پېښور کې یوه ورځ له یوې پېړۍ سره برابره

  • 10 جنوري 2020 - 20 مرغومی 1398
قلعہ بالا حصار

د پښتونخوا مرکز پېښور کې ګرځېدو سره داسې ځایونه وینې چې سل کاله پخوا ته دې بیايي.

بالا حصار کلا، اسلامیه کالج، د کیسه خوانۍ هوټلونه، د بالیووډ وتلو هنرمنانو دلیپ کمار او راج کپور پخوانی استوګنځی او تاریخي بازارونو کې خریداري هغه څه دي چې یوه ورځ کې ډېر خوند ترې اخلې.

خیبر دروازه

خیبر دروازه پر ۱۹۶۳ کال جوړه شوې او دا چې یو وخت خیبر درې ته د تلو دروازه وه، د پښتونخوا یو تعریف بلل کېږي. له دې لارې پخوا ډېر یرغلګر او واکمن تېر شوي او په دې دروازه د دوی نومونه لیکل شوي دي.

له دې سیمې تاسو د خیبر ډېره برخه هم لیدلی شئ.

اسلامیه کالج

له جمرود چې پېښتور ته راځې، ښي لور ته د اسلامي کالج پوهنتون ښکلې وداني ده.

دا ودانۍ له سرو خښتو جوړه او شاوخوا یې پراخ او شنه میدانونو او لوړې دنګې ونې دي.

اسلامیه کالج پر ۱۹۱۳ کال پېښور کې جوړ شوی او بنسټ یې خان عبدالقیوم او سر جارج روز کیپل اېښی دی.

دا ودانۍ د علي ګړ له ودانۍ په اغېز جوړه شوې ده.

* د کباب په مینه له اسلام اباد تر تورخم مزل

* طالبان، پوځ او وزیرستان

* وزیرستان؛ له پیر روښان تر منظور پښتین

کله چې خان عبدالقیوم علي ګړ پوهنتون ته لاړ او هلته یې د پښتنو زدکوونکو ستونزې واورېدې، نو دلته پېښور کې یې دا ډول اداره جوړه کړه.

دې ادارې جوړولو کې خلکو چنده یا بسپنه هم کړې ده.

پر ۲۰۰۷ کال اسلامیه کالج ته د پوهنتون درجه ور کړل شوه.

د اسلامیه کالج وداني په داسې شکل جوړه شوې چې ټولګي یې دوبی یخ او ژمی ګرم وي.

دا وداني په درې سوه ایکړه مربع ځمکه جوړه شوې، چې د ختیځ او لوېدیځ تعمیراتي هنر یوه بېلګه ده.

سپین جومات

د اسلامیه کالج اړوند سپین جومات دی چې له سپین مرمر ډبرو په ۱۹ پېړۍ کې جوړ شوی او هغه مهال د نویو علومو مرکز بلل کېده.

پېښور کې له محبت خان جومات وروسته چې د مغولو وخت کې جوړ شوی دا سپین جومات هم سیلانیان ور خپلوي.

له اسلامیه کالج سره پېښور پوهنتون او نورې ښوونیزې ادارې هم دي، په پوهنتون سړی نېغ اندر شهر کې چوک یادګار ته رسېږي.

بالاحصار کلا

دا کلا دومره تاریخي او پخوانۍ ده لکه پېښور ښار. مغل پاچا ظهیرالدین بابر خپله ډایري کې د دې یادونه کړې.

د دورانیو کورنۍ د واکمنۍ په وخت دا کلا په یخني کې د دوی مرکز و. د رنجت سینګ په زمانه کې سیکانو د کلا په ډول کاروله.

د بالاحصار کلا ۱۵ اېکړه مربع سره جوړه شوې، د ننه برخه یې لس اېکړه ده، دېوالونه یې تر پنځه نوي متره هم لوړ دي.

اوس دې کلا ته عام خلک ورتلی نه شي او د تګ لپاره د پېښور ستره محکمه کې غوښتنه کېږي.

سیټي کور

پېښور ښار کې د سیټي کورنۍ یو استوګنځی د لرغونتوکو ادارې خپل واک کې اخیستی، د موزیم درجه یې ور کړې ده او د سیلانیانو لپاره یې پرانیستی دی.

دې استوګنځي کې د سیټي کورنۍ ۷ کورونه دي، چې د ځمکتل له لارې له یو بل سره تړلي دي.

ځايي خلک د دې استوګنځي په هکله وايي، چې ځمکتل کې یې بوجۍ له روسۍ کرسنۍ ډکې وې، خو کله چې روسیې دا کرنسي ناچله کړه، نو دا بورۍ هم ضایع شوې.

کیسه خوانۍ بازار

له پاکستان مخکې پېښور د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لوی مرکز و. دلته به کاروانونو اړول، څو ورځې به یې تېرولې بیا به خپل منزل ته روانېدل.

دوی د استوګنې لپاره مختلف ځایونه لرل، خو کیسه خواني کې به ډېر بیروبار په دې و چې مېلسمتونونه شته. دلته به دوی د مختلفو سیمو مختلفې کیسې ویلې.

اوس هم کیسه خوانۍ کې د خورا ښه چای او نور خوړو مېلمستونونه شته، چې ممکن کوم بل ښار کې دومره مزه ونه لري.

د پېښور بالیووډ

د انځور حقوق Hidayat Khan
Image caption کپور کور

له کیسه خوانۍ بازار سره د بالیوډ د سترو هنرمنانو دلیپ کمار او راج کپور کورونه دي، خو څوک پکې نشته.

صوبايي حکومتونه هڅه کوي دا ځایونه خپل او سیلانیانو ته پرانیځي.

دلیپ کومار یو دوه ځلې پېښور ته هم راغلی دی، ماشومتوب یې دلته تېر شوی او دا سیمه یادوي.

پېښور کې هر کال د دلیپ کمار کلیزه لمانځل کېږي او پکې د هغه له مېرمنې سایره بانو سره ټلېفوني خبرې کېږي.

د راج کپور د پلار پرتوي راج کور هم دلته دی، د راج کپور بچي هم دا سیمه یادوی.

دا کور د پېښور تنګو کوڅو کې دی. ځکه په پښو تګ ور پکار دی.

د بالیووډ د بل ستوري شاه رخ خان د پلار کور هم دلته کیسه خوانۍ بازار ته نږدې دی او خپلوان یې دلته اوسېږي.

بالیووډ کې تر اویاوو ډېر داسې هنرمنان، سندرغاړي او د نورو اړخونو کسان دي چې د پېښور یا د پښتونخوا مختلفو سیمو سره تړاو لري.

د مالګې منډيي

د مالګې منډيي یا نمک منډيي چې څنګه نوم دی، هسې خپله نه ده، مالګه یوازې خوړو کې وي او نورې مسالې پکې کارېږي.

دلته هوټلونو کې ډول ډول غوښین خوراکونه مشهور دی.

غوښه خپله خوښوې او که دوه کسان یاست، نو دوه کیله غوښه په اسانۍ خوړلی شئ. ورپسې قهوه هم څښلی شئ چې دا هرڅه هضم شي.