د کوټې لیاقت بازار کې چاودنې لږ تر لږه ۴ کسان وژلي

کوټه
Image caption چاودنه د پولیسو تاڼې ته نږدې شوې ده

د بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې نن سه شنبه په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي. چاودنه د کوټې ښار لیاقت بازار کې شوې ده.

د کوټې د ملکي روغتون ویاند وسیم بېګ بي بي سي ته ویلي، دا چاودنه د د پولیسو تانې ته نږدې شوې ده. نوموړی وایي چې په ټپیان کې ښځې او ماشومان هم شته.

تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی، خو په بلوچستان کې فعالې بیلتون پالې وسله والې ډلې وخت نا وخت هلته پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

تېره می میاشت کې هم د کوټې پښتون اباد سیمه کې په یو جومات کې چاودنې درې کسان وژلي وو او ۲۵ نور یې ټپیان کړي وو.

تر هغه وړاندې د می میاشتې په ۱۳ نېټه هم د کوټې په سټلایټ ټاون کې پر پاکستاني پولیسو برید شوی و. په هغه برید کې څلور پولیس وژل شوي وو او ۱۲ نو ټپیان شوي وو.

د اپرېل میاشتې پر دولسمه نېټه هم د کوټې ښار سبو او مېوې منډيي کې د ځانمرګي برید له امله ۲۰ کسان وژل شوي وو او تر ۴۰ ټپیان وو.

له ۲۰۰۰ کال را په دې خوا په بلوچستان کې نا امني ډېره شوې او د کوټې په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې پر امنیتي کسانو بریدونه شوي دي.

پاکستان کې فعالو سخت دریځو ډلو په کوټه کې مېشت هزاره وګړي هم وخت نا وخت په نښه کړي او درنه مرګژوبله یې ور اړولې ده.

ورته مطالب