د پاکستان سترې محکمې د عالمزېب مسید د خوشي کېدو امر وکړ

مسید د انځور حقوق SOCIAL MEDIA

د پاکستان سترې محکمې په ضمانت د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال عالمزېب مسید د خوشي کېدو امر ورکړی دی.

ښاغلی مسید له تېرو شاوخوا اتو میاشتو راهیسې د کراچۍ په زندان کې وو.

نوموړی د روان کال په جنورۍ میاشت کې په کراچۍ کې پاکستانيو پولیسو هغه مهال نیولی وو، چې دغه ښار ته د غورځنګ په ولسي غونډه کې د ګډون لپاره تللی وو.

هغه ورځ چې عالم زېب مسید پاکستانيو پولیسو نیوی، د غورځنګ یوه بل فعال هغه شېبه پر فېسبوک ژوندۍ ويډيو خپره کړې وه، چې پولیس د دوی موټر ته ولاړ وو او توپنچه يې پرې نیولې وه.

تر هغه وروسته ښاغلی مسید د کراچۍ نژدې پولیسو تاڼې ته او وروسته زندان ته ولېږدول شو، چې له همغه راهیسې يې په محکمه کې قضیه روانه وه.

د غورځنګ یوه بل فعال ادریس پښتين له بي بي سي سره خبرو کې د ښاغلي مسید خوشي کېدل تاييد کړل او د ده په خبره سترې محکمې امر کړی، خو په خوشي کېدو به يې لږ تر لږه دوې ورځې نورې هم ولګېږي.

عالم زېب مسید چې له مودې راهیسې يې د تری تم شویو کسانو لپاره غږ پورته کاوو، په غورځنګ کې يې تر ډېره د هغو کسانو په هکله مالومات راغونډول، چې د پښتونخوا له بېلا بېلو سیمو تري تم شوي دي.

د منظور پښتین څرګندونې

د انځور حقوق AFP
Image caption عالم زیب مسید تر نیول کېدو وروسته

د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین وايي، د ښاغلي مسید لپاره يې لومړی په سیند ایالت کې ایالتي محکمې ته د هغه د خوشي کېدو خواست کړی وو، چې د هغوی له انکار وروسته يې د پاکستان په ستره محکمه کې د هغه د خوشي کېدو خواست وکړ او نن دوشنبه قبول شو.

ښاغلي پښتین له بي بي سي سره خبرو کې وویل، غورځنګ د ټولو نیول شویو ملګرو د خوشي کېدو لپاره هلې ځلې پېل کړې دي او په سوله ييز ډول به خپله مبارزه پر مخ بیايي:

"غورځنګ د ټولو نیول شويو ملګرو د راخوشي کېدو لپاره مبارزه کوي او له تکړه وکیلانو سره خبرې کوي، تر څو د دوی ټول ملګري راخوشي شي".

د غورځنګ د یوه بل فعال عبدالله ننګیال په خبره، د عالم زېب مسید په شمول د دوی شاوخوا شل ملګري د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې دي، چې د دوی په خبره پاکستانيو پولیسو په جعلي مقدمو کې زنداني کړي دي.

د دې په ځواب کې د پاکستان پولیس وايي، د نیول شويو کسانو پر ضد په بېلا بېلو سیمو کې او په بېلا بېلو وختونو کې (ایف ای ار) یا د پولیسو لومړي رپوټونه ثبت شوي او ځکه يې نیولي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان او له سوېلي او شمالي وزیرستان څخه د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي علي وزیر او محسن دوړ هم په دې نیول شويو کسانو کې دي، چې د خړ کمر تر پېښې وروسته نیول شوي وو.

غورځنګ تور پورې کوي، چې د دوی قضیه کې قاضي له ځنډه کار اخلي، خو حکومتي وکیل دغه تورونه ناسم بولي.