د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري نیول شوی

  • 11 جون 2019 - 21 غبرګولی 1398
زرداري د انځور حقوق Getty Images
Image caption اصف علي زرداري له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د پاکستان ولسمشر و

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د تورو پیسو د سپینولو په تور د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې نیول شوی دی. ښاغلی زرداري وروسته له هغه نیول شوی چې د پاکستان سترې محکمې په ضمانت د زرداري او د هغه د خور په ضمانت خوشې کېدل رد کړل.

دوی دواړه تورن دي چې د جعلي حسابونو له لاري یې ناقانونه تر لاسه کړې پیسې خوندي کړې دي.

ښاغلي زرداري دا تورونه چورلټ رد کړي دي.

په خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د سترې محکمې له پرېکړې وروسته، امنیتي ځواکونه د ښاغلي زرداري کور ته ننوځي.

* د پاکستان ستره محکمه کې د عمران خان ضد قضیه

* د هند وېش: بې برخلیکه قبایل

په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان په راولپنډۍ کې د بې نظیر بوټو تر وژل کېدو وروسته د پاکستان د خلکو ګوند مشري ښاغلي زرداري او بلاول بوټو ته په لاس ورغله او پلار او زوی په ګډه دغه ګوند رهبري کاوه.

ښاغلي زرداري په پاکستان کې یوه له لانجمنو او بحث پنځوونکو څېرو دی چې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ کاله پورې د پاکستان ولسمشر و.

په پاکستان کې یو شمېر کسانو په دولتي قراردادونو کې د ونډې له امله هغه ته د "ښاغلي لس سلني" لقب ور کړی دی.

ښاغلي زرداري په ۹۰یمه لسیزه کې هم د مالي فساد په جرم زنداني شو خو محکمې وروسته خپله پرېکړه بېرته واخیسته.

ورته مطالب