پېښور کې د سکندر د زمانې اثار موندل شوي دي

پېښور کې لومړی ځل د یونانيانو او کوشانیانو د زمانې تاریخي اثار موندل شوي دي. دې کې اوسپنیز ورکشاپونه یا د اوسپنې ویلي کولو لپاره د پښانو بټۍ هم شاملې دي.

ماهرین اټکل کوي دا اثار ۲۲۰۰ کاله پخواني دي چې څلور سوه کاله اوږدې درې بېلابېلې دورې په بر کې نیسي. د ماهرینو لپاره د حیرانۍ خبره دا ده چې دغه اثار د پېښور په عصري حیات اباد مېنه کې موندل شوي دي.

د بلخ زرګونه کلن لرغوني اثار په نمجنه خونه کې

له ۲۰ زرو ډېر لرغوني توکي بلوچستان ته بېرته وسپارل شول

د پښتونخوا خيبر کې لرغوني بودايي اثار

پخوا وختونو کې له افغانستان او مرکزي اسیا نه یوه لویه لاره له پېښور او تورخمه تېرېده او هندوستانه ته رسېده چې ویل کېږي نوي موندل شوي اثار همدې تاریخي لارې ته نژدې موندل شوي دي.

د پېښور پوهنتون د لرغون پېژندنې څانګې پروفیسر ګل رحیم دا ډېره مهمه تاریخي موندنه بولي.

نوموړی وايي، لومړي سر کې یې فکر کاوه چې دا د سیمې نورو تاریخي اثارو په څېر د بدایانو زمانې اثار دي، خو پر موندل شویو سکو او لوښو له کېندل شویو نښو نښانو معلومه شوه چې د دې اثارو لرغونتوب د یونانیانو او کوشانیانو زمانې ته رسېږي.

پروفیسر رحیم وايي، کوشانیان له همدې لارې هند ته رسېدلي وو.

نوموړی وايي، له دې مخکې ۲۰۰۷ کال کې دلته د اوبو ایستلو لپاره د کانالایزاسیون کېندنې پر مهال ځینې اثار موندل شوي وو او بیا په ۲۰۱۷ کال کې دوی ته له سیمې ځینې موندل شوي اثار ورښکاره شول چې له حیات اباده موندل شوي وو.

پروفیسر رحیم وايي، د اوسنیو کیندنو سره خوا کې د ځینو نورو اثارو موندل کېدو احتمال هم شته، خو ښايي په سیمه کې ډېر تاریخي اثار د نویو ودانیو لپاره د کېندنو پر مهال له منځه تللي وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب