې ته به حاضر نه شي.

په ظاهره داسې ښکاري چې د دغه حالت لامل د روغتیا وزیر هشام انعام الله او یوه ډاکټر مرستیال پروفیسر ضیاالدین تر منځ لفظي شخړه ده چې د ډاکټر د احتجاج پر بڼه د وزیر له غوسې پیل شوه او د یوه بل ګریوان ته په لاس اچولو سره پای ته ورسېده.

''خیبر پښتونخوا کې ځینې ډاکټران هم د پولیو واکسین مخالفت کوي''

پېښور: دوو افغان ماشومانو کې کنګو ویروس پېژندل شوی

د دغې پېښې ویډیويي کلیپ هم پر خواله رسنیو ډېر لاس پر لاس شو. خو ډاکټران د تحریک انصاف واکمن ګوند له لوري د روغتیا څانګه کې د اصلاحاتو لویو پرېکړو خلاف احتجاج کوي.

د ځوانو ډاکټرانو ټولنې مشر ډاکټر رضوان کنډي بي بي سي ته وویل، ''حکومت د نوي قانون په نامه غواړي ټول دولتي روغتونونه او کلینکونه خصوصي سیکتور ته وسپاري. ''

د انځور حقوق DR. RIZWAN, PRESIDENT YDA

د نوموړي په وینا، دوی ته د حیرانۍ خبره دا ده چې دغه قانون پټ ساتل کېږي، چې له کبله یې دوی سره اندېښنې ډېرې شوې دي. ویل کېږي حکومت پرېکړه کړې چې ټول ډاکټران په خپلو اړوند سیمو کې په دندو وګوماري او له همدې کبله ځینې ډاکټران نورو سیمو ته لېږل شوي دي، چې له کبله یې ډاکټران اندېښمن دي، خو ښاغلی کنډي وايي:

''داسې نه ده، ډاکټران په هر هغه ځای کې فعالیت ته چمتو دي، چې دوی ته پکې د اړوند وسایل او تجهیزات ورکړل شي. ''

بل لور ته د اطلاعاتو ایالتي وزیر شوکت یوسفزي له روغتیا سکرتر سره یوې ګډې خبرې غونډې ته وویل، ''د تحریک انصاف له حکومت سره د ډاکټرانو شمېر ډېر شوی، اسانتیاوې ډېرې شوې دي او حکومت اوس هم خبرو ته چمتو دی. ''

نوموړی وايي:

''اصلاحات به رامنځته کېږي، په دې اړه هېڅ جوړجاړی نه کېږي او که ډاکټران کومه ستونزه لري یا غوښتنې لري، حکومت چمتو دی، حل یې کړي. ''

د انځور حقوق DR. RIZWAN, PRESIDENT YDA

هغه زیاتوي '' ټول ماهر ډاکټران یوازې پېښور یا یوه نیم بل ښار کې دندې تر سره کوي او د صوبې نژدې ۳۰ نورو ضلعو یا ولسوالیو ته تلو ته چمتو نه دي، چې په وینا یې هلته ټولې اسانتیاوې شته او باید ډاکټران د انسانیت خدمت لپاره هلته فعالیت وکړي. ''

پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل حکومت په تېره دوره کې د روغتیا برخه کې اصلاحات پیل کړي، چې ډاکټران یې له پلي کېدو سره مخالفت کوي. روغتیا پالان تور پورې کوي چې د اصلاحاتو په نامه د روغتیا څانګه ورانه ویجاړه شوې او په روغتونونو کې د روغتیا لګښتونه ډېر شوي دي.

اړونده مطالب