پاکستان: له ماشومانو سره د جنسي زور زیاتي مخنیوي کمپاین پیل شوی

پاکستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption فعالانو پاکستان کې له ماشومانو سره د زور زیاتي مخنیوي اقداماتو غوښتنه کړې (ارشیف تصویر)

پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې ډېرې شوې او دا ورستیو کې یوې خیریه ټولنې د عامه پوهاوي ډېرولو کمپاین پیل کړی دی. دغه کمپاین لومړني پړاو کې څلورو ښارونو کې پیل شوی او ماشومانو ته پکې د ځان ساتنې روزنه ورکول کېږي.

رپوټونه ښيي چې پروسږ کال په دغه هېواد کې پر ماشومانو د جنسي تېري نژدې څلور زره پېښې شوې دي.

وړمه ورځ د مردان تخت بهايي سیمه کې یو اته کلن ماشوم له جنسي تېري وروسته وژل شوی دی. له دې څو ورځې مخکې په هزاره ډویژن سیمه کې په یوه ورځ پر دریو ماشومو نجونو جنسي تېری شوی و او په هماغه ورځ په سویلي کرک سیمه کې یو ماشوم له جنسي تېري وروسته وژل شوی و.

غزني: پاکستان ته قاچاقېدونکي ماشومان ژغورل شوي

م.م: د پاکستان ۷۲ زره ماشومان له ګواښ سره مخامخ دي

'پاکستان کې هره ورځ پر ۱۱ ماشومانو جنسي تېری کېږي'

کونړ: پاکستان ته د ماشومانو د قاچاق خبره ''دروغ'' وه

د ساحل نومې غیر دولتي خیریه ټولنې شمېرې ښيي چې پاکستان کې هره ورځ نژدې لس ماشومان د جنسي تشدد ښکار کېږي.

د موسسې فعالان وايي، ۲۰۱۸ کال کې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښو شمېر څه باندې ۳۸۰۰ پېښې ثبت شوې دي، چې د وړم ۲۰۱۷ کال پرتله ۱۱ سلنه ډېرې دي.

د ګروپ ډولمپمنټ پاکستان نومې ټولنې له لوري اوس په پلازمېنه اسلام اباد، لاهور، صوابۍ او پېښور کې د ځانګړو ایف ایم راډیوګانو له لارې د ماشومانو حقونو او خوندیتوب په تړاو د عامه پوهاوي ډېرولو لپاره ځانګړی کمپاین پیل شوی دی.

د انځور حقوق SAHIL

د دغې ادارې یوه چارواکي عمران ټکر بي بي سي ته وویل، د رسنیو له لارې یې ځکه د ماشومانو خوندیتوب، حقونو او ورسره د جنسي زور زیاتي مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین کړی، چې په وینا یې دوی فکر کوی، غږ یې له دې لارې تر ماشومانو، د هغو مېندو پلرونو او تر ډېرو خلکو رسېږي.

پاکستان کې له ماشومانو سره د زور زیاتي کوونکو لپاره قوانین شته او په ۲۰۱۷ کال کې د ځینې قانوني اصلاحاتو له مخې د ماشوم عمر له اووه کلنۍ لس کلنۍ ته زیات شو، پورنو ګرافي هم د ماشومانو ضد جرم وبلل شو، خو د مدني فعالانو په وینا د دغو قوانینو د لا پیاوړتیا او ژر تر ژره د پلي کولو اړتیا لا هم شته.

اړونده مطالب