''شمالي وزیرستان کې طالبان یو ځل بیا منظم کېږي''

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وايي، دغه وسلواله ډله د پخوا په څېر مرکزونه نه لري (ارشیف تصویر)

د خیبر پښتونخوا په ایالتي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان وکیل مير قلم وزير بي بي سي ته ويلي، په سيمه کې د وسله والو طالبانو ډلې يوځل بيا منظمې شوې دي او فعاليتونه یې پيل کړي دي، خو د نوموړي په وینا،امنيتي ځواکونو دوسلوالو پر منظم کېدو سترګې پټې کړې دي.

د نوموړي ترڅنګ یو شمېر ځايي حکومتي چارواکو رسينو ته ويلي چې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د طالبانو ډله بيا په سيمه کې منظمه کېږي.

ډېورنډ کرښې ته څېرمه 'پاکستاني پوځیان او طالبان وژل شوي'

پاکستاني طالبان وايي په لاهور کې ځانمرګی برید دوی کړی دی

په دې وروستیو کې د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو پېښې ډېرې شوې او په دې پېښو کې امنيتي کسانو ته هم مرګژوبله اوښتي ده، شپږ کسان یې وژل شوي او ۱۰ تنه یې ټپیان شوي دي.

د پخوا په څېر وسلوالې ډلې د دغو بريدونو د مسئولیت منلو لپاره له يوه بله مخکې کېږي او امنيتی سرتېري پر کومه مشخصه ډله د تور لګولو پر ځای د دغه ډول بريد ګرو لپاره د ناپېژاندو وسلوالو دودیزه اصطلاح کاروي.

میر قلم وزیر بي بي سي ته ویلي، که امنيتي ځواکونه د وسلوالو مخه ډب نه کړي، نو په وینا یې د شمالي وزيرستان ولس به پاڅونونو ته اړ شي.

دغه وسلواله ډله د ضرب عضب په نامه له پوځي عملياتو مخکې په شمالي وزيرستان کې ترټولو فعاله او حکومت پلوه ډله بلل کېده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له پوځي عملیاتو وروسته سلګونه زره بې ځايه شوي خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.

چارواکي وايي، دغه وسلواله ډله د پخوا په څېر مرکزونه نه لري، خو په وینا یې کوم وسلوال چې د کومې سيمې اوسېدونکی دی، له هماغه ځایه فعاليت کوي.

د ځايي چارواکو د شمېرو له مخې نژدې درې زره طالبان شمالي وزيرستان ته رسېدلي او د منظم کېدو هڅي کوي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان وکیل مير قلم وزير بي بي سي ته وويل، ''د حيرانتيا خبره دا ده چې د زرګونو امنيتي سرتېرو او ګام پر ګام امنيتي پوستو له شتون سره هم په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو لړۍ روانه ده.''

هغه زياتوي، ''دا يوازې د شمالي وزيرستان د خلکو اندېښنه نه ده بلکې د ټولو پښتنو وېره ده چي يو ځل بيا په منظم توګه د پښتنو خاورې ته ترهګري رواستل کېږي.''

نوموړی وایي، ''د وزیرستان خلکو ډېري سختې ليدلې او د نورو سختیو زغمولو توان نه لرو.''

نوموړی وايي، ولس د دوی ترڅنګ ولاړ دی او ''که حکومت خپل ځان بې وسه بولي، نو دا ځل ولس د وسله والو ډلو پر ضد راپاڅي.''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان حکومت ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو پر ضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړل.

هغه بريدونه چې ډېورنډ کرښې نژدي سيمو کې ترسره شي امنيتي ځواکونه یې ډېری مهال پړه پر هغو پاکستاني طالبانو وراچوي چې د دوی په خبره په افغانستان کې یې پناه اخستې او د افغانستان له خاورې د پاکستان امنيتي ځواکونه په نښه کوي.

پاکستان حکومت ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو پر ضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړل.

د پاکستان حکومت له هغې ادعاو وروسته چې وايي، سيمه یې د وسلوالو له شتونه پاکه کړه، د پوځي عملياتو په ترڅ کې سلګونه زره بې ځايه شوي خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.