محسن دوړ: د پاکستان پوځ باید له وزیرستانه ووځي

محسن دوړ د انځور حقوق SOCIAL MEDIA

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، د پاکستان پوځ باید په سملاسي توګه له وزیرستانه ووځي او تر څو چې د دوی دا غوښتنه نه وي منل شوي نو په میرانشاه کې به د غورځنګ د پلویانو پرلت روان وي.

پر پښتون ژغورنې غورځنګ سربېره اوس یو شمېر نورو پښتنو ملتپالو ګوندونو هم له قبایلي سیمو د پاکستاني پوځ د وتلو خبره را پورته کړې ده.

په دې لړ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او همدا راز د عوامي نشنل ګوند ځینو مشرانو هم په قبایلي سیمو کې د پوځ د شتون په اړه پوښتنې کړې دي.

د غورځنګ مشر محسن دوړ بي بي سي ته وویل، پاکستاني پوځیانو له بېلا بېلو لورویو میرانشاه ته غځېدلې لارې تړلې دي او فعالانو ته اجازه نه ورکوي چې پرلت کې ګډون وکړي.

په میرانشاه کې د یکشنې پر ورځ د پاکستاني پوځیانو له لاسه د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو وژل کېدو پېښې خلاف احتجاجي پرلت نن سه شنبه هم دوام لري.

ځايي سرچینې وايي، پاکستاني امنیتي ځواکونو په سیمه کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز کې یو څه نرمښت راوستی، خو له نورو سیمو د میرانشاه پرلت ته روان فعالان تور پورې کوي چې مخه یې نیول کېږي.

د یکشنبې پر ورځ د شمالي وزیرستان خړ کمر سیمې پوځي پوستې سره د ډزو پېښه کې د پنځو پوځیانو په ګډون ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي وو او د پاکستان پارلمان غړی علی وزیر نیول شوی و.

ښاغلي وزیر پرون سه شنبه په بنو کې د ترهګرۍ ضد یوې ځانګړې محکمې ته وړاندې کړل شو او لا هم په بند کې دی. د غورځنګ مشرانو او د بشر د حقونو ډلو په سملاسي توګه د هغه د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

پخپله محسن دوړ بیا له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د ده ژوند په خطر کې دی، او که هر څه پرې وشول نو پړه به یې د پاکستان د پوځ د مشر پر غاړه وي.

ښاغلی دوړ وايي، پاکستاني پوځیانو یې د نیولو هڅه کړې، خو په خبره یې میرانشاه ته د زرګونو خلکو په ګڼه ګوڼه کې رسېدلی دی او پرلت یې په بریالیتوب سره روان دی.

د سرچینو په خبره میرانشاه کې ځايي چارواکو پرلت کې د ګډونوالو مخنیوي لپاره سیمې ته د نورو سیمو اوسېدونکو پر تګ راتګ بندیز لګولی، خو رسماً په دې اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم کومه اعلامیه خپره شوې ده.

بل لور ته د عوامي نېشنل ګوند سرچینې وايي، د ګوند مشرتابه په لارښوونه یو ګوندي پلاوی تېره ورځ 'دوشنبه مې ۲۸ ' د یکشنبې ورځې وژل شویو کسانو د فاتحې لپاره روان و، چې په سیدګۍ سیمه کې یې پر پوځي پوسته مخه ونیول شوې او دوی هلته د سړک پر سر د څه ځنډ لپاره احتجاجي پرلت وکړ.

وزیرستان کې ځايي چارواکي وايي، له دوشنبې ورځې راهیسې په میرانشاه او شاوخوا سیمو کې ګرځنبندیز یوه څه نرم شوی او ګاډي د تګ راتګ په حال کې لیدل کېږي، خو په وینا یې په دته خېل او ځینې نورو سیمو کې لا هم پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګېدلی دی.

د انځور حقوق TWITTER

بل لور ته د پاکستان یوه شخصي پښتو ژبي ټلویزیون خیبر مسوولین وايي، په سیمه کې د دوی یو خبریال ګوهر وزیر بنو کې د دوشنبې پر ورځ پولیسو نیولی دی، خو ځايي پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي.

خیبر مسوولین وايي، ګوهر وزیر د پي ټي ایم د پي ټي ایم له احتجاجي له خبري پوښښه وروسته کور ته پر لار و، چې پولیسو ونیو او نامعلوم ځای ته یې ولېږدواوه. د بې درکه خبریال همکاران وايي، ګوهر وزیر د دوشنبې پر ورځ له محسن دوړ سره تفصیلي مرکه کړې وه، چې پر خواله رسنیو خورا ډېره لاس پر لاس شوې.

اړونده مطالب

ورته مطالب