هغه ‌ژمنی ماښام چې د نقیب الله مسید د وژنې خبر مې واورېد

نقیب مسید د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption نقیب الله مسید په ۲۰۱۸ کال کې د کراچۍ پولیسو لخوا ووژل شو

پوره دوه کاله وړاندې د ژمي يو ماښام و، تلويزون ته ناست وم چې خبر راغی 'د کراچۍ په شاه لطیف سیمه کې د پولیسو سره په ډزو کې څلور کسان وژل شوي دي. '

د هغه وخت ملیر سیمې پولیسو مشر راو انوار رسنیو ته وویل، 'وژل شوي کسان ترهګر دي او له تحريک طالبان پاکستان سره تعلق لري. '

ده وویل، 'په وژلو شويو کسانو کې يو ځوان نقیب مسید نومېږي چی د طالبانو مشر بیت الله مسید ډرايور پاتی شوی دی. ' د پېښی خبر مې د تلویزیون همکارانو ته ولیږه او خپور شو، ځکه خبره پولیس چارواکي کړې وه.

امریکا د نقیب مسید پر وژنه تورن پولیس افسر باندې بندیزونه ولګول

د نقیب مسید پلار محمد خان مړ شو

ما تر دې وړاندې نقیب مسید نه پیژاند او زما په څېر ډېر خلک ورسره اشنا نه وو، ځکه کراچۍ ته مزدورۍ لپاره راغلی و.

د شپې ناوخته پر خواله رسنيو داسې خبرونه خپاره شول چی د پولیس لخوا وژل شوی نقیب مسید ترهګر نه و، بلکې يو ماډل و او لس ورځې مخکې پولیس له ځان سره بيولی و.

جنازه یې په کراچۍ سهراب ګوټ سیمه کې په توره شپه کې وشوه، ملګري یې د خواله رسنیو کاروونکي وو،خلکو ته یې له وړاندې پیغامونه لېږلي وو چې د نقیب په جنازه کې ورسره ګډون وکړي او له دوی سره د انصاف غوښتنې لپاره را ټول شي.

د نقیب مسید مړی د وزيرستان پر لور ولېږدول شو، خو په کراچۍ سهراب ګوټ کې وزيرستانيانو پرلت پیل کړ. د دوی پرلت یوه ګټه دا وکړه چې د پولیسو يوه کميټه جوړه شوه چی کار یې د نقیب د مرګ پلټل و.

د انځور حقوق EPA
Image caption راو انوار ۱۹۸۰ مو کلونو کې پولیسو کې دنده پیل کړې وه

څو ورځې تېرې وې چې دغې کمېټې نقیب مسید بې ګناه او د ملیر پولیسو افسر یې د هغه وژنې مسوول وباله.

د نقیب مسید پلار کراچۍ ته راغی او د خپل بچي د مرګ قضیه یې په شاه لطیف نومي پولیسو مرکز یا تاڼه کې د راو انوار او د هغه نورو ملګرو پرضد ثبت کړه.

قضیه محکمې ته لاړه، خو راو انوار او ملګري یې پټ شول. پاکستان سترې محکمې څو ځله امر وکړ، چې راو انوار او ملګري یې باید حاضر شي، خو د راو انوار درک نه لګېده.

وروسته ناڅاپه په اسلام اباد کې د پاکستان سترې محکمې ته حاضر شو، د نيولو امر یې وشو او کراچۍ ته يوړل شو.

کراچۍ کې په ترهګرۍ ضد محکمه کې د نقیب وژل کېدو محاکمه پيل شوه چې تر دی دمه روانه ده.

د نقیب مسید پلار محمد خان به له وزيرستانه کراچۍ ته د محاکمې پر نېټه ورتلو، ځکه هیله من و، چې انصاف به ورسره کېږي.

له هغو ګنګوسو وروسته چې ګواکې نوموړي د خپل زوی پر مړینه معامله کړې، یوه مرکه کې راته غوسه شو، ویل یې: ''کله به هم د خپل بچي وینه خرڅه نه کړم. نوموړي ویل، داسې خبرونه مې هېڅکله له خپل مقصده نه شي پر شا کولای. '' هغه ویل ''نقیب یوازې زما بچی نه و‌، د نورو پښتنو هم بچی او ورور و‌. که چېرې د نقیب وینه خرڅه کړم نو دا به مې له پښتون قام سره غټه جفا وي. ''

Image caption د نقیب مسید پلار محمد خان

له دی وروسته مې چې څو ځله د نقیب پلار محمد خان په محکمه کې د قضیې اوریدنې په وخت لیدلی، هر ځل به خوشال راته ښکارېده.

د نقیب مسید له یوه ترور زي سره مې په دغه ورځو شپو کې لیدل وشول، د کمرې پر وړاندې خبرو ته یې زړه ښه نه کړ، خو له نقیب مسید سره د خواله رسنیو له لارې شوې خبرې یې راباندې واورولې.

هغه وايي: ''نقیب مسید پلان درلود، چې وزیرستان ته لاړ شي، خو له هغه یوه ورځ مخکې ونیول شو. ماښام مې ورسره خبرې وشوې، خو په سبا یې د پیغام ځواب رانغی. ''

له دې مې وغوښتل، چې همدا خبرې د کمرې پر وړاندې وکړي، خو هغه ویل: ''له مخکې خواشیني یو او ډول ډول ټیلیفونونه راته کېږي، ''که خبرې مې وکړې، خدای خبر چېرې به پروت یم. ''

اړونده مطالب

ورته مطالب