ورځپاڼې: پاکستان د افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوالو ستنېدو لپاره ستراتیژي جوړوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption انځور له ارشیف نه

پاکستان ټوډې ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې پاکستان له افغانستان او ایرانه غوښتي چې د کډوالو په اړه څلور اړخیزه خبرې وکړي. د ورځپاڼې د رپوټ له مخې اسلام آباد د افغان کډوالو په خپله خوښه د بېرته ستنېدو لپاره د یوې ستراتیژۍ په جوړولو له اړوند خواوو سره خبرې کوي. ورځپاڼه لیکي دا غونډه دراتلونکې جون میاشتې په اولسمه جوړیږي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یو این ایچ سي آر هم ور ته رابلل شوې ده.

دغې غونډې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان د کډوالو چارو وزیر ورغوښتل شوي دي.

دپلوماټ امریکایۍ مجلې د افغان سولې په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغان سولې بهیر راتلونکو روښانه نه دی. ورځپاڼه لیکي له یوې خوا مخالف سیاستوال د افغان حکومت مشروعیت ته د شک په سترګه ګوري او بله پلوه له طالبانو سره په روانو خبرو کې حکومت ګوښی ساتل شوی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان امریکایي پوهنتون سره د مرستو شویو پيسو په اړه یو راپور خپور کړی او د امریکا د ځانګړي پلټونکي یاسیګار د دفتر په حواله لیکي، له دغه پوهنتون سره ۱۶۲ ملیونه ډالره مرسته شوې خو له دې جملې د ۶۳ ملیونه ډالرو د لګښت درک نه دی معلوم.

راتلونکې میاشت پاکستان کې ناثبت شوي افغان کډوال ثبتېږي

"پاکستان کې افغان کډوال له ناوړه چلند او ځورونې رنځ گالي"

ورځ پاڼه زیاتوي سیګار په همدې لټه کې دی خو تر اوسه نه دی توانیدلی ومومي چې دغه پیسې په کومه برخه کې لګیدلي دي.

د امریکا یوه پلټونکي ویلي نږدې ۱۳۰۰ تنه له دغه پوهنتونه فارغ شوي، خو که امریکا دغه محصلینو ته سکالرشیپونه ورکړي واي نو د امریکا لپاره به یې لګښت لږ و، ځکه ده ویلي په دې حساب امریکا پر هر محصل په اوسط ډول پر هر محصل یولک او شپږ ویشت زره ډالر لګولي دي.

نیویارک ټایمز لیکي دا چې د دې ۶۳ ملیونه ډالرو لګښت نه دی معلوم نو دغه پوهنتون اوس د نورو مرستو وړ نه ګڼل کیږي.

ګارډین ورځپاڼې لیکلي دا سې راپورونه دې چې د شمالي کوریا او امریکا د ولسمشرانو د سرمشریزې د ناکامۍ له امله شمالي کوریا د امریکا لپاره خپل ځانګړی استازی اعدام کړی. د سویلي کوریا یوې ورځپاڼې ادعا کړي چې ځانګړی استازی نیک هیوکچول اعدام شوی او لوی مرکچي شاقه کار ته استول شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو غونډه په فبرورۍ کې پلان شوې وه خو له ناکامۍ سره مخامخ شوه.

دا ورځپاڼه لیکي دغه استازی په تېره مارچ میاشت کې اعدام شوی. د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو غونډه په فبرورۍ کې پلان شوې وه خو له ناکامۍ سره مخامخ شوه.

ورځپاڼه لیکی د سویلي کوریا حکومت د دې ورځپاڼې د رپوټ په اړه څه نه دي ویلي خو شمالي کوریا له دې وړاندې د رسنیو دا ډول راپورونه ناسم بللي دي.

د سویلي کوریا دغې ورځپاڼه همدا راز ادعا کړې ده چې دشمالي کوریا ولسمشر په دولتي چارواکو یو بل چاڼ هم پیل کړ او دا ددې لپاره چې په کوردننه ګډوډۍ او ناخوښیو پام بل لور ته واړوي.

اړونده مطالب