'افغانستان ته د پاکستان صادرات لږ شوي'

تورخم د انځور حقوق AFP/Getty Images

د پاکستان اقتصادي چارواکي وايي، له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګري کې نور کموالی راغلی. د پاکستان مرکزي بانک شمېرې ښيي چې روان مالي کې افغانستان ته د پاکستان صادراتو کچه یو میلیارد او څه باندې نوي میلیونو ډالرو ته رسېږي، خو په تېر مالي کال کې د صاداراتو دغه کچه یو میلیارد او څه باندې څلور سوه میلیونه ډالرو ته رسېده، چې نژدې پنځه سلنه کموالی ښيي.

ماهرین وايي، بې باوري، د دواړو هېوادونو تر منځ ساړه سیاسي اړیکي او پاکستان کې د افغان سوداګرو لپاره ستونزې او خنډونه د سوداګرۍ کمزوري لاملونه دي. پيښور کي د اقتصادي چارو کارپوه حق نواز وايي:

''افغانستان اوس د پاکستان پر ځاي د 'سوداګرۍ لپاره ' نورې لارې لټوي. افغانستان اوس ايران ته تجارتي توکي صادروي چي ورسره د ايران نه افغانستان ته صادراتو کي زياتوالی او د پاکستان نه افغانستان ته صادراتو کي لږوالی راغلی دی. ''

د خيبر ولسوالۍ يوه سوداګر شاکرالله شينواري له بي بي سي سره د خبرو پر مهال په تورخم دروازه د سختو شرايطو يادونه وکړه چي په وینا یې ورسره د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصاد اغېزمن شوی:

''د پاکستان او هند تر منځ د واهګه پولې پرتله په تورخم دروازه د تجارت شرايط ډېر سخت دي. ''

افغانستان او پاکستان خپلمنځي سوداګري زياتوي

غني منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ "بندولو" ګواښ وکړ

له ډیورنډ کرښې سره ۵۰۰۰ کانټینر ایسار دي

عمران خان: د تورخم لاره به شپه او ورځ پرانیستې وي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د اګست په مياشت کې له افغانستان سره د تورخم دروازې شپه او ورځ پرانیستنې اعلان وکړ، چې د اقتصادي چارو کارپوه حق نواز په وینا ورسره د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ ودې ته هم هیله مندي ډېره شوې.

هغه زياته کړه، په جون کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته سفر وکړ او اوس پکار ده چي لومړی وزير عمران خان افغانستان ته سفر وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي فضا ښه شي او پر اقتصادي اړيکو هم خبرې وشي او پاکستان د افغان سوداګرو لپاره د اسنادو شرايط اسان کړي، چې په خبره یې ګټه یې پاکستان ته هم رسېږي.

د انځور حقوق Getty Images

ماهرین وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ له کمزورتیا سره نه يوازې له پاکستانه افغانستان ته صادراتو کې کمی راغلی بلکې ورسره په قبايلي سیمو کې د وزګارتیا کچه هم لوړه شوې.

ورته مطالب