اسد قیصر: د علي وزیر او محسن دوړ ازادول زما په وس کې نه دي

علي او محسن د انځور حقوق Ali/ Mohsin Facebook
Image caption علي وزیر او محسن دوړ تېره میاشت د خړ کمر له پېښې وروسته نیول شوي وو

د پاکستان د ملي اسمبلۍ مشر اسد قیصر یو شمېر پاکستانيو رسنیو ته وایي، د اسمبلۍ د دوه غړو علي وزیر او محسن دوړ را خوشی کول د ده په وس کې نه دي او هغوی د اسمبلۍ عمومې غونډې ته نشي ور بللی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مهم مشران او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي علي وزیر او محسن دوړ لاهم د پېښور په زندان کې دي او د ملي اسمبلۍ مشر اسد قیصر لا هم عمومي غونډه کې د دوی د حاضرېدو خبره نه ده راپورته کړې.

د پاکستان له اساسي قانون سره سم د اسمبلۍ هر غړی چې پولیس يې ونیسي، د اسمبلۍ د مشر په غوښتنه په غونډه کې د ګډون لپاره له بنده خوشی کېدلی شي، خو علي وزیر او محسن لاهم په بند کې دي.

د تېرې می میاشتې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان د خړکمر پېښې وروسته په ملي اسمبلۍ کې د سویلي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر پاکستانيو امنیتي اورګانونو ونیوه.

تر هغې پېښې پنځه ورځې وروسته بیا د شمالي وزیرستان د خلکو استازي محسن داوړ هم خپل ځان پولیسو ته وسپاره.

د انځور حقوق Assad Qaiser Facebook
Image caption د قامي اسمبلۍ مشر اسد قیصر وایي د دې کسانو را خوشی کول د ده په وس کې نه دي

د پاکستان پوځ تور پورې کوي چې په خړ کمر کې د علي وزیر او محسن دوړ په مشرۍ کې یو شمېر کسانو د دوی پر امنیتي پوستې برید وکړ.

خو غورځنګ بیا د پوځ دا خبره ردوي او وايي، پوځ پر سوله ييزه احتجاج کوونکو ډزې وکړې او د دوی دیارلس پلويان يې ووژل.

د علي وزیر او محسن دوړ تر نیول کېدو وروسته د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د اسمبلۍ مشر اسد قیصر ته لیک لېږلی و او د اسمبلۍ په غونډه کې يې د دوی د ګډون غوښتنه ترې کړې وه.

د انځور حقوق Sanna Ejaz Facebook
Image caption د غورځنګ غړې ثنا اعجاز وایي، دوی به ژر خپله تګلاره اعلان کړي

بل لور ته د غورځنګ فعاله ثنا اعجاز وايي، د دوی سوله ييزې هلې ځلې به روانې وي او د علي وزیر او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره يې هم قانوني چارې پېل کړې دي.

نوموړې بي بي سي ته وویل:

"د مشر وکیل لطیف اپریدي په مشرۍ کې یوې ډلې د دوی د ضمانت لپاره کارونه پېل کړي دي او بل زموږ مشورې هم روانې دي، چې څه ډول او چېرته به احتجاج کوو".

د ثنا اعجاز په خبره په ډېری سیمو کې د دوی پلویان نیول شوي، خو دوی به بیا هم په راتلونکو څو ورځو کې خپله تګلاره اعلان کړي.

ورته مطالب