د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعو کې ټاکنو د ځنډولو غوښتنه شوې

ټاکنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption په قبایلي ضلعو کې به د ایالتي اسمبلۍ د ۱۶ څوکیو لپاره ټاکنې کېږي

د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکستان د ټاکنو کمیسیون نه په قبایلي ضلعو کې د شل ورځو لپاره د ایالتي ټاکنو د ځنډولوغوښتنه کړې ده. خو شنونکي او سیاسي مخالفین تور لګوي چې یو شمېر کړۍ په دې سیمو کې اصلاً سیاسي ولسواکي او پارلماني نظام نه غواړي او هلته د واکمن ګوند سیاسي دریځ هم کمزوری دی، نو ځکه د ټاکنو د ځنډولو لپاره پلمې لټول کېږي.

دغه سیمې پخوا پخوا قبایلي ایجنسۍ بلل کېدې او اوس د خیبر پښتونخوا ایالت برخه ګرځېدلې دي.

ټاکل شوې وه چې د راتلونکې جولای میاشتې پر دویمه نېټه د خیبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ لپاره د پخوانیو قبایلي سیمو د ۱۶ څوکیو لپاره ټاکنې ترسره شي.

خو په هغه لیک کې چې د روانې جون میاشتې پر درېیمه نېټه لیکل شوی، د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ریاست وایي، په قبایلي ضلعو کې د ټاکنو د سبوتاژ کولو هڅه روانه ده او له افغانستانه د ترهګرو د راتلو احتمال هم شته.

دغه ریاست وایي، همدې ګواښ ته په کتو سره باید په یادو ضلعو کې ټاکنې وځنډول شي.

که څه هم د خیبر پښتونخوا د ټاکنو ایالتي کمېسیون وایي، تر اوسه د دې غوښتنې په اړه کوم رسمي لیک یا سند دوی ته نه دی ور رسېدلی، خو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي منلې ده چې د ټاکنو د ځنډولو په تړاو یې لیک استولی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان د ټاکنو کمیسیون وایي تر اوسه د پښتونخوا حکومت غوښتنه دوی ته رسماً نه ده ور رسېدلې

د حکومت په لیک کې د ټاکنو د ځنډولو لپاره پنځه لاملونه یاد شوي دي:

- د افغانستان له خاورې د ترهګرو بریدونو ګواښ

- پر سیاسي مشرانو د بریدونو شونتیا

- په شمالي وزیرستان کې روان وضعیت او د بریدونو ډېرېدل

- په قبایلي ضلعو کې د مېشتو ملیشه ځواکونو نامناسبه روزنه یا کمه تجربه

- د ضلعې د پولیسو مشرانو ته د دې ملیشې مشري ور سپارل

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشره او فعاله ثنا اعجاز وایي، که څه هم غورځنګ پارلماني سیاست نه کوي او له ټاکنو سره هېڅ سروکار نه لري، خو حقیقت دا دی چې پاکستان کې یو شمېر کړۍ نه غواړي چې د پخوانیو قبایلي سیمو خلک د یو سیاسي پارلماني نظام خاوندان شي.

اغلې ثنا اعجاز له بي بي سي سره خبرو کې وویل:

"څه موده وړاندې همدې ریاست په قبایلي سیمو کې د کرېکټ مچونه کول او خلک یې د سیل لپاره په چورلکو کې ور وستل، خو اوس وایي چې هلته امن نشته. حقیقت دا دی چې ریاست هلته امن او ولسواکي نه غواړي".

د انځور حقوق Sanna Ejaz Facebook
Image caption د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ثنا اعجاز وایي، حقیقت دا دی چې ریاست په قبایلي ضلعو کې امن او ولسوالکي نه غواړي

یو شمېر شنونکي هم د خیبر پښتونخوا د حکومت له دې غوښتنې او وړاندې شویو دلایلو سره سلا نه دي.

خبریال او د چارو شنونکی سلیم ساپی وایي، له شمالي وزیرستان پرته په هېڅ قبایلي ضلعه کې وضعیت دومره خراب نه دی چې هلته دې ایالتي ټاکنې وځنډول شي.

نوموړی وایي، په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو کې په ځینو قبایلي سیمو کې وضعیت د اوس پرتله ډېر خراب و، خو حکومت هغه مهال بیا هم وتوانېد چې هلته ټاکنې وکړي.

ښاغلی ساپی وایي، که رښتیا هم وضعیت دومره خراب وي نو بیا داسې هېڅ تضمین نشته چې شل ورځې وروسته دې هلته حالت بدل شي او د ټاکنو ترسره کولو لپاره هر څه ناڅاپه سم شي.

د خیبر پښتونخوا حکومت دا غوښتنه په داسې وخت کې کوي چې په قبایلي ضلعو کې د ایالتي ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی او سیاسي ګوندونو هلته د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل کاندیدان هم اعلان کړي دي.

ورته مطالب