"ډېره اسماعیل خان یو وخت تر اوبو لاندې و"

درازندہ، ڈیرہ اسماعیل خان، فوسل، جغرافیہ
Image caption ډېره اسماعیل خان کې د سیپیو پاتې شوني.

له ډېره اسماعیل خان چې د بلوچستان د ژوب په لور ځې د ۶۰ کیلومترو په واټن له درابن شګلنې سیمې وروسته نیمه قبایلي سیمه درازنده ده.

دې سیمه کې د سلیمان غرونو لړۍ کې خلکو د سمندري ژوو داسې پاتې شوني موندلي چې ډبرې ښکاري، خو په اصل کې داسې ژوي وو چې د وخت تېرېدو سره په کاڼو بدل شوي دي.

د پښتونخوا او بلوچستان له پولې سره دې وچه غرنۍ سیمه کې د فوسلز یا ریکار په نوم چې پاتې شوني هم ورته وايي، له ۵۰ ډېر ډول ډول سمندري ژوو پاتې شوني دي.

* پېښور کې د سکندر د زمانې اثار موندل شوي دي

* د کباب په مینه له اسلام اباد تر تورخم مزل

فوسلز داسې ژوی وو چې د وخت په تېرېدو سره په کاڼو بډل شوي، خو تر ډېره یې خپل جوړښت هم ساتلی دی.

له درازنده سره نژدې داسې سیمه هم شته چې اوس پکې د څښلو اوبه نشته، خو کارپوهان وايي، پخوا تر سمندر لاندې و، مګر د وخت تېرېدو سره اوس سمندر سلګونه کیلومتره لرې ترې تللی دی.

اوس دا سیمه تر ډېره شاړه او بې اوبو ده.

ځمکه کې تل موسمي او جعرافیايي بدلون روان وي.

ورځنی بدلون دومره دودیز وي چې اغېز یې نه لیدل کېږي، خو د زرګونو او لکونو کلونو تېرېدو سره دومره لوی بدلون وي چې ان متضاد وي.

Image caption دلته ترلاسه شوي پاتې شوني.

پته یې له دې لګي چې کومه سیمه اوس وچه او بې اوبو ده، لکونه کلونه پخوا سمندر وه.

هېښوونکې خبره دا ده چې کله موږ دې غرنۍ سیمه کې ګرځېدو نو خاوره کې مو واړه واړه کاڼي وموندل.

کله مو چې له خاورې بېل کړل، نو منځ کې یې ډېر صدف ډوله شیان ښکاره شول.

د درازنده د حکومتي ښوونځي د بیالوژي استاد اطلس خان شېراڼي هغه وخت له ستونزې سره مخ شو چې ماشومانو د فوسلز انځور ونه پېژاند.

له بي بي سي سره خبرو کې اطلس خان وویل، دی پوهېده چې ځايي غرونو کې فوسلز ډېر دي، ځکه یې په دویمه ورځ له غره نه ډېر فوسلونه راوړل او ماشومانو ته یې وښودل.

اطلس خان وايي، لکونه کلونه پخوا دلته سمندر و، چې د موسمي بدلون له امله لاړ، خو د سمندري ژوو پاتې شوني لا هم شته.

د هغه په خبره، کله چې یو ژوندی څیز ځمکه کې په داسې ځای کې ګیر شي چې سخت فشار و، خو اکسېجن نه وي، نو د لس زره کلونو تېرېدو سره دا ژوی د کاڼې په شکل بدل شي.

Image caption کارپوهان وايي، لکونه کاله پخوا ډېره اسماعیل خان سمندر و.

د اطلس خان په خبره، تر اوسه یې ۱۱۰ ښوونیزو او څېړنیزو ادارو ته دا فوسلونه وړاندې کړي چې ویې څېړي او خپله هم ماشومان پر فوسل پوهوي.

دې سیمه کې اطلس خان د ۵۳ ډوله ژویو پاتې شوني موندلي چې چنګاښ یا کوني کبر، کبان، د کبانو هګۍ او نور پکې راځي.

د هغه په خبره، له مختلفو سرچینو ترلاسه شوي مالومات ښيي چې دا پاتې شوني د کریټاشیس پېر دي چې ۱۴ کروړه او ۵۰ لکه کاله مخکې پیل شوی و او ۶ کروړه او ۶۰ لکه یا ۶۶ میلونه کاله پخوا ختم شو.

دا پاتې شوني دومره روښان دي چې ښکاره مالومېږي د کوم ژوي دي. دې کې د ځینې ژوو کوپړۍ، د ملا هډوکي او نور پاتې شوني هم شته.

د ګومل درې ساینسي اهمیت

Image caption ترلاسه شوي د ملا هډوکي

د پښتونخوا د لرغونتوکو برخې مشر ډاکټر عبدالصمد وايي، ګومل وادي چې ډېره اسماعیل خان او نورې نژدې سیمې پکې دي، ډېر تاریخي اهمیت لري.

د هغه په خبره، دې سیمه کې د سیند وادۍ د لرغوني تمند له اثارو سره سره له مخزېږد یا قبل المیلاد پاتې شوني هم شته، چې کومه منظمه څېړنه یې نه کېږي.

دی وايي، اوس پر داسې پلان غور کېږي چې دلته منظمې ساینسي څېړني وشي، ځکه دلته پر پاتې شونو سربېره د ۲۰ لکه کلونو پخواني اثار هم شته.

Image caption د یوه ژوي کوپړۍ چې ډېره اسماعیل خان کې موندل شوې ده.

عبدالصمد خان وايي، ګومل دره د سمندر له کچې ډېره جګه نه ده، ځکه هیله من دی چې دلته د غارمېشتو انسانانو اثار هم وموندل شي.

دی وايي، پېښور او سوات دره له سمندرکچې ډېر لوړ دي، ځکه دلته داسې اثار نشته، خو له ګومل درې د انسان د وادې اثار او ډېر لرغوني پاتې شوني موندل کېدی شي.