د مایا وژنه؛ پاکستان کې د نرښځیو د کړاو کیسه

Maya and Mehek
Image caption مایا او محک د پښتونخوا د نوښار سیمې اوسېدونکې وې

د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې مایا په تېښته وه، خو خوشحاله وه. مایا د خیبر پښتونخوا د نوښار سیمې اوسېدونکې وه، داسې یوه سیمه چې د دودونو پر ضد چلن پکې نه زغمل کېږي. خو مایا له دود سره سمه نه وه، ځکه چې نرښځۍ وه. مایا هلک زېږېدلی و، خو ځان یې ښځه ګڼلو او د ښځو په څېر یې ژوند کاوه.

مایا د کورني تاوتریخوالي له لاسه درې ځله له خپله کوره وتښتېده او لېرې ځایونو ته ولاړه. دې ځایونو کې خوشحاله وه او د نرښځیو له ټولنې سره یو ځای اوسېده.

خو بیا هم مایا پرېکړه وکړه چې پېښور ته کډه شي، چې خپلې کورنۍ سره نژدې وي. د هغې د ماشومتوب ملګرې محک خان وایي، کاش پوهېدلی چې څه به کېږي.

د مایا کورنۍ پېښور کې د هغې ځای ځایګی مالوم کړ. په یوه میاشت کې دننه مایا مړه وه. پولیس شک لري ورور او تره یې هغه وژلې ده، خو دوی دواړه وایي چې په دې قضیه کې هېڅ لاس نلري.

د بشري حقونو فعالان وایي، پولیسو د مایا په قضیه کې خورا ډېرې تېروتنې کړې دي او ښایي هېڅکله هم انصاف ونشي.

دوی وایي، پاکستان کې د ګڼو وژلو شویو نرښځیو قضیې همداسې بې برخلیکه پرتې دي.

په خیبر پښتونخوا کې نرښځې ځان یو دریم جنسیت ګڼي، چې ډېر کله ورته د (شي مېل) نوم کارېږي.

له ۲۰۰۹ کال راهیسو د محاکمو ځینو پرېکړه دغه دریم جنسیت منلی دی، خو دې برخه کې د قانون پلي کول اوس هم یوه ننګونه ده.

په ټولنیزه توګه د نرښځیو ژوند اوس هم له کړاوه ډک دی او په ټیټه سترګه ورته کتل کېږي، حقونه یې نه ورکول کېږي، سپکاوی یې کېږي او ان ژوند یې خوندي نه دی.

Image caption مایا او محک د نینا په نامه یوې ګورو سره اوسېدلې

د مایا کیسه هم په پاکستان کې د نرښځیو د ژوند تریخ حقیقت را برسېره کوي.

د مایا ملګرې محک خان وایي:

"موږ له پیله پر یوه بل ګرانې وو. فکر کوم لامل یې دا و چې پر خپل ګډ جنسیت پوهې شوې وو".

مایا او محک په نوښار کې په یوه سیمه کې یو بل ته نژدې اوسېدلې. محک وایي، دوی دواړه هلکان زېږېدلي وو، خو تل یې د ښځو په څېر احساس کاوه.

د هغې په وینا، ځینې وخت به یې ټیکری پر سر کاوه او نوکان به یې سره کول. خو د همدې کارونو له کبله د هغې پلار او تره یې ورته په بده سترګه کتل او د ځان لپاره یې شرم بلله. محک وایي:

"ډېر کله به یې وهلم، په کوټه کې به یې بندولم. خو زه له دې کارونو نه منع کېدم".

ملګرې یې مایا هم د ښځینه کالیو اغوستلو له کبله د خپلې کورنۍ له بد چلن سره مخ وه.

محک وایي، کله چې پېغلې شوې نو شرایط نور هم ورته ګران شول، ځکه پوهې شولې چې خلک د دوی جنسیت په اړه ناسم فکر کوي.

د هغې په وینا، کله چې په کور کې دننه ژوند سخت شي نو بیا انسان د تېښتې لپاره فرصت ګوري.

Image caption پاکستان کې نرښځي اکثر له کورنیو تښتي او خپلو کوچنیو ټولنو کې ژوند کوي

مایا او محک کلونه کلونو د تېښتې په اړه فکر کاوه او پلانونه یې جوړول. دواړو غوښتل چې وتښتي او نڅاګرې شي.

په ۲۰۱۶ کال کې محک بلاخره په دې هڅه کې بریالۍ شوه. هغه پېښور ته ولاړه او هلته یې یوه ملګري د کالیو فابریکه کې دنده ورته پیدا کړه.

یو کال وروسته مایا ورته زنګ وواهه او د تېښتې لپاره یې له خپل پلانه خبره کړه. محک وایي، کله یې چې د مایا دا خبره واورېده نو له دېرې خوشحالۍ نه یې وژړل.

وروسته دوی دواړه پنجاب ته ولاړې او هلته یې یوه (ګورو) سره اوسېدلې.

پاکستان کې نرښځې د ټولنیز تاوتریخوالي او ناسم چلن له کبله په خپلو کوچنیو ټولنو یا ډلو کې ژوند کوي. په دوی کې یوه مشره نرښځۍ وي چې د ګورو په نامه یادېږي او نور نرښځۍ د دې په مشرۍ کې ژوند کوي.

په بدل کې دا نرښځي د خپلې ګټې وټې یوه برخه پیسې خپل همدې ګورو ته ورکوي. ګورو نرښځو ته دا هم ور زده کوي چې څه ډول کالي واغوندي، او څه ډول چلن باید وکړي.

د همدې ګورو له برکته نرښځي کولای شي ودونو کې نڅا وکړي، چې د دوی د ګټې وټې یوه مهمه سرچینه ده.

Image caption د نرښځیو په ټولنو کې ګورو مشر وي او نورو ته د کار کولو زمینه برابروي

محک وایي، هغه یو کال چې له مایا سره یې ځای تېر کړ او په ودونو کې یې نڅا کوله، د دې د ژوند تر ټولو خوشحاله کال و.

پاکستان کې په ودونو کې د نرښځیو ګډول دوه لاملونه لري. یو لامل یې دا دی چې نرښځي ارزانه تمامېږي او په کمو پیسو نڅا کوي.

دویم لامل دا دی چې که یو څوک اصلې ښځې د نڅا لپاره را وغواړي نو مشران یې بده بولي او پرې غوسه کېږي.

د نرښځیو لپاره هم په ودونو کې نڅا کول د ګټې وټې یوه وسله ده او سوال غوښتلو ته نه اړ کېږي.

محک وایي، دوی په بېلابېلو سیمو ګرځېدلې، ودونو او مېلمستیاو ته تللې، نڅا یې کوله او دومره پیسې یې پیدا کړې چې پخوا یې هېڅکله هم نه وې لیدلې.

خو د خوشحالۍ دا موده لنډه وه. له محک او مایا سره د هغو هلکانو ملګرو چل وکړ. دواړه یې بېرته خپلې اصلي سیمې ته ور وبللې او د کورنیو لخوا یې ګواښ سره مخ کړې.

محک وایي، کله چې دا او مایا بېرته د کورنیو لاس ته ورغلې نو د دوی وېښتان یې لنډ کړل، دواړه یې وربړولې، مایا یې ډېره سخته ووهله او ورور یې د کور لاندې برخه کې په کټ پورې وتړله.

خو دوی بیا هم له خپل هوډه منع نشوې. د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې یو ځل بیا له کوره وتښتېدې او پېښور ته ولاړې.

Image caption مایا دویم ځل له کوره تېښته وکړه، پېښور ته ولاړه او وېښتان یې لنډ کړل، او بیا د هلکانو په جامه کې په ودونو کې ګډېدله

دې ښار کې د (ټامي ډانسر) په نامه یو نوی دود رامنځته شوی. خلک ودونو ته هغه نرښځیان ور غواړي چې د نجونو کالي نه اغوندي، بلکې وېښتان لنډ ساتي او د هلکانو په جامه کې نڅا کوي.

دا هر څه په دې معنا وو چې مایا او محک دواړو ته یو ځل بیا د کار زمینه برابره شوه.

نینا خان په پېښور کې د مایا او محک نوې "ګورو" وه. هغه وایي چې مایا پېښور کې خوشحاله وه، پر ځان ډاډه وه، بلکې یو څه ډېره ډاډه شوې وه.

یوه ورځ نینا خان په خپل اپارتمان کې ناسته. شاوخوا کوټو کې ورسره شل نرښځي یا (چېلاګان) هم ناست وو چې دا یې اوس مشره وه.

د اپارتمان د دروازې زنګ وټنګېد. یو اشنا کس را دننه شو، په تیلیفون یې خبرې کولې. پر کټ کېناست. مخامخ بل کټ کې مایا ناسته وه. دې کس د خبرو پر وخت تیلیفون کې یو عکس ته کتل.

نینا پوهه شوه چې هغه د مایا عکس و، او دې کس غوښتل ډاډ ترلاسه کړي چې د مایا ځای یې موندلی.

دا کس سملاسي له اپارتمانه ووت. څو شېبې وروسته یو ځل بیا د دروازې زنګ وټنګېد. دا ځل درې سړي را دننه شول. نینا د پېښې کیسه داسې کوي:

"مایا مې ولیده چې په منډه کوټې ته راغله. والۍ او د پزې مېخک یې ژر لېرې کړل. خپل تیلیفون یې بند کړ، هر څه یې په یوه دستکول کې واچول او ما ته یې راکړ. سخته وېرېدلې وه. راته یې وویل چې ورور او تره یې ورپسې راغلي چې ځان سره یې بوځي".

Image caption د مایا او محک ګورو نینا وایي، پولیسو مایا په زور د دې له اپارتمانه و ایستله او تاڼې ته یې بوتله

هماغه شېبه یو دنګ ځوان هلک کوټې ته ورننوت، د مایا خوا ته ورغی او پر هغې یې وار وکړ. له دې سره اپارتمان کې نور نرښځې او پخپله نینا هم له دې درې واړو سړیو راتاوې شوې.

یو سړي تومانچه را و ایستله. خو نینا ونه وېرېده او بلاخره درې واړه سړي یې اړ کړل چې له اپارتمان نه ووځي.

خو نیم ساعت وروسته پولیس له هماغه درې کسانو سره اپارتمان ته راغلل. د پولیسو یوه افسر مایا ته وویل چې له دوی سره ولاړه شي. نینا غوښتل چې مداخله وکړي.

خو پولیسو ورته وویل چې مایا له خپل کوره سره زر غلا کړي دي او باید له دوی سره لاړه شي.

له نینا او نورو نرښځیو سره بله چاره نه وه. ټولو پرېکړه وکړه چې یو ځای به ورسره د پولیسو تاڼې ته ځي.

په تاڼه کې نرښځیو دوه ساعته جنجال وکړ. دوی ټینګار کاوه چې مایا بالغه ده او که نه غواړي چې کور ته ولاړه شي نو هېڅوک یې نشي مجبورولی.

د پولیسو تاڼۍ مشر ورته وویل، د مایا پلار له نوښاره را روان دی او غواړي چې مایا سره خبرې وکړي، او له هغه وروسته یې بیا خپله خوښه ده چې هر چېرې ځي.

نینا او نور نرښځي له تاڼې روان شول، ځکه باید یوه واده ته د نڅا لپاره تللي وای. خو کله چې څو ساعته وروسته بېرته تاڼې ته ولاړل نو ګوري چې مایا هلته نشته.

Image caption د مایا ملګرې محک هم نوښار کې له خپله کوره تښتېدلې وه

هغه قانون چې قاتلان بښي:

تر اوسه مالومه نه ده چې پر هغه شپه مایا سره څه وشول، او ښایي هېڅکله هم مالومه نشي.

د پېښور د پولیسو یو جګپوړي افسر ظهور اپرېدي بي بي سي ته وویل، مایا په خپله خوښه له خپل پلار، تره او نورو خپلوانو سره روانه شوې وه.

خو پر هغه پرچه چې د هشنغر پولیسو ټاڼه کې لیکل شوې ده، یوازې د مایا د پلار او د هغې د تره لاسلیکونه شته، او د مایا لاسلیک پرې نشته.

د نوښار د پولیسو پلټنې ښیي چې کله دا خلک له تاڼې روان شول نو موټر د تېلو یوه پمپ کې ودرېد. دا پمپ د مایا د تره و.

هلته مایا یو بل موټر کې له خپل ورور او تره سره کېنول شوه. نورو کسانو ته وویل شول چې کور ته ولاړ شي.

په بل سهار د مایا مړی نوښار ته نژدې په یوه ځنګله کې وموندل شو. نوموړې د خپلو وینو په ډنډ کې مړه پرته وه.

تر دې دمه د مایا د وژنې په تور د هغې د پلار، تره، ورور او کورنۍ نورو غړو په ګډون اتلس کسان نیول شوي دي. ټولو په محکمه کې ویلي چې د مایا په وژنه کې لاس نلري، او ټول په ضمانت خوشي شوي دي.

د نرښځیو د حقونو یو فعال تیمور کمال وایي، د مایا د وژنې په قضیه کې قوي شواهد شته، خو پولیسو قضیه په سمه توګه نه پلټي او قاتلین نه محاکمه کېږي.

په پاکستان کې پخوا داسې هم کېدل چې د وژل شوي کس کورنۍ د پیسو په بدل کې قاتل بښلی دی، چې د عربانو یو لرغونی دود دی.

خو په ۲۰۱۶ کال کې پارلمان د غیرت په نامه د وژنو، او د قاتل د بري کېدو مخنیوي لپاره نوی قانون تصویب کړ او دا دود یې منع کړ.

Image caption تیمور کمال وایي، پولیس د نرښځیو د وژنې قضیو کې ناغېړي کوي

تیمور کمال وایي، د مایا وژنه هم بې له شکه چې د غیرت په نامه وژنه ده، خو پولیسو په قضیه کې دا خبره نه ده کړې، او دا په دې معنا ده چې د مایا مور یا خور کولی شي چې قاتل وبښي.

هېچا هم د مایا مړی نه غوښت:

په پېښور کې د نرښځیو د حقونو یوه اداره وایي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په خیبر پښتونخوا کې لږ تر لږه ۷۰ نرښځیان وژل شوي دي.

په دې لړ کې تېر کال د نازو په نامه د یوه نرښځي وژنې قضیې ډېره غوغا جوړه کړه. نازو د خپلو دوه ملګرو لخوا وژل شوې وه او بدن یې ټوټې ټوټې شوی و.

قاتلانو د هغې د بدن ټوټې په یوه کڅوړه کې لېږدولې چې پولیسو ونیول.

د نازو کورنۍ د هغې مړی وانخیست، بلکې دا یې د ځان لپاره شرم بللو. له همدې کبله هغه د پولیسو په یوه هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

خو وروسته یې هماغې کورنۍ له قاتلینو نه د تاوان په توګه پیسې واخیستې او هغه یې وبښل. محکمې هم دوه میاشتې وړاندې دا دواړه کسان وبښل او ازاد شول.

په دې وروستیو کې یو بل نرښځۍ په مردان ښار کې د خپلې کورنۍ لخوا ووژل شو.

پر خواله رسنیو د هغې د مړي عکسونه لاس په لاس کېدل، خو کورنۍ یې د هېچا پر ضد قضیه ثبت نه کړه او پولیسو هم سر پرې ونه ګراوه.

Image caption مایا او محک د نوښار سیمې اوسېدونکې وې، او وروسته د مایا مړی هم نوښار ته نژدې یو ځنګله کې وموندل شو

د بشري حقونو فعالان وایي، ډېر ځله نرښځي د خپلو ناراضه یا غوسه عاشقانو لخوا وژل کېږي. د کورنیو په لاس وژنې کمې دي، ځکه چې ډېری نرښځي له کورنیو تښتي او بیا ورسره اړیکه پرې کوي.

له هغه وروسته د دې نرښځیانو یوازینۍ کورنۍ د نرښځیانو هغه ټولنه ده چې دوی پکې اوسي، او کله چې ووژل شي نو همدا ټولنه له نورو ډېره ورپسې خپه وي.

د مایا پخوانۍ ګورو نینا وایي، هر کله چې خپله المارۍ خلاصوي نو مایا یې سترګو ته درېږي.

"په المارۍ کې د هغې دستکول چې وګورم نو ژړا راځي. هر څه یې راسره پاتې دي. پیسې یې، تیلیفون یې، شناختي کارډ یې، ګاڼه یې. ډېره ځوانه وه. سخته ده چې یو ځوان کس ته وګورئ او مرګ په اړه فکر وکړئ".

د مایا ملګرې محک وایي:

"نینا مهربانه ده او موږ ساتي. زموږ په ځای کې د نرښځیانو مجلس جوړ دی. خو زما زړه اوس هم درد کوي. خپله تر ټولو ښه ملګرې مې له لاسه ورکړه او هېڅوک یې ځای نشي نیولی".

ورته مطالب