غازي سیال د ګلناربېګم له استادۍ تر ناول لیکنې

  • 28 نومبر 2019 - 07 لیندۍ 1398
غازي سیال د انځور حقوق Social Media
Image caption غازي سیال د ځان په اړه ویلي ول: زه فنکار يم نه مړ کېږم، د خپل فن په زور به سياله، یو ځل بیا را ژوندی کېږم.

غازي سیال چې له نورو ژبو سره د پښتو ادب د سیالولو په سیالۍ کې نژدې نېمه پېړۍ کار وکړ پرون یې د ژوند ډېوه مړه او نن د پښتونخوا په بنو کې خاورو ته وسپارل شو.

د غازي سیال خپله خبره ده چې پر ۱۹۳۳ کال یوه علمي او ادبي کورنۍ کې زېږېدلی او خپلې زدکړې یې له پنج ګنج او ګلستان سره له خپل پلار عبدالغفور شاه پیل کړې او تر صرف او نحوې یې دا زدکړې په کور کړې وې.

نوموړي د شعر او داستان برخه کې تر ۱۶ کتابونه چاپ کړي او ځینې ناچاپ اثار هم لري.

په چاپ شویو کتابونو کې پنځه شپږ نثر او درې کتابونه یې نعتونه دي، تر شپږو د نظم کتابونه او درې ناولونه لري.

نوموړي د څه باندې ۵۰ پښتو فلمونو لپاره سندرې هم لیکلې دي چې د ګلناربېګم په څېر د وخت وتلې سندرغاړې ویلې دي.

"زما سندرې ستا لپاره " یې داسې کتاب دی چې فلمونو ته کښلې سندرې یې پکې چاپ شوې دي او درې ایوارډونو یې پرې ګټلي دي.

هغه پر ګناربېګم هم وروستیو کې کتاب لیکلی چې د سندرې روح نومېږي.

استاد اصف صمیم وايي، د موسیقۍ د کمپوزونو استاد شاعر و او لویه شتمني یې دا ده چې خپله غازي سیال د دې سبب شو چې ګلناربېګم یې راډیو ته راوسته او هنري روزنه کې یې ډېر لاس و.

نوموړی وایي غازي سیال د هغې د روزنې په هکله وخت ناوخت خبرې او لیکنې کړې دي.

د استاد صمیم په خبره، غازي سیال د پښتو ولسي سندرو پر ژوندي کولو ډېر کار کړی او دې برخه کې یې د سندرې روح په نوم کتاب لیکلی دی.

Image caption د مینې او عشق پر سندرو سربېره یې د پښتنو، درد او بد حالت هم ژړولی دی او دا سندره یې وخت ناوخت له موضوع سره یادېږي.

ښاغلی صمیم وايي، په دې برخه کې د ګلناربېګم استاد و، د دې استادۍ ویاړ لري او کله چې رشید علي دهقان پېښور راډیو مشر و د سیال سره یې ملګرتیا وه او ګلناربېګم یې وهڅوله چې راډیو ته لاړه شي.

ګلنار بېګم راډیو ته لاړه، خو وروسته یې فلمونو کې هم سندرې وویلې، مګر راډیو کې یې "نری باران دی پاس په ځوړ یې وروینه " یا "د غرو لمنو کې شپونکیه شپېلۍ غږوه " اوس هم مینوال لري.

دا هغه سندره ده چې غازي سیال ورته کمپوز کړه او دا ډول نورې سندرې یې هم فلمونو او ډرامو ته ویلي او د نوموړي په مټ دا ولسي سندرې نن هم ژوندۍ دي.

خو د مینې او عشق پر سندرو سربېره یې د پښتنو، درد او بد حالت هم ژړولی دی او دا سندره یې وخت ناوخت له موضوع سره یادېږي چې وايي:

د چا خوښېږي نه چې کومه جوړه واغوندمه

څوک په کفن پورې حیرانه په تختو پراته وي

یا وايي:

څوک پښتو وخوړل سیاله

څوک لګیا دي چې پښتو خوري

خواله رنسیو کې د غازي سیال پر مړینه خواشیني ښودل شوې او د پښتو لپاره یې لوی زیان بللی، خو خپله غازي سیال وايي:

مرګ مې هم نشي وژلی

زه فنکار يم نه مړ کېږم

د خپل فن په زور به سياله

یو ځل بیا را ژوندی کېږم