نهه کلن وزیرستاني ماشوم څنګه نړیوال ریکارډ جوړ کړ؟

  • 17 می 2019 - 27 غویی 1398
رضوان مسید
Image caption رضوان مسید سویلي وزیرستان کې زېږېدلی او دېره اسماعیل خان سیمې ته کډوال شوی دی

د څلورم ټولګي نهه کلن زده کونکی دی، د کډوالۍ ستونزې یې ګاللې او د سویلي وزیرستان اوسېدونکی دی چې د لوبو لپاره په کې هېڅ پام وړ معیاري اسانتیاوې نه لیدل کېږي، خو رضوان مسید له دې هر څه سره هم د 'مارشل ارټ ' لوبو ډګر کې داسې ځلېدلی چې نوم یې د ریکارډونو ثبت تر نړیوال کتابه رسېدلی دی.

رضوان مسید په ۳۰ ثانیو وخت کې ۴۶ ځله ځای پر ځای چورلېدلی دی، چې نړیوال ریکارډ بلل کېږي او له همدې کبله د نوموړي نوم په ګینیز ورلډ ریکارډز کتاب کې ثبت شوی دی.

مارشل ارټ لوبو کې دې حرکت ته د 'هیلي کاپټر سپن ' یا چورلکې څرخ ویل کېږي او رضوان مسید په دغه کټګورۍ کې له هندي لوبغاړي پربارکر ایډي مخکې شوی دی.

هیلي کاپټر سپین نومي دغه ډول خوځښت کې لوبغاړی پر ځمکه له کېناستو وروسته پر یوه پښه څرخي او هغه لوبغاړی بریالی بلل کېږي چې تر نورو په ډېره چټکۍ سره وچورلېږي.

د وزیرستان ښځې: هم له پوځ هم له طالبانو ډار

د سویلي وزیرستان یوې افسرې د پېښور صدر بڼه بدله کړه

''وزیرستان کې پر موسیقۍ او اتڼ بندیز''

رضوان مسید له خپلې کورنۍ سره له جنوبي وزیرستانه په خپله سیمه کې د پوځي عملیاتو له پیله وروسته دېره اسماعیل خان سیمې ته کډوال شوی، په کرایه شوي کور کې اوسي او همالته یوه ځايي سپورتي کلب کې د مارشل ارټس تمرین کوي.

رضوان مسید وايي، روزونکي عرفان مسید ورسره ډېر زیار ایستلي او له همدې کبله وتوانید نړیوال ریکارډ په خپل نامه کړي.

رضوان مسید مخکې په یوه ځايي شخصي ښوونځي کې زده کړې کولې، خو د نړیوال ریکارډ له تر لاسه کولو وروسته د پېښور پوځي کور کمانډر له لوري 'ارمي پبلک ښوونځي ' ته لېږل شوی او هلته وړیا زده کړې تر لاسه کوي.

د رضوان مسید روزونکی عرفان مسید هم ۲۲ نړیوال ریکارډونه لري، چې ګینیز نړيوالو ريکارډونو منلي دي او ډېری یې د 'پوش اپس' برخه کې دي. دېره اسماعیل خان کې د نوموړي کلب کې ډېری هغه ماشومان روزل کېږي، چې له وزیرستانه دغه ښار ته کډوال شوي دي.

اړونده مطالب