امریکا له پاکستان سره د اېف ۱۶ الوتکو لپاره تخنیکي مرسته کوې

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد پاکستان ته د اېف ۱۶ جنګي الوتکو د خوندیتوب لپاره ۱۲۵ میلیونه یا دوولس نیم کروړه ډالره ور کول منظور کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټګان د امنیتي مرستو اداره( سیکیوریټي کو اپرېشن ایجنسي) خپل بیان کې وايي، د پاکستان حکومت له امریکا هیله کړې وه چې تخنیکي مرسته ور سره جاري وساتي.

په بیان کې زیاته شوې، چې دا مرسته د امریکا ملي امنیت او بهرنۍ پالیسي پیاوړې کوي، ځکه امریکایي کارکوونکي ۲۴ ګړۍ د دې ټیکنالوجۍ څارنه کوي.

دوی دا هم وايي، چې دې مرستې سره به سیمه کې بنسټیز پوځي انډول بدل نه شي.

په یوه بل جلا بیان کې سیکیورټي کو اپورېشن ایجنسۍ ویلي چې هند ته هم د ۶۷ کروړه یا ۶۷۰ میلیون په ارزښت د پوځي توکو پلورل منظور شوي دي.

د امریکا دا ګام دغه هېواد ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له تګ څو ورځې وروسته دی.

تېر کال رویټرز یوه خبر کې وویل چې د امریکا ولسمشر پاکستان سره د ۹۰۰ میلیون یا ۹۰ کروړه ډالرو پوځي مرسته وځنډوله.

واشنګټن ویل، د حقاني شبکې او افغان طالبانو پرضد پاکستان اغېزناګ ګام نه پورته کوي، ځکه ور سره دا مرسته ځنډوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا ته د عمران خان له تګ څو ورځې وروسته د تخنیک برخه کې دا مرسته اعلانېږي.

د یادولو ده چې د بارک اوباما په مشرۍ د امریکا حکومت پر ۲۰۱۶ کال پاکستان ته د اتو اېف ۱۶ الوتکو د ورکړې تړون خبرې پیل کړې، خو هند په دې هکله سپینې ماڼۍ ته اندېښنه وښوده.

وروسته دا مسله چې د امریکا کانګرېس ته ورسېده، نو د امریکا حکومت له سخت مخالفت سره مخ شو.

بیا د امریکا کانګرېس پاکستان ته د اېف ۱۶ الوتکو پر ور کړه رضایت وښود، خو مالي مرسته یې منظوره نه کړه چې ور سره دا تړون وځنډېد.