"حافظ حمدالله پاکستانی نه دی، تلوېزون ته یې مه بلئ"

حافظ حمد اللہ د انځور حقوق JUI-F
Image caption حافظ حمدالله له رسنیو سره خبرو کې پر دې پرېکړه حیرانتیا ښودلې.

د پاکستان د برېښنايي رسنیو څارونکې اداره پیمرا وايي، د بلوچستان اوسېدونکی او د جمعیت علما اسلام یو مشر حافظ حمدالله پاکستانی نه دی او له خصوصي رسنیو یې غوښتي چې مرکې ور سره ونه کړي.

پیمرا ټولو خصوصي رسنیو ته ویلي چې نادرا د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر پر ۱۱ دې ادارې ته لیک کې ویلي، چې حافظ حمدالله پاکستانی وګړی نه دی.

* مولانا فضل الرحمن: په احتجاجونو به ټول اسلام اباد وتړم

* د پاکستان د ټاکنو کمېسون مخ ته د ګډ اپوزېسیون لاریون

پمیرا وايي، اوس چې ثابته شوه حافظ حمدالله بهرنی دی، نو ټولو تلوېزونونو ته سپارښت دی چې د خبرو لپاره یې ونه بولي.

حافظ حمدالله له رسنیو سره خبرو کې پر دې پرېکړه حیرانتیا ښودلې.

حافظ حمدالله د بلوچستان د کلاعبدالله ولسوالۍ د چمن اوسېدونکی دی او پر ۱۹۶۸ کال همدلته زېږېدلی دی.

نوموړی پر دیني زدکړو سربېره ساستپوهنه کې ماسټري لري.

د انځور حقوق JUI-F
Image caption حافظ حمدالله پر ۲۰۱۲ کال سناتور شو.

حافظ حمدالله له میټریک وروسته پر ۱۹۸۶ د بلوچستان د ښوونې ریاست له خوا ښوونکی وګومارل شو او پر ۲۰۰۲ کال له ټاکنو مخکې له دې دندې لاس پر سر شو.

حافظ حمدالله وروسته خصوصي زدکړې کړې او پر ۲۰۱۱ کال یې د بلوچستان پوهنتون سیاستپوهنه پوهنځي کې ماسټري وکړه.

حافظ حمدالله د بلوچستان په کچه د جمعیت علما اسلام یو مخکښ مشر دی او د پاکستان په کچه هغه وخت مشهور شو چې د ۲۰۰۲ کال ټاکنو کې د متحده مجلس عمل په ټکټ صوبايي اسمبلۍ کې د چمن غړی شو او وروسته د روغتیا وزیر شو.

د ۲۰۰۸ کال ټاکنو کې صوبايي اسمبلۍ ته کامیاب نه شو، خو پر ۲۰۱۲ کال سناتور شو.

تېر کال د قامي اسمبلۍ لپاره له کوټې نوماند و، خو کامیاب نه شو.

د حافظ حمدالله دریځ څه دی؟

د انځور حقوق JUI-F
Image caption حافظ حمدالله وايي، ښايي تونده ژبه یې د شناختي کارډ د شنډېو لامل شوې وي.

هڅه مو وکړه نادرا وغږوو، چې ووايي څنګه د حافظ حمدالله وګړتوب ننګول شوی، خو بریالي نه شوو، مګر حافظ حمدالله بي بي سي ته وویل، فرورۍ یا مارچ کې ورته مالومه شوه چې کومې حکومتي ادارې د نوموړي پر شناختي کارډ اعتراض کړی

دی وايي، پلار یې ولي محمد پر ۱۹۶۷ چمن کې ځای اخیستی او بیا یې پر ۱۹۷۷ کال پلورلی او دا سندونه شته.

نوموړی دا هم وايي، چې پلار یې چمن کې مدرسه هم درلود، چې پر ۱۹۶۸ کال له حکومت سره هم رسمي شوې وه او پلار یې پر ۱۹۷۴ کال د بلوچستان پوهنې ریاست د قران ښوونکی هم مقرر کړی و.

حافظ حمدالله وايي، پلار او مور یې هم پر ۱۹۷۴ کال شناختي کارډونه جوړ کړي وو او پلار یې پر ۱۹۷۵ کال پاسپورټ هم جوړ و او پر ۱۹۶۸ یې د بانک حساب هم پرانیستی و.

د نوموړي په خبره، له دا ډول پخو سندونو لرلو سره سره یې د شناختي کارډ شنډول له پوهې بهر خبره ده.

د لاریونوالو او حکومت هوکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption مولانا فضل رحمن وايي تر هغه به مظاهرې کوي چې حکومت استعفا وکړي.

دا پرمختیا په داسې مهال ده چې د حافظ حمدالله د ګوند په مشرۍ د اپوزیسیون مخکښ ګوندونه اسلام اباد کې لاریون کوي.

خو حکومت له څه مهال راهیسې هڅه کوله چې له دې مظاهره چیانو سره جوړ جاړي ته ورسېږي.

تېره شپه د حکومت د مرکچي کمېټې مشر او دفاع وزیر پروېز خټک وویل، د جمعیت علما اسلام په مشرۍ د مظاهره چیانو سره هوکړه شوې ده، چې له مخې یې اپوزیسیون په اېچ ناین ډګر کې جلسه کوي خو د ډي چوک په لور نه ځي.

هغه دا هم وویل، چې جمعیت علما اسلام او نور اپوزیسون ګوندونه به د قانون چوکاټ کې خپل پروګرام مخ ته بیايي او حکومت به هم د دوی په مخ کې خنډ نه جوړوي او ټولې لارې به پرانیستې وي.

د مولانا فضل رحمن په مشرۍ د دې مارچ جوړوونکي وايي، چې لومړی وزیر عمران خان په حکومت کې ناکام دی او باید استعفا ور کړي.

مولانا فضل رحمن وايي تر هغه به مظاهرې کوي چې حکومت استعفا وکړي.

د هغه په خبره، لاریون یې قانوني حق دی او باید دې برخه کې ادارې ازادې پاتې شي او مخنیوی یې ونه کړي.

ورته مطالب