'دودیزې څپلۍ 'چوَوټ' اوس هم ډېر مینه وال لري'

چوَوټ

په داسې حال کې چې ټوله نړۍ کې د فېشن په ګډون بېلا بېل بدلونونه راغلي، د بلوچستان پښتنو او بلوڅو تر ډېره حده د پڼو په ګډون خپل دودیز فېشن پر ځای ساتلی.

دې کې د بلوڅو دودیز پیزار څپلۍ هم شاملې دي چې په چوَوټ یې بولي. د کوټې ښار پرنس روډ سیمه د چوَوټ چمتو کولو او پېر پلور تر ټولو لوی مرکز بلل کېږي.

عبدالرحمان رند چې دغه سیمه کې له نژدې ۴۰ کلونو راهیسې چوَوټ چمتو کوي او پلوري یې، وايي د پخوا پرتله یې اوس ډېر کسان پر پښو کوي.

پاکستاني چارواکو د عمران خان څپلۍ ولې ضبط کړې؟

پېښورۍ څپلۍ که موچڼې اخلې؟

شاه رخ خان ته څپلیو جوړولو موچي زندان ته ولېږه

نوموړی وايي، نه یوازې بلوڅان په مینه دغه دودیزې څپلې پښو کوي، بلکې د سند او پنجاب په ګډون د نورو سیمو اوسېدونکي یې هم له ځان سره وړي.

ښاغلی رند وايي، نژدې ټول قومي مشران چوَوټ په پښو کوي. عبدالرحمان دغه راز وايي، چوَوټ په بېلا بېلو ډولونو چمتو کېږي چې کټ یې بولي او هر کټ ته د یوې قبیلې نوم ورکړل شوی، چې ګواکې د هغو اړوند دی.

نوموړی دې لړ کې د مري کټ، مینګل کټ، بګټي کټ، زهري کټ، رند کټ او داسې نورو نومونه د بېلګې په توګه یادوي.

نوموړی وايي:

''موږ هر کال نوي ډیزاینونه چمتو کوو، خو اصلا یې کټ همدا یو وي. ''

عبدالرحمان ادعا کوي چې د پېښوریو، تیراوالو یا نورو څپلیو پرتله د چوَوټ چمتو کول ډېر کار او زیار غواړي.

د نوموړي په خبره یو ماهر کارګر په ورځ کې د بلوڅي څپلیو ایله دوې جوړې چمتو کولای شي، خو د نورو څپلیو لس جوړې هم چمتو کېدای شي.

د عبدالرحمان په وینا چوَوټ له یو ډول ځانګړې څرمنې چمتو کېږي. نوموړی وايي، په نورو هېوادونو کې هم د دې څپلیو مینه وال ډېر دی، خو دی شکایت کوي چې د حکومت په ګډون یې څوک په بهر کې د بازار موندنې لپاره کار نه کوي.

عبدالرحمان وايي، په دواړو اخترونو کې یې کاروبار وده کوي او د خلک د اخترونو لپاره چوَوټ اخلي. د نوموړي په وینا دوی ډېر خام مواد له سند او پنجابه راوړي، ځکه په وینا یې د سیمې په بازارونو کې یې بیې لوړې دي.

دی وايي، ګټه یې ډېره نه شته، په شخصي ژوند کې یې هم له همدې کبله ډېر بدلون نه دی راغلی، خو په وینا یې خوښ دی چې د بلوڅو کلتور پالنې لپاره ناست دی.

اړونده مطالب