منظور پښتین: شمالي وزیرستان کې پوځ د غورځنګ پر پلویانو برید کړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښیتن بي بي سي ته ویلي، په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د غورځنګ پر پلویانو برید کړی دی. خو د پاکستان پوځ بیا ادعا کړې چې د غورځنګ غړیو د دوی پر پوستې برید وکړ، چې په ځوابي ډزو کې يې درې بریدکوونکي وژلي دي.

خو ښاغلي پښتین له بي بي سي سره خبرو کې بیا د پاکستاني پوځ دا ادعا رد کړه او ویې ویل، په سیمه کې له پوځ او "ښو طالبانو " پرته نور هېڅوک وسله نه لري، نو دا څنګه کېدلی شي چې د غورځنګ پلویانو دې پر پوځیانو برید کړی وي.

د رپوټونو له مخې پېښه د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې هغه مهال شوې چې د غورځنګ مشرانو علي وزیر، محسن دوړ او ډاکټر ګل عالم وزیر قافله له یوې پوځي پوستې تېرېدله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption منظور پښتین وایي په شمالي وزیرستان کې وسله یوازې له پوځ او ښو طالبانو سره شته

غورځنګ وايي، په دغه برید کې د دوی تر څلوېښتو زیات پلویان ژوبل شوي دي، خو د پاکستان پوځ هم بل لور ته ادعا کوي چې په برید کې د دوی پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د پاکستان امنیتي سرتېرو تردې پېښې وروسته علي وزیر او ډاکټر ګل عالم وزیر دواړه نیولي او په سیمه کې يې ګرځبندیز لګولی دی. د غورځنګ د بل مشر محسن دوړ ځای ځایګی تر اوسه نه دی څرګند، خو نوموړي له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې لاس یې برسېرن ټپي شوی دی.

د غورځنګ په خبره د ګرځبندیز له امله دوی نشي کولای چې ټپي شوي ملګري يې روغتون ته ورسوي.

د انځور حقوق TWITTER/@Aliwazirna50
Image caption نښته هغه مهال شوې چې د علي وزیر او محسن دوړ قافله له سیمې تېرېدله

په بنو کې ځايي خبریالانو د شمالي وزیرستان د صحت د څانګې مشر ډاکټر حمیدالله هغه وډيويي خبرې بي بي سي ته لېږلې، چې په کې نوموړی وايي، د میرانشاه ځايي روغتون ته يې اته ټپيان ور وړي، چې په کې د ځينو جراحي عملیات روان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه فعال احتشام افغان له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د دوی پر مشرانو نن یکشنبه هغه مهال د پاکستان امنیتي سرتېرو برید وکړ چې په دته خېل سیمه کې يې پر یوې احتجاجي مظاهرې کې ګډون کاوه.

د ښاغلي افغان په خبره ځايي خلکو دغه مظاهره د امنیتي ځواکونو پر ضد کوله. نوموړی و ایي:

"تېره ورځ په یاده سیمه کې امنیتي ځواکونو د تالاشۍ پر مهال پر خلکو ان ښځو تشدد کړی و، چې پر ضد يې نن هلته احتجاج کېده ".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څه موده وړاندې د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ وخت پوره دی

تردې وړاندې د پاکستان امنیتي اورګانونو د غورځنګ او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړیو محسن دوړ او علي وزیر ته ویلي وو، چې وسله والو ډلو د دوی د وژلو پلان جوړ کړی او دوی چې په خپلو سیمو کې هر ځای تګ راتګ کوي، نو ځايي پولیسو ته دي حال ورکوي.

د پاکستان پوځ او د پښتون ژغورنې غورځنګ له پیله د یو بل پر ضد بیانونه ورکوي او پر یو بل تورونه پورې کوي، خو دا لومړی ځل دی چې دواړه ډلې په مخامخ نښته کې ښکېل شوې دي.

دا نښته په داسې مهال کېږي چې څه موده وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پر غورځنګ تور پورې کړی و چې له بهرنیو استخباراتو سره اړیکي لري، او خبرداری یې ورکړی و چې د غورځنګ وخت نور ختم دی.

د انځور حقوق Sanna Ejaz Facebook
Image caption د غورځنګ فعالې ثنا اعجاز پر خپلو پلویانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي

ویل کېږي چې په سیمه کې تیلیفوني شبکې او انټرنېټ کار نه کوي، او هلته خپلواکو سرچینو ته لاسرسی اوسمهال محدود دی. خو د غورځنګ یوې فعالې ثنا اعجاز پر خپله فېسوک پاڼه د خبرو پر مهال وویل، د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د غورځنګ پر هغو پلویانو برید کړی چې هلته یې احتجاجي پرلت کاوه.

ویل کېږي چې دا پرلت په سیمه کې د پاکستاني پوځ د تلاشیو پر ضد روان و، چې د غورځنګ د پلویانو په ادعا پکې د عامو خلکو او ان د ښځو سپکاوی شوی و.

ثنا اعجاز پر خپلو خبرو کې د غورځنګ پر پلویانو غږ وکړ چې له تاو تریخوالي ډډه وکړي.

په ورته وخت کې د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري ویلي، په شمالي وزیرستان کې په رامنځته شوې پېښه اندېښمن دی او ګومان نه کوي چې قامي اسمبلۍ ټاکل شوي غړي دې پر پوځ برید وکړي.

نوموړي پر پاکستاني چارواکو غږ وکړ چې باید د هغو خلکو احتجاج او غوسه ومني چې ظلم ورسره شوی، او که داسې نه کوي نو د بنګله دېش او بلوچستان په څېر تاریخ بیا تکرارېدلی شي.

ورته مطالب