د حافظ حمدالله د تابعیت لغوه کولو پرېکړه وځنډول شوه

د انځور حقوق Hafiz Hamdullah/Facebook

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد عالي محکمې د جمعیت علمای اسلام ګوند یوه مشر حافظ حمدالله د پاکستاني تابعیت لغوه کولو پرېکړه ځنډولې ده. له دې مخکې حافظ حمدالله دغه پرېکړه محکمه کې ننګولې وه.

د پاکستان د نفوسو ثبت احوال ادارې یا نادرا د سې شنبې پر ورځ دې لړ کې محکمې ته وویل، حافظ حمدالله د تابعیت ثابتولو لپاره جعلي اسناد وړاندې کړي دي.

خو د محکمې قاضي نادارا چارواکو ته وویل، چې باید د معیار په تړاو ورته وویل شي، چې د کوم معیار له مخې دغه اسناد جعلي بلل کېږي.

د اسلام اباد عالي محکمې مشر قاضي اطهر من الله وویل، حافظ حمدالله نه یوازې سناتور و، بلکې د ایالتي وزیر په توګه یې هم دنده تر سره کړې او د رایې ورکولو لپاره به یې نوم د پاکستان ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره هم ثبت شوی وي.

کله چې محکمې د ښاغلي حمدالله د اولادونو شمېر په تړاو پوښتنه وکړه، د حافظ حمدالله مدافع وکیل ورته وویل، چې یو زوی یې د پاکستان پوځ کې دنده لري.

مشر قاضي په دې تړاو وویل، چې کوم زوی د هېواد پر خاوره ځان قربانوي د هغه د پلار پر تابعیت څنګه شک کېدای شي؟

د انځور حقوق Hafiz Hamdullah/Facebook

محکمې د پاکستان کورنیو چارو وزارت او د نفوسو ثبت احوال ادارې ته ویلي چې د محکمې له لوري د بل امر له صادرولو مخکې دې لړ کې باید هېڅ و نه کړي او دغه راز یې نادرا چارواکو ته ویلي چې ۱۵ ورځو موده کې باید محکمې ته ځواب وړاندې کړي.

محکمې د پاکستان برېښنایي رسنیو د همغږۍ ادارې پیمرا له لوري هغه غوښتنه هم ځنډولې چې ټلویزیونونو ته یې ویلي وو، حافظ حمدالله دې د مرکو او تبصرو لپاره خپلو خپرونو ته نه غواړي.

له دې مخکې د اکتوبر پر ۲۷ مه پیمرا په یوه خبرپاڼه کې له پاکستاني رسنیو وغوښتل چې د نادرا ادارې د اکتوبر په ۱۱ ورته یوه لیک کې ویلي، چې حافظ حمدالله پاکستانی نه دی او له همدې کبله باید ټلویزیوني خپرونو ته و نه بلل شي. حافظ حمدالله په دې اړه حیرانتیا څرګنده کړې وه.

ورته مطالب