محسن دوړ: په خپله خوښه مې ځان چارواکو ته سپارلی

محسن دوړ
Image caption د پښتون ژغورنې غورځنګ سرچینې وايي، محسن دوړ نن پنجشنبه په شمالي وزیرستان کې د سیمې مخورو په منځګړیتوب ځان پاکستاني چارواکو ته سپارلی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم مشر او د پاکستان ملي اسمبلۍ غړی محسن دوړ وایي، د قامي مشرانو په منځګړتوب یې په خپله خوښه ځان پاکستاني چارواکو ته سپارلی دی. تر دې وړاندې د پاکستان امنیتي چارواکو وایلي وو چې ښاغلی دوړ یې له شمالي وزیرستانه نیولی دی.

چارواکي وايي د نوموړي خلاف تېره یکشنبه د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې له تاوتریخوالي وروسته پولیس رپوټ ثبت شوی و.

خو پخپله محسن دوړ د پنجشنبې پر ورځ په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي، دی پخپله خوښه ځان پاکستاني چارواکو ته سپاري، او نه غواړي چې د ده له وجې پلویان او د قام خلک نور وکړېږي.

ځینو نورو سرچینو هم بي بي سي ته ویلي چې محسن دوړ د قبایلي مخورو په منځګړیتوب خپله ځان چارواکو ته سپارلی دی او بنو سیمه کې ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر او پارلمان غړی علي وزیر له دې مخکې همدې قضیه کې نیول شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ سرچینې هم وايي، دوی د قامي مشرانو له (ننواتي) وروسته شمالي وزیرستان کې خپل روان احتجاجي پرلت تر اختر پورې ځنډولی دی.

ځايي سرچینې وايي، پاکستاني امنیتي ځواکونو له تېرو دریو ورځو راهیسې محسن دوړ په دته خېلو سیمه کې خپل کور کې کلابند کړی و.

د انځور حقوق TWITTER
Image caption پښتون ژغورنې غورځنګ میرانشاه کې احتجاجي پرلت کړی و

په ورته وخت کې د پاکستان د مشرانو جرګې د خړ کمر له پېښې وروسته د رامنځته شوې کشالې د حل لپاره یوه پنځه کسیزه کومیټه ټاکلې.

یادې کومیټې نن پنجشنبه د غورځنګ له مشر او یو شمېر نورو غړو سره کتنه وکړه او د روان وضعیت پر کنترولولو یې خبرې وکړې. د غورځنګ غړو له دې کومیټې غوښتنه کړې چې د دوی نیول شوي کسان دې ژر تر ژره را خوشي شي او د تېرې یکشنبې پېښې ټپیانو درملنه دې وشي

له دې مخکې شمالي وزیرستان خړ کمر سیمه کې د 'پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو د وژنې خلاف ' ګڼ شمېر کسانو د احتجاج په توګه میرانشاه ښار کې احتجاجي پرلت پیل کړی و.

پاکستاني چارواکو ته له ځان سپارلو مخکې محسن دوړ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د یکشنبې ورځې له پېښې وروسته یې چارواکو د نیولو هڅه کوله، خو په وینا یې د (قام کسانو) په بدرګه کې تر خپل کلي پورې رسېدلی او میرانشاه کې یې پرلت پیل کړی و.

Image caption د غورځنګ مشر منظور پښتین پنجشنبه د پاکستان د مشرانو جرګې له کومیټې سره کتلي دي

نوموړی وايي، اوس یې له دريو ورځو راهیسې ټول کلی محاصره شوی، جرګې ورته استول کېږي او د کومې ناوړه پېښې مخنیوي لپاره ځان حکومت ته سپاري:

''زه نه غواړم یوازې د خپل ځان ژغورنې لپاره ټول قام له تکلیف سره مخامخ کړم او له همدې کبله ملکي حکومت ته ځان سپارم چې زما خلاف یې رپوټ ثبت کړی دی. ''

نوموړي له خپلو پلویانو د زغم او حوصلې غوښتنه کړې او په وینا یې بېرته له ستنېدو وروسته به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. محسن دوړ وايي، د حکومتي جرګې له کسانو سره یې له خبرو انکار کړی او له وزیرستانه یې د پوځ وتل تر ټولو لویه غوښتنه ده.

د انځور حقوق TWITTER/@ALIWAZIRNA50
Image caption د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر علي وزیر له دې مخکې پاکستان حکومت نیولی دی

تېره ورځ چهارشنبه ښاغلي دوړ وویل، پاکستاني چارواکي تېره یکشنبه د خړ کمر سیمې پېښه کې د وژلو شویو او ټپیانو کورنیو ته تاوان ورکولو ته چمتو شوی، خو د غورځنګ پلویان به دا تاوان هېڅکله ونه مني.

ښاغلي دوړ په پرلت کې راټولو کسانو ته ویلي وو، پاکستان چارواکي غواړي چې د مړیو او ټپیانو کورنیو ته تاروان ورکړي، خو د ده په خبره د پښتنو مړي دومره سپک نه دي چې څوک یې په پیسو واخلي.

اړونده مطالب

ورته مطالب