د نقیب الله مسید د وژنې په اړه د نندارتون د بندولو هڅه

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption نقیب الله مسید په ۲۰۱۸ کال کې د کراچۍ پولیسو لخوا ووژل شو

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو شمېر کسانو هڅه کړې چې په ناقانونه توګه د وژل شویو کسانو په اړه جوړ شوی نندارتون په زور وتړي. د نندارتون چمتو کوونکي وایي، دې کسانو ورته وویل چې "ستاسې کار زموږ نه دی خوښ".

"د کراچۍ هدیرې" په نامه د دغه نندارتون چمتو کوونکي وایي، یو شمېر کسان چې ساده کالي یې پر ځان وو، نندارتون ته ورغلل او دوی ته یې امر وکړ چې بند یې کړي.

په دې نندارتون کې د عدیله سلمان په نامه یوې هنرمنې د نقیب الله مسید د وژنې په اړه یو فلم او د ۴۴۴ قبرونو څلي نندارې ته وړاندې کړي وو.

عدیله وایي، دا ۴۴۴ څلي د هغو کسانو د وژنې عکاسي کوي چې پولیس په ناقانونه توګه خپلو عملیاتو کې وژلي دي.

کله چې بي بي سي د کراچۍ د پولیسو له مشر شرجیل کهرل سره په دې اړه خبرې وکړې نو هغه وویل چې د پېښې په اړه هېڅ مالومات نه لري.

پخپله هنرمنې عدیله سلمان ویلي، تر اوسه یې د دې پېښې په اړه پولیسو سره اړیکه نه ده نیولې.

د انځور حقوق EPA
Image caption راو انور څو میاشتې فراري و او د سږ کال مارچ میاشتې وروستیو کې اسلام اباد کې د پاکستان سترې محکمې ته وړاندې شو.

نوموړې وایي، په خپل فلم کې یې یوه داسې صحنه انځور کړې ده چې د نقیب الله مسید پلار سمندر ته ګوري او غلی دی. په همدې فلم کې هغه کرونده هم ښودل شوې ده چېرې چې پولیسو نقیب الله مسید وژلی و.

عدیله وایي، دا هنري نوښت یې د خبریالانو د رپوټونو پر بنسټ چمتو کړی دی. هغې بي بي سي ته وویل، د یکشنبې پر سهار لس بجې کله چې نندارتون پرانیستل شو نو په ساده کالیو کې یو شمېر کسان ورغلل او دوی ته یې وویل چې د استخباراتو خلک دي.

دې کسانو ونه ویل چې د کومې ادارې خلک دي، خو د نندارتون د تړلو امر یې وکړ. وروسته دې کسانو د نندارتون یوه برخه وتړله او د نورو برخو تړلو هڅه یې هم وکړه.

یاده دې وي چې نقیب الله مسید د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې د کراچۍ د پولیس یو افسر راو انوار لخوا په دې تور وژل شوی و چې ګواکې له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

Image caption د نقیب الله مسید له وژل کېدو وروسته د کراچۍ پښتنو پراخ احتجاجونو کړي و

خو پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو او پښتنو سیاسي مشرانو تور ولګاوه چې د راو انوار په مشرۍ د کراچۍ د پولیسو یوې ډلې په یوه جعلي نښته کې نقیب الله مسید په بېګناه توګه وژلی دی.

راو انور څو میاشتې فراري و، خو تېر کال مارچ میاشتې وروستیو کې اسلام اباد کې د پاکستان سترې محکمې ته وړاندې شو، او وروسته په ضمانت خوشې شو.

د هغه د وژنې په غبرګون کې په پاکستان او نوره نړۍ کې پښتنو پراخ احتجاجونه وکړل، او د همدې احتجاجونو او پرلتونو په پایله کې د پښټون ژغورنې غورځنګ په نامه د پښتنو د حقونو غوښتونکې ډله، یعنی پښتون ژغورنې غورځنګ هم رامنځته شو.

ورته مطالب