شمالي وزیرستان کې څلور پاکستاني پوځیان ووژل شول

  • 8 جون 2019 - 18 غبرګولی 1398
وزیرستان د انځور حقوق AFP

د پاکستان پوځ وايي، شمالي وزیرستان کې د سړک غاړې چاودنه کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي او درې سرتېري ټپي شوي دي.

پوځ تېره شپه یوه بیان کې ویلي، د شمالي وزیرستان خړ کمر سیمه کې د پوځیانو موټر باندې چاودنه شوې ده.

دوی دا هم وايي چې تېره یوه میاشت دغه سیمه کې لس سرتېري وژل شوي او ۳۵ ټپیان شوي دي.

* طالبان، پوځ او وزیرستان

* د وزیرستان ښځې: هم له پوځ هم له طالبانو ډار

* وزیرستان؛ له پیر روښان تر منظور پښتین

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دا پېښه غندلې او د قرباني کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

نوموړي په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ هڅې ستایلې او ویلي یې دي چې څو دوښمن عناصر د قبایلي سیمو غیرتي ولس یرغملوي، خو حکومت به دوی ته د امن خرابولو اجازه ور نه کړي.

د پېښې ځای خړ کمر

د انځور حقوق Reuters
Image caption د خړ کمر له پېښې وروسته علي وزیر او محسن داوړ په بند کې دي.

خړ کمر کې نږدې دوه اونۍ مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر اتلسو ملاتړي هغه مهال ووژل شول چې میرانشا ته د غونډې لپاره تلل خو خړ کمر کې پوځیانو د دوی د تګ مخه ونیوله.

دې پېښه کې د پنځو پوځیانو په ګډون د غورځنګ ځینې کسان ژوبل هم شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مهم مشران محسن داوړ او علي وزیر چې له شمالي او سوېلي وزیرستان د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي هم دي، پر دغه پوسته له پوځ سره تر ټکر وروسته په بند کې دي.

له څو میاشتو راهیسې شمالي وزیرستان کې عادي حالت و، خو د خړ کمر له پېښې وروسته بیا هلته ګرځبندیز دی.