د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله ثنا اعجاز وايي، په مرګ ګواښل شوې

ثنا اعجاز د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption نثا اعجاز له تېرو لسو کلونو راهیسې پېښور کې مدني او سیاسي فعالیتونه کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ 'پي ټي ایم ' مخکښې فعالې ثنا اعجاز پېښور پولیسو ته په یوه عریضه کې ویلي، چې نه یوازې د وژل کېدو ګواښونه ورته کېږي، بلکې په وینا یې یوه سړي تفنګچه هم ورته ونیوه.

نوموړې له بي بي سي سره خبرو کې وايي:

''له ډېرې مودې راهیسې د ټیلیفون له لارې ګواښونه راته کېدل، خو د ۲۰۱۸ کال جون کې یو سړی د لیدنې لپاره راغی او راته ویې ویل، پښتون ژغورنې غورځنګ پرېږده، که نه وژنو دي. ''

نوموړې وايي، ګواښونه یې هيڅکله جدي نه دي بللي، خو د مې میاشتې شپږمې او بیا ۱۱ مې پر ورځ ورته د تفنګچې نیول کېدو پېښې له کبله مجبوره شوه، پولیسو ته لیکلې عریضه ورکړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ کې ښځې: د ژوند حق غواړو

له چیغې تر غورځنګه؛ د پښتون ژغورنې یو کلنه مبارزه

د پښتون غورځنګ پښتنې پېغلې

بل لور د جمعې پر شپه پښتون ژغورنې غورځنګ هم پر خواله رسنیو نوموړې ته د کېدونکو ګواښونو مخنیوي لپاره یو کمپاین پیل کړی چې د ''ثنا اعجازه ته د ګواښونو مخه ونیسئ '' له هشټګ سره یې لاس پر لاس کوي.

د تحریک مشر منظور پښتین پر ټویټر پاڼه نثا اعجاز ته کېدونکي ګواښونه غندلي دي او په وینا یې 'پر پښتنه خاوره د ګواښونو له لارې د غلي کولو پالیسي پخوانۍ ده. '

د ثنا اعجاز له لوري پولیسو ته وړاندې شوې عریضه کې ویل شوي، چې د مې پر شپږم ماښام د ټیلیفون له لارې ورته د وژل کېدو ګواښ شوی دی.

په عریضه کې هغه شمېره هم یاده شوې چې ترې ټیلیفون شوی دی. ویل کېږي له دغې شمېرې سره د برتانیا کنټري کوډ ښکاري، خو نورې شمېرې یې له برتانوي شمېرو مختلفې او ډېرې دي.

ثنا اعجاز وايي، له دې ټیلیفون وروسته دوستانو او کورنۍ غړو د څو ورځو لپاره د اوسېدو ځای بدلولو مشوره ورکړه او څو ورځې یې یې بل ځای تېرې کړې.

نوموړې وايي، دغه راز د مې پر ۱۱ نېټه د پېښور ښار له حیات اباد سیمې د یونیورسټي ټاون سیمې پر لور روانه وه، چې په سره رنګه ګاډي کې یوه ناست سړي تفنګچه ورته ونیوه.

نوموړې له بي بي سي سره خبرو کې وویل، مبارزه یې د پاکستان اساسي قانون په دایره کې دننه ده او هېڅ غیر قانوني فعالیت یې نه دی کړی.

د انځور حقوق TWITTER

هغه وايي:

''هغسې چې زموږ د تحریک مبارزه د پاکستان اساسي قانون په دایره کې دننه ده، داسې زما مبارزه هم له قانون سره سمه ده او د پاکستان تابعیت لرونکې په توګه مې خوندیتوب قانوني حق دی. ''

۳۴ کلنه ثنا اعجاز له تېرو لسو کلونو راهیسې پېښور کې مدني فعالیتونه کوي.

نوموړې پښتون ژغورنې غورځنګ کې له ګډون مخکې د ځوانانو نېشنل سازمان مرستیاله مشره وه او د پښتونخوا ولسي تحریک په ګډون یې له بېلا بېلو مدني، ټولنیزو او سیاسي تنظیمونو سره تړاو درلود.

اړونده مطالب