د علي وزیر مېرمن: د بچیانو له پلار سره لیدل اسان نه و

د انځور حقوق Reuters

د پښتونخوا د مرکز پېښور سترې محکمې د قامي اسمبلۍ د غړو او د پښتون ژغورنې غورځنګ دوو مشرانو محسن داوړ او علي وزیر ضمانت منظور او د هغوی د خوشي کولو امر وکړ.

دواړه مشران تېره مۍ خړ کمر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او د پاکستاني پوځ ترمنځ نښته کې له وژنو وروسته نیول شوي.

قامۍ اسمبلۍ کې د دوی د خوشي کولو لپاره د امر نه کولو او د بند پر مهال له دوی سره چلن هم خواله رسنیو ته په بحث بدل و.

د بي بي سي خبریال د علي وزیر له مېرمنې سره په دې خبرې کړې چې د مېړه د بند پر مهال یې ژوند څنګه و.

په پیل کې هغې ویلي، لومړیو کې یې ډېرې هڅې وکړې چې له مېړه سره وویني، خو نه یې خپل حیثیت او نه یې هم د مېړه د وکیل هڅو کومه ګټه وکړه.

د تدریس څانګې پورې تړلې سایره نواب وايي، کله چې د پېښور مرکزي جېل کې کسان د لیدو لپاره په تمه و، نو د نورو په څېر له دې هم وپوښتل شول چې د چا لپاره راغلې ده:

"کله چې یې له ما وپوښتل نو بیا یې وویل، دا د پي ټي اېم وال مېرمن ده، ور سره خبرې ونه کړئ، نو زړه کې را تېره شوه داسې خبرې کوي لکه یو چا چې ډېر قتل کړی وي".

نورو خلکو له خپلو بندیانو سره لیدل، خو زه او بچیان مې انتظار وو او ګرمۍ کې مایوسه شوي و.

سایره دا هم وايي، چې تر یو وخت په دې هم نه پوهېده چې علي وزیر چېرته دی:

"اول خبره نه وم، چې هغه چېرته دی، بیا چې دا خبره مالومه شوه، نو د لیدو لپاره اجازه بله ستونزه وه، د مۍ له ۲۶ تر جولای مې هیڅ ور سره ونه لیدل":

خو زیاتوي چې اونۍ کې درې ځلې علي وزیر له بند درې دقیقې ورته زنګ واهه: "خو خبري به یي بي ربطه ښکارېدې، کله به مې زړه کې ویل چې دا خبرې خو به ریکارډ کېږي نه، زما یوه پوښتنه او د هغه به بل ځواب و، داسې ښکارېدل چې ذهني حالت یې ښه نه دی".

نوموړې وايي، هغه وخت ډېر سخت و، د بچیانو سوالونو ته ځواب او کله به چې جېل ته د لیدلو لپاره لاړل راوستل یې اسان نه و.

"زموږ دود کې تاڼې یا زندان ته د ښځې تګ ښه کار نه بلل کېږي، خو زما د بچیانو له پلار سره لیدل ضروري و. له پلار سره ډېره مینه لري، د ډېر وخت لپاره له پلار لرې ساتل یې ممکن نه و".

د انځور حقوق Reuters
Image caption سایره نواب هریپور جېل تر پېښور اسانتیا کې ښه بولي.

سایره نواب وايي، هريپور جېل ته یې لېږدولو د دې ستونزې ډېرې کړې، خو د لیدلو اسانتیا ښه شوه.

"تګ مو اوږد و، اول پېښور ته تلل، بل له ډي اې خان تر هریپور ۹ ګړۍ مزل دی، کرایه هم ۱۶ زره روپۍ وه".

نوموړې د هریپور له کارمنانو خوشاله ده: "دوی له اصولو سره چلېدل، د علي وزیر سره لیدلو کې کېناستو، خبرې مو کولې، دلته مو څوک د لیدل خنډ نه شو".

خو د پېښور له کارمنانو شکایت لري: "پېښور کې د جېل چارواکو رویه مختلفه وه. مالومه نه ده چې له پاسه د چا حکم و، که څه چې زموږ لپاره یې دلته ستونزې نه جوړولې او نه یې خبرداری را کاوه.

سایره نواب وايي، اوله لیدنه کې ورته وزیر وویل چې اول کې یې وهلی خو دلته یې حالت ټیک دی، خوشال دی، کومه مسله نشته:

"یوه وړه کمره او ور سره چڼچوبۍ یا واش روم و، له هغه سره بله کمره کې محسن داوړ و، خو اخبار یا موبایل یې نه درلودل، ورزش ته تلل او د شوګر او وینې فشار له امله روغتون ته هم تل"ل.

دا وايي، کله یې چې ماشومانو اول ځل جېل کې له پلار سره ولیدل، نو پوښتنه یې وکړه چې بابا ولې دلته دی، بیا یې ویل موږ یې بهر را سره بیا یو، خو علي ورته وویل دلته یې ښوونځی پیل کړی، ځکه بهر نشي تللی.

دا زیاتوي کله یې چې یوې ۱۱ کلنه لور ورته وویل، مورې ښوونځي کې یوې جنۍ ماته اشاره وکړه ویې ویل پلار یې جېل کې دی، دا د علي وزیر لور ده.

زما لس کلن زوی هغه وخت خوراک څښاک بند کړ چې دوه اونۍ مې پلار ته نه وروست، بیا یوه ورځ له ښوونځي زنګ راغی چې زوی دې بې هوشه دی.

سایره نواب هیله لرله چې د علي وزیر ضمانت به ژر وشي، خو د وخت تېرېدو سره دا هیله پرې شوه:

"هر ځل به چې عدالت ته وړاندې کېده، هیله به مې وه چې ضمانت یې کېږي، خو داسې ونه شول، دا څو اونۍ په څو میاشتو بدلې شوې".

دا وايي، دا افسوس به تل کوي چې کش بچیانو یې جېل لیدلی نه وی.

د دې په اند، علي وزیر په اصولو ولاړ سړی دی او تېرو څلورو میاشتو کې یې چې لیدلی ورته ویلي یې دي، ته په سمه روان یې، خپله خبره مه پرېږده، خو لهجه بدله کړه.