د ګلالۍ اسماعیل پلار د ۱۴ ورځو لپاره زندان ته لېږل شوی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګلالۍ څو میاشتې مخکې امریکا ته لاړه

تر شاوخوا ۲۰ ساعته تری تم کېدا وروسته د فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار، پوهاند محمد اسماعیل نن د پېښور یوې محکمې ته حاضر کړل شو، چې دغې محکمې بیا د ۱۴ ورځو لپاره د پاکستان د دولتي ادارو ضد د کرکې خپرونې په تور زنداني کړی.

تېر ماښام د پوهاند محمد اسماعیل لور فعالې ګلالۍ اسماعیل پر خواله رسنیو په یوه خپاره شوي ويډيويي پېغام کې ویلي وو، چې پلار يې د پېښور د اعلی محکمې له مخې ناڅرګنده کسانو تښتوولی دی.

اغلې اسماعیل د پاکستان پر واکمنو تور پورې کړ، چې پلار يې دوی تښتوولی، ځکه چې د دې په خبره له څه مودې راهیسې د پاکستان استخباراتي شبکو د هغې د پلار د تښوولو هڅه کوله:

''نن زما پلار پوهاند محمد اسماعیل د پېښور د اعلی محکمې له مخې تښتوول شوی. زما پلار یادې محکمې ته د یوې اورېدنې لپاره ورغلی وو، خو څنګه چې هم هغه د محکمې له ودانۍ د موټر خواته روان شوی، نو هلته د تورو ملېشه جامو کسانو هغه نیولی او له ځان سره يې وړی، چې وار له مخه ده ته منتظر وو. هغوی په تور موټر کې زما پلار وړی، چې موږ ته يې مالومات نشته، چې چېرته يې وړی دی

اغلې اسماعیل وروسته په یوه ټویټر پیغام کې ویلي چې پلار یې د ''پېښور محکمې ته حاضر کړل شوی او روغتیايي حالت یې ښه نه ښکاري ''

فعاله ګلالۍ اسماعیل چې خپله څلور مياشتې ورکه وه او بیا په امریکا کې راڅرګنده شوه، د پاکستان پر امنیتي اورګانونو تور پورې کوي، چې د وژل کېدو له وېرې يې امریکا ته پناه وړې.

پر اغلې اسماعیل هم د پاکستان پولیسو بېل بېل تورونه پورې کړي وو او د هغې پر ضد يې د پولیسو رپوټونه هم ثبت کړي وو.

د پښتونخوا د صوابۍ پوهاند اسماعیل له تېرو څو کلونو راهیسې اسلام اباد کې اوسېږي او پرون د محکمې لپاره پېښور ته تللی و.

د نوموړي لور ګلالۍ اسماعیل امریکا ته له تګ مخکې پاکستان کې له څو دوسیو سره مخ وه، چې ډېرې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډو کې ګډون او د حکومتي او امنیتي ادارو پرضد سخته ژبه کارول دۍ.

* ټولنیزه فعاله ګلالۍ اسماعیل له پاکستانه وتښتېده

* د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ګلالۍ چا نیولې وه؟

نوموړې په محکمه کې دا دوسیه هم لري چې د اېن جي او پیسې یې بې قانونه ډلو ته وېشلې او دې برخه کې یې پلار هم ور سره شریک دی.

پوهاند اسماعیل څو ځلې دې دوسیه کې محکمو ته تللی او وخت په وخت یې خپل ټوېټر کې هم په دې تړاو خبرې کړې دي. هغه د اکټوبر پر ۱۷ یوه ټوېټ کې وویل، ځینې کسانو د شپې هڅه وکړه چې ما پورته کړي او بې درکه خلکو کې مې شامل کړي.