خیبر پښتونخوا حکومت ۳۰۰۰ تاریخي اثار بېرته غواړي

بدها د انځور حقوق ARCHEOLOGY DEPARTMENT
Image caption بدها د روژې په حال کې مجسمه د خیبر پښتونخوا ملکیت دی، خو اوس مهال په لاهور موزیم کې ساتل کېږي

خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د مذهبي سیلانیانو لیوالتیا په موخه د پاکستان له نورو صوبو یا ایالتونو د ګندهارا هنري اثار بېرته غواړي. چارواکي وايي، د دې لپاره به بین الصوبايي کمېټۍ ته غوښتنه وړاندې کړي.

د خیبر پښتونخوا ملکیت ۳۱۵۰ تاریخي اثار د پاکستان په نورو برخو کې ساتل کېږي. دې کې د بودا هغه مجسمه هم شامله ده چې د هغه له اوږدې روژې وروسته چمتو شوې او دا مهال د لاهور په موزیم کې ساتل شوې ده.

د سیلګرۍ صوبايي وزیر عاطف خان دې لړ کې د چمتوالي امر کړی دی. نوموړی وايي، صوبه کې داسې تاریخي ځایونه شته، چې بهرني سیلانیان یې لیدو ته لېوال دي. نوموړي وزیر د مذهبي سیاحت یا سیلګرۍ لپاره له صوبايي پرمختیايي ادارې د پنځه سوه میلیونو روپیو یوې پروژې منظوري تر لاسه کړې ده.

د انځور حقوق ARCHEOLOGY DEPARTMENT
Image caption پېښور موزیم کې هم د بدها یوه دغسې یوه مجسمه شته، خو هغه په دریو ټوټو کې موندل شوې وه، چې وروسته سره یو ځای شوه.

د تاریخي اثارو ادارې مشر ډاکټر عبدالصمد وايي، د پاکستان له رامنځته کېدو مخکې سیمه کې موندل شوي اثار او دغه راز د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته بېلابېلو کېندونو کې موندل شوي اثار دې کې شامل دي چې بېلا بېلو موزیمونو کې ساتل شوي دی. ډاکټر صمد زیاتوي د ګندهارا هنري اثار ګڼ شمېر په اوسني هند کې هم ساتل شوي دي.

نوموړی زیاتوي له اتلسم قانوني ترمیم وروسته د تاریخي اثارو اداره له ټولو وسایلو سره صوبو ته سپارل شوې او که څه هم خیبر پښتونخوا ته لګښت او نور واک ورکړل شوی، خو اثار یې لا هم نه دي سپارل شوي.

د نوموړي په وینا فاسټنګ بودا یا روژه لرونکی بودا نومې مجسمه په نړۍ کې د خپل ډول یوازینۍ هغه ده او د خیبر پښتونخوا ملکیت دی. دغه راز په ټیکسلا موزیم کې ایښي پنځوس سلنه تاریخي اثار د ګندهارا هنري سبک دي او د کراچۍ په ګډون د هېواد په نورو موزیمونو کې هم دغه اثار ساتل کېږي.

ویل کېږي له ننه نژدې دوه زره کاله پخوا بودا نژدې شپږ کاله روژه نیولې وه، چې د خورا سختۍ کمزورۍ په حال کې یې دغه مجسمه توږل شوې وه.

دا په نړۍ کې د بودا لومړنۍ مجسمه بلل کېږي چې په بشپړ حالت کې له مردان سیمې موندل شوې او په لاهور موزیم کې ساتل کېږي. پېښور موزیم کې هم دغسې یوه مجسمه شته، خو هغه په دریو ټوټو کې موندل شوې وه، چې وروسته سره یو ځای کړل شوه. ډاکټر عبدالصمد وايي، جاپان حکومت څو ځله هیله څرګنده کړې چې د فاسټنګ بودا مجسمه د څه وخت لپاره هلته واستول شي، چې د هغه هېواد اوسېدونکي یې هم وویني.

د خیبر پښتونخوا په تخت بايي سیمه کې د د بودا مذهب ګڼ تاریخي اثار شته چې، څه موده مخکې یې هم د لیدو لپاره له کوریا او ځینې نورو هېوادونو خلک راغلي وو او دغه ځای کې یې خپل عبادتونه وکړل.

د انځور حقوق ARCHEOLOGY DEPARTMENT