پېښور کې دوه خویندو خپل پلار په ډزو وژلی دی

پېښور د انځور حقوق Getty Images

په پېښور کې دوه خویندو خپل پلار له دې کبله په ډزو وژلی دی چې یوې ته یې د خپلې خوښې واده اجازه نه ورکوله. پولیس دواړه خویندې نیولې دي او په لومړنیو پلټنو کې دوی پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

پولیس وایي، دا پېښه شپږ ورځې وړاندې د خزانې پولیسو تاڼې په حدودو کې شوې ده. پولیسو ویلي، تېره جمعه د وژل شوي کس زور پولیس ته رپوټ ورکړی و چې پلار یې په نامالوم دلیل ځان وژلی دی.

خو کله چې پولیس پلټنې پیل کړې نو مالومه شوه چې دې کس ځان نه دی وژلی، بلکې وژل شوی دی. له نورو پلټنو وروسته مالومه شوه چې لوڼو یې خپل پلار وژلی، او دواړو وروسته اعتراف هم کړی.

پښتونخوا: د ښوونځي نجونو ته د حکومت په پيسو بورکې اخیستل شوې

پېښور: پر زدکوونکو جنسي تېريګر مدیر ته ۱۰۵ کاله بند سزا

وژل شوی کس مشتاق نومېده او شاوخوا ۵۵ کاله عمر یې درلود. نوموړي په ښار کې رکشه چلوله او خپله کورنۍ یې ساتله.

د مشتاق مشرې لور صایبه نومېږي چې ۲۲ کاله عمر لري. نوموړې غوښتل چې له یوه داسې کس سره واده وکړي چې وار د مخه یې یوه بله مېرمن درلوده.

خو مشتاق د خپلې لور خبره نه وه منلې او د دې واده سره یې سخت مخالفت درلود. د صایبې کشره خور ۱۸ خاتمن هم د خپلې مشرې خور په ملاتړ او د پلار پر ضد ولاړه وه.

د پولیسو له پلټنو مالومه شوې ده چې همدې کشرې لور یې پر پلار ډز کړی او هغه یې وژلی دی.

د مشتاق زوی عبدالله وایي، د پېښې پر ورځ دی په کور کې نه و، خو کله چې کور ته راغی نو خویندو ورته وویل چې پر یې په ډزو ځان وژلی دی.

عبدالله وایي، د خویندو په خبره یې پولیس ته د پلار د ځان وژنې رپوټ ورکړ، خو د پولیسو له پلټنو وروسته ورته مالومه شوه چې اصله کیسه بل ډول وه.

عبدالله وایي، پلار به یې ډېر کله خپلې لوڼې له دې کبله وهلې ټکولې چې له دې کس سره یې پر تیلیفون خبرې کولې.

پولیسو ویلي، د ځان وژنې لپاره ډېری وخت خلک پر ځان یو ډز کوي او وژل کېږي، خو په دې پېښه کې دوه ډزې شوې وې او له همدې کبله دوی ته شک پیدا شو.

اړونده مطالب