د شمالي وزیرستان په سپین وام کې څه تېر شول؟

د انځور حقوق Getty Images

شمالي وزیرستان کې خلک وايي، سپین وام کې د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ د نښتې خلاف احتجاج د قبایلي جرګې په غوښتنه ختم شو.

صوبايي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان خپلواک وکیل میر کلام خان وزیر بي بي سي ته وویل، سپین وام کې د شنبې په شپه پېښه کې درې کسان چې دوه ولسي وګړي او خپل منځ کې وروڼه او یو سرتېری دی وژل شوي دي.

دې پېښه کې دوه کسان ټپي شوي هم دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې د شنبې په ورځ بیان کې ویلي: د سپین وام په اباخېل کې ځینې وسلوالو پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې له امله یې یو سرتېری وژل شوی او ځواب کې دوه بریدګر وژل شوي دي.

د بیان له مخې وژل شوی سرتېري د ګلګت بلتستان دی او اختر حسین نومېږي.

خو میر کلام خان وزیر وايي، د وژل شویو وروڼو پلار دعوه کوي چې زمنو یې د شپې کور ته نږدې کرونده اوبه کوله چې د امنیتي ځواکونو ګزمې پرې ډزې وکړې او ځای په ځای یې دواړه ووژل.

د هغه په خبره، په دغه مهال د وژل شویو له کور ډزې وشوې، ور سره نښته پیل شوه چې پایله کې یې دغه دوه وروڼه او یو سرتېری ووژل شول او دوه کسان ټپي شول.

ټپیانو کې د وژل شویو تره او یو سرتېری دی.

میر کلام خان وايي په دې هکله کره مالومات نشته چې دا پېښه یوه تېروتنې وه که بل لامل لري.

خو زیاتوي چې له پلټنو وروسته به اصلي لامل ډاګیز شي.

دې پېښه پسې د شنبې په ورځ سپین وام کې لاریون پیل شو، خو د ځايي مشرانو په هڅه پای ته ورسېد.

د ځايي خلکو په خبره، جرګې پر دې مسله د نور غور لپاره د سپټمبر پر ۲۵ د وزیریستان د ټولو قبایلو د یوې سترې جرګې غوښتنه کړې ده او دا هم ویل شوي چې تر هغه به څوک لاریون نه کوي.

د میر کلام خان وزیر په خبره، دې جرګه کې به د شمالي او سوېلي وزیرستان د پارلمان د دوو استازو محسن داوړ او علي وزیر د خوشي کېدو په هکله هم پرېکړه لیک وړاندې شي.

له بلې خوا شمالي وزیرستان کې خبریالان وایي، له څه مهال راهیسې سپین وام کې د شپې نامالوم کسان پرلپسې د خلکو کورونو ته ډبرې ګوزراوي او دې پېښې ځايي خلک له وېرې سره مخ کړي دي.

خبریالان وایي د وژل شویو کور ته هم څو ورځې مخکې ډبرې ور ګوزار شوې وې او دی امنیتي ځواکونه هم خبر کړي وو.

امنیتي ځواکونو خلک ډاډه کړي چې ډېر ژر به د دې پېښې مخنیوي وکړي او پکې ښکېل کسان به ونیسي.

په دا مهال خبریالان دا هم وايي، چې وروستۍ پېښې ښايي د تېروتنې له امله وي، ځکه د درو ورځو تېرېډو سره یې هم اصلي شواهد ونه وړاندې نه شول.

خو بیا هم ځايي خلک په خواله رسنیو کې دا غوښتنه کوي چې د حقیقت موندلو لپاره دې دا پېښه دې هر اړخیزه وڅېړل شي.