خیبر پښتونخوا؛ د اختر ورځو کې پر هوایي ډزو بندیز

ماهرین په بازارونو کې د پلاستیکي وسلو پریمانه شتون د ماشومانو پر ذهن د ناوړه اغیز لامل بولي د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین په بازارونو کې د پلاستیکي وسلو پریمانه شتون د ماشومانو پر ذهن د ناوړه اغیز لامل بولي

خیبر پښتونخوا حکومت د اختر ورځو کې ټوله صوبه کې پر هوايي ډزو او دغه راز د ماشومانو لپاره د لوبو د وسلو پر پېر او پلور بندیز لګولی دی.

دې سره هممهاله پر خواله رسنیو هم د سیمې اوسېدونکو یو کمپاین پیل کړی چې پکې د لوبو وسلو پلورونکو ته د سختې سزا ورکولو غوښتنه شوې.

د پېښور ډپټي کمشنر دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د قانون ۱۴۴ مادې له مخې په پېښور کې د لوبو پر وسلو بندیز لګول شوی دی.

دغه بندیز د دوو میاشتو لپاره لګول شوی دی.

کابل کې ځانمرګي برید او هوایي ډزو مرګ ژوبله اړولې

د خوښیو ډزې، که وېره او وحشت خپرول

چارواکي وايي، د کوچني اختر پر مهال یې د هوايي ډزو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي یو کمپاین هم پیل کړی دی.

د انځور حقوق Getty Images

یوه ځايي چارواکي عمردراز خان بي بي سي ته وویل، په قانون کې د هوايي ډزو کوونکو لپاره لږه جریمه ټاکل شوې ده او له همدې کبله دوی غواړي د دغې چارې مخنیوي لپاره عامه پوهاوی ډېر کړي.

دسیمې بازارونو کې د لوبو وسلو پریمانه شتوالی او دغه راز له تاو تریخوالي د ډک سي ډي فلمونو پیر او پیر ته په ټولنه کې د تشدد ډېرېدو له لاملونو ګڼل کېږي.

اړونده مطالب