د پاکستاني وسله والو ''توندلاری''مشر مولانا صوفي محمد ومړ

  • 11 جولای 2019 - 20 چنګاښ 1398
د انځور حقوق FILE PHOTO
Image caption مولانا صوفي محمد د عمر ډېره برخه زندان کې تېره کړه

کله چې د ۱۱م سپټمبر تر پېښې وروسته امریکا او نړیوالو په افغانستان کې د طالبانو د نظام ړنګولو لپاره برید وکړ، د پاکستان د یو شمېر نورو سیمو په شمول د سوات له غرونو هم د زرګونو خلکو یو لښکر د یوه ۷۵ کلن سپين ږیري توند لاري مولا - مولانا صوفي محمد په مشرۍ کې افغانستان ته ځکه مخه وکړه، چې د دوی په خبره هلته؛ د کفر او اسلام؛ جګړه یو ځل بیا پېل شوه.

دغه سپين ږیری توند لاری مولانا صوفي محمد نومېده، چې نن پنجشنبه يې په پېښور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

مولانا صوفي محمد څوک دی؟

د ملا فضل الله زوی ډرون برید کې وژل شوی دی

ملا فضل الله د نړيوالو ترهګرو لست کې شامل شو

د سیمې سیمې اکثره وګړي وايي، دغه لښکر چې تر لس زره رسېده، تر نیمايي زیات وګړي يې بېرته خپلو کورونو ته راستانه نه شوو. د سیمې د وګړیو په خبره ډېری په افغانستان کې ووژل شوو، خو ډېری نور يې لاهم تری تم دي.

صوفي محمد چې تر شاوخوا نهه کلن بند وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان له زندانه خوشی کړای شو، له همغه راهیسې په پېښور کې په یوه کور کې نظر بند وو.

د صوفي محمد د زوی فضل الله په خبره نوموړی له ډېرې مودې راهیسې د پښتورګو په رنځ اخته وو.

۲۰۰۱م عیسوي کال کې چې کله صوفي محمد بېرته له افغانستان څخه راستون شو، نو پاکستان بندي کړ، چې په ۲۰۰۸م عیسوي کال کې يې د ؛سوات امن تړون؛ لپاره بېرته خوشی کړ، ځکه چې په سوات سیمه کې د پاکستاني طالبانو مشري د هغه زوم - مولانا فضل الله کوله.

د انځور حقوق AFP
Image caption صوفي محمد د پاکستاني طالبانو یوه شمر فضل الله خسر و

پاکستاني چارواکو د همدې لپاره چې صوفي محمد به له فضل الله سره د پاکستاني حکومت د سولې تړون کې مرسته وکړي، خو دغه تړون ډېر ژر بېرته مات شو او طالبانو بیا هم په یاده سیمه کې وسلوال بریدونه پېل کړل، چې بېرته چارواکو صوفي محمد بیا بندي کړ.

سیاستوال افراسیاب خټک او میا افتخار حسین د عوامي نېشنل ګوند او حکومت په استازيتوب له طالبانو سره د سولې په دې تړون کې ناست وو.

میاافتخار حسین له بي بي سي سره خبرو کې وايي، صوفي محمد له دوی سره په دا ومنله، چې په ولسي غونډه کې به ددې تړون اعلان کوي او پر وسلوالو به د وسلو کېښودو غږ کوي، خو د ښاغلي حسین په خبره صوفي محمد چې کله ولسي غونډې ته ولاړی، نو ددې برعکس يې بیا هم د پاکستاني اساسي قانون نه منلو اعلان وکړ، چې ورسره دغه تړون ختم شو.

سیاستوال افراسیاب خټک بیا د صوفي محمد په هکله وايي، نوموړی د جنرال ضیاالحق د هغې فضا زېږېدونکی وو، چې د توندلارۍ لپاره يې جوړه کړې وه.

د ښاغلي خټک په خبره په افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ د پاکستانۍ تګلارې له امله د صوفي محمد په څېر وسلوال په پښتونخوا کې پيدا شوو، چې دوی همدا فکر کاوو، که په افغانستان کې طالبان واک ترلاسه کولی شي، نو دوی يې په پاکستان کې ولې نه شي کولی.

د انځور حقوق AFP
Image caption مولانا صوفي محمد د ۲۰۰۹ کال جولای پر ۲۶ د پېښور له سیټي ټاون سیمې نیول شوی و

د تحریک نفاذ شریعت محمدي وسلوالې ډلې بنسټګر - مولانا صوفي محمد لومړی په ۹۰مه لسیزه کې په سوات سیمه کې د پاکستاني قانون ضد وسلواله مبارزه پېل کړه، چې په ۲۰۰۷ عیسوي کال د همدې له امله په سوات کې د پاکستاني طالبانو تحریک په یادې سیمې قبضه وکړه.

وروسته د پاکستان پوځ په یاده سیمه کې عملیات پېل کړل، چې په لکونو کورنۍ په کې بې کوره شوې او د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله په زرګونو وګړي ووژل شول.