په هرات کې ولې د خيبر پښتونخوا د سوداګرو کانتینرونه ایسار دي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په هرات کې ولې د خيبر پښتونخوا د سوداګرو کانتینرونه ایسار دي؟

افغان چارواکي وايي هيله من دي چې په هرات کې د خيبر پښتونخوا د سوداگرو ايسار کانتينرونه ژر پرېږدي. په پېښور کې د شعبه بازار سوداگر وايي په سلگونو هغه کانتينرونه يې په هرات کې بند دي چې د موټرو له پرزو ډک دي. د څو ميليونه ډالرو دغه کاروبار د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د سوداگرو لپاره حياتي ارزښت لري. د پېښور په زړه کې پروت شعبه بازار تر نيمې پېړۍ ډېر وخت د گاډو د پرزو په يوه لوى مارکېټ بدل شوى چې د ټول پاکستان سوداگر ورځي. دغلته تر لس زرو ډېر کسان په کاروبار بوخت دي خو اوس وايي چې سود سودا يې پنجاب او کراچۍ ته لېږدي. په همدې تړاو مو افغان چارواکي وپوښتل. د هرات والي بي بي سي ته وويل چې ۸۵۰ کانتینره چې د موټرو پرزې پکې بار دي یوازې د تخنیکي او مالیاتو ستونزو له کبله درول شوي دي. دوى وايي د دغو کانتینرونو د برخلیک ټاکلو لپاره هڅې روانې دي. محمد قاضي زاده يې نور جزييات لري.