محسن دوړ: زموږ مړي څوک په پیسو نشي اخیستلی

محسن
Image caption محسن دوړ وایي، د خپلو وژل شویو پلویانو لپاره به مالي تاوان ونه مني

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د قاملي اسمبلۍ غړی محسن دوړ وایي، پاکستاني چارواکي تېره یکشنبه د خړ کمر سیمې پېښه کې د وژلو شویو او ټپیانو کورنیو ته تاوان ورکولو ته چمتو شوی، خو د غورځنګ پلویان به دا تاوان هېڅکله ونه مني.

د یادې پېښې پر ضد په میرانشاه کې له تېرو دریو ورځو راهیسې د غورځنګ د پلویانو پرلت روان دی چې پخپله محسن دوړ هم پکې ګډون کوي.

نن چارشنبه ښاغلي دوړ په پرلت کې راټولو کسانو ته وویل، پاکستان چارواکي غواړي چې د مړیو او ټپیانو کورنیو ته تاروان ورکړي، خو د ده په خبره د پښتنو مړي دومره سپک نه دي چې څوک یې په پیسو واخلي.

بل لور ته د غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، امنیتي کسان عامو خلکو ته اجازه نه ورکوي چې میرانشاه ته ورشي او په پرلت کې له غورځنګ سره ګډون وکړي.

غورځنګ ته نژدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، د پاکستان د مشرانو جرګې یا سنا په استازیتوب ځینو کسانو د غورځنګ له مشر منظور پښتین سره کتلي دي او د مذاکراتو بلنه یې ورکړې.

خو سرچیني زیاتوي، ښاغلي پښتین د هر ډول مذاکراتو لپاره خپل شرط وړاندې کړی، او هغه دا چې لومړی باید علي وزیر او محسن دوړ سم سلامت بېرته را ستانه شي.

سرچیني وایي، کېداش په دې لړ کې ډېر ژر دواړه خواوې یو ځل بیا سره ګوري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption منظور پښتین وایي، امنیتي کسان غورځنګ ته د ورتلونکو خلکو مخه نیسي

خو د غورځنګ بل مشر محسن داوړ بي بي سي ته ويلي دوى به دغه پرلت ته تر هغه دوام ورکوي چې غوښتنې ومنل شي.

تېره يکشنبه د دغه غورځنگ ديارلس غړي وروسته له هغه ووژل شول چې د پاکستان د پوځ له لوري ورباندې ډزې وشوې خو پاکستاني ځواکونو ادعا کړې چې احتجاج کوونکو لومړى د دوى پر پوستې ډزې کړي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنگ دا ادعا رد کړې.

اوس د دې برید په اړه يوه نوې وېډيو راښکاره شوې، په وېډيو کې وروسته له هغه د ډزو غږونه اورېدل کېږي چې احتجاجيان په سوليزه توګه له پوستې اوړې. خو دا نه ده څرگنده چې دا ډزې څوک کوي.

محسن دوړ سه شنبه له بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو:

"جرگه روانه ده پرون څخه شروع شوې ده، د یو دوو کلو پرلت روان دی ټول مخلوق راتلل غواړي خو له هرې خوا یې لارې بندې کړې دي په ډېرو ځایونو کې اوس هم کرفیوګانې (ګرځند بندیزونه) دي، نو هغه ډول ماحول په اسانه نه جوړېږي خو په هر حال بیا هم خلک خپلې هڅې کوي تر څو ځان میرانشا ته ورسوي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption نښته هغه مهال شوې چې د علي وزیر او محسن دوړ قافله له سیمې تېرېدله

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دوی غوښتنې څه دي او دغه پرلت به یې تر کله دوام ولري د غورځنګ مرکزي مشر محسن داوړ زیاتوي:

"تر هغه چې زموږ ملګري نه وي رارسېدلی نو خپلې غوښتنې نه واړندې کوو، خو بیا هم له ډېر وخت راهیسې زموږ غوښتنه دا ده چې دا فوج زموږ له خاورو ووځي ځکه دوی دلته د امن لپاره دلته نه دي راغلي ترهګر اوس هم شته دوی یوازې زموږ لوټول لپاره راغلې دي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو د مرګ ژوبلې پېښه د یکشنبې په ورځ د "خړ کمر" پر پوسته رامنځته شوې وه، چېرته چې امینتي سرتېرو د غورځنګ پر پلویانو ډزې پیل کړې وې امنیتي سرتېرو د نوموړي غورځنګ پر پلویانو پر پوسته د برید تور لګولی و.

خو چارشنبه د دغې پېښې په اړه په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د غورځنګ پلویان د په سولیزه توګه د پوستې په اوښتو د خوشحالۍ نارې وهي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر پېښې وروسته پاکستاني پوځ د غورځنګ مشر علي وزیر ونیوه

په دغه ویډیو کې د غورځنګ یو مرکزي مشر علي وزیر چې غاړه کې یې ګلونه اچولي له خپلو ملګرو سره لیدل کېږي، په وېډيو د نوموړي د غورځنګ د پلویانو د پوستې د اوښتو سم لاسي وروسته د ډزو غږونه اورېدل کېږي خو په وېډيو کې دا نه ښکاري چې ډزې څوک کوي، بل خوا امنیتي سرتېرو د پښتو شخصي ټلوېزیون خیبر نیوز خبریال نیولی.

خبریال ګوهر وزیر د دوشنبې په ماښام په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د احتجاج په اړه د راپور ورکولو وروسته کورته په لار و چې د پولیسو لخوا ونیول شو.

د پولیسو لخوا د خبریال د نیولو پخلی نه دی شوی، د خبریال ګوهر وزیر ملګری وايي نوموړی د دوشنبې په ماښام د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر محسن دوړ سره مرکه کړې وه چې دغه مرکه پر خواله رسنیو په پراخه کچه خپره شوې وه.

په پاکستان کې د خبریالانو اتحاديې د خبریال ګوهر وزیر د پولیسو لخوا د نیولو غندنه کړې او د حکومت یې د هغه د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې.

ورته مطالب